د بیدارۍ وږمې | شعر – سید عبید الله نادر
د زړه په ســترګو ړندیدو نه ،نه لــیدل ښه دي
له بې کیفــــیته خـــندا نه، ژړیــدل ښــــــه دي
چې اشــــارو د زمــانې نه، عــبرت نه آوري
بیا له دا هســــې اوریـــدو نه، کڼیدل ښــه دي
چې په درست عمر، د چا په درد کې دوا نشي
داسي حیـــات او اوسـیدو نه ،ورکیدل ښه دي
چې متانت خپل، په مقام او چوکی نه ســــاتي
داسي مقام نه خــــو له سره ، پرزیدل ښه دي
د ضدیت په خره سپاره به،تر څـــو مونږه یو
مصلـــحتونو ته هم غاړه، ایښــــودل ښــه دي
د پرَدو له غلامۍ ، او بد شـــهرته څـــــــــخه
په خپل جونګړه کې عمرونه، کړیدل ښه دي
هغه بنیاد د ماڼۍ ، چې له شروع نه وي کوږ
د بی بنــــــیاده آبادۍ خو، نړیدل ښــــــــه دي
هلته چې وي ، معـــــــنویاتو او د فــضل مقام
د معرفت وږمې له ځـــانه خــــورول ښه دي
لویي ګــــذار کړو ، ذلت او نا پوهۍ کندې ته
له خپل غرور او تکبر نه ، کــوزیدل ښه دي
محبت او د اظهار تندی ، مخــــــلوق له پاره
لکه غوټۍ په څیر هر چاته، غوړیدل ښه دي
چې یې وږمې د بیدارۍ،هر چمن کې نه وي
داسي ګــــلونو غــــوړیدو نه، رژیدل ښه دي
چې په کلام کې د شاعر، د ویښتیا څه نه وي
داسي وینا او له لیـــکلو، نه لیــــــکل ښه دي
سید عبیدالله نادر