د بل پر ځای حج کول او ثواب بخښل؟

ایصال ثواب څه ته وایي؟

یو مسلمان کولای شي چې د خپلو صالحو عملونو ثوابونه بل ژوندي یا مړي مسلمان ته وبښي. د ثواب بخښلو ته ایصال ثواب وایي. د مالي عباداتو یعنې صدقو او هم د حج ثواب بل ته بخښل زموږ د امامانو او هم د مالک، شافعي او نورو امامانو په اند جایز ګڼل کېږي. البته د بدني عباداتو لکه لمونځ او روژه، او د قولي عباداتو لکه د قرآن کریم تلاوت یا د اذکارو او تسبیحاتو په ایصال ثواب کې د علماوو تر منځ اختلاف دی. زموږ (د حنفي مذهب) د امامانو په اند د بدني او قولي عبادتونو ثواب هم بل چا ته بخښل کېدای شي.

د بل پر ځای عبادت کول

عبادتونه پر درې ډوله دي:

  1. یو ډول هغه عبادتونه دي چې په هغو کې هېڅکله نیابت یعنې استازیتوب نه صحیح کېږي.

  2. بل ډول هغه عبادتونه دي چې په هغو کې هر مهال نیابت یا استازیتوب صحیح کېږي.

  3. درېیم ډول هغه عبادتونه دي چې که څوک یې پخپله د ادا کولو څخه عاجز شي، نو بل څوک یې د هغه په استازیتوب کولای شي.

بدني عبادات لکه لمونځ او روژه، که څوک پخپله ادا نه کړي او یا یې پخپله د ادا کولو توان ونه لري، بل څوک یې د هغه پر ځای ادا کولای نشي. ځکه په بدني عبادت کې نیابت او استازیتوب هېڅکله نه صحیح کېږي. د بېلګې په ډول: که د چا څخه لمونځونه قضا شي یا د لمانځه د ادا کولو څخه عاجز شي، بل څوک یې پر ځای لمونځونه نشي کولای چې د هغه غاړه خلاصه شي.

مالي عبادات لکه زکات، اضحیه او نذري صدقه، په هر مهال کې نیابت او استازیتوب قبلوي. یو سړی کولای شي چې خپل زکات او صدقه پخپل لاس ادا کړي او یا یې د خپل نائب او استازي په ذریعه ادا کړي.

حج د هغو عبادتونو څخه دی چې هم په مال او هم په بدن ادا کېږي، نو ځکه په حج کې هم نیابت او استازیتوب صحیح کېږي، خو په هغه مهال کې چې څوک یې پخپله د ادا کولو څخه د ټول عمر لپاره عاجز پاتې شي. پر چا چې حج فرض شي، نو دی به پخپله د حج فریضه ادا کوي. داسې نشي کېدای چې بل څوک خپل نائب او استازی وټاکي او هغه د ده پر ځای حج ادا کړي.

په حج کې نیابت او استازیتوب هغه مهال صحیح کېږي چې پخپله د ادا کولو څخه د ټول عمر لپاره عاجز شي. که پر چا حج فرض شي او حج ادا نه کړي، او بیا یې پخپله د ادا کولو څخه عاجز شي، نو پر هغه باندي لازمه ده چې بل څوک د خپل نائب په ډول وټاکي، ترڅو هغه د ده پر ځای حج ادا کړي.

د حج د فریضې د ادایني څخه عاجز کېدل

دوه صورتونه لري:

  1. یو دا چې پر چا حج فرض شي خو په ادا کولو کې یې ځنډ راولي او د مرګ سره مخ شي، یعنې د ژوندي پاتې کېدو هیله یې کمه شي. نو پر ده لازمه ده چې وصیت وکړي ترڅو بل څوک د ده پر ځای د ده د مړینې څخه وروسته د حج فریضه ادا کړي.

  2. بل صورت دا دی چې د حج د ادایني په وړاندې دایمي مانع او خنډ پیدا شي. د بېلګې په ډول: د ټول عمر لپاره بندي شي، یا ډېر بوډا شي، یا داسې ناروغ شي چې کله یې هم د جوړېدو هیله نه وي او په هغه ناروغۍ کې حج ادا کولای نشي. په دې صورت کې هم پر ده لازمه ده چې بل څوک د خپل حج د فریضې لپاره نائب وټاکي، څو هغه د ده پر ژوند کې یا د ده د مړینې وروسته د ده پر ځای حج وکړي، ترڅو د ده د فرضي حج غاړه خلاصه شي.

که پر چا حج فرض شي او د عجز له کبله په بل چا د ځان لپاره حج ادا کړي، که عجز یې د ژوند تر پایه دوام پیدا کړي، د نائب په حج د ده د حج فریضه ادا شوه. او که عجز یې دوام پیدا نه کړي، بلکې دی پخپله وتوانېږي چې حج ادا کړي او د حج د ادا کولو وخت هم ومومي، نو بیا د نائب په حج د ده د فرضي حج غاړه نه خلاصیږي، بلکې پخپله به حج ادا کوي. البته د نائب په حج د نفلي حج ثواب ورته رسېدلی شي.

د بېلګې په ډول: که عمر قید بندي له بنده خوشي شي، یا په نه جوړېدونکې ناروغۍ اخته ناروغ صحت پیدا کړي، نو دوی به پخپله د حج فریضه ادا کوي. نائب چې د دوی پر ځای حج ادا کړی، په هغه حج د دوی د فرضي حج غاړه نه خلاصیږي


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب