د بازاري نوشابو پرځای شيدې یا شړومبې وڅښئ!

د بازاري نوشابو (مشروباتو) په ځای شیدې او د شیدو محصولات وڅښئ .
اوسمهال د افغانستان په ښارونو او آن کلیوالو سیمو کې بازاري نوشابو لکه کوکا کولا ، پيپسي ، پانتا ،سون اپ ،ډیو ، سپرایت او نورو ډول ډول بازاري د څښلو مایعاتو د میلمستاوو دستراخوانونه نیولي په داسې حال کې چې په دې سیمو کې شیدې او د شیدو محصولات په پریمانه ډول موندل کیږي .
څیړنې ښيي چې دا مشروبات روغتیا ته سخت زیان لري .
د ډاکترانو څیړنو ښودلې چې بازاري ګاز لرونکي مشروبات د هډوکو د سختو ورستیدو ،دیابیت (شکر) ناروغۍ د معدې او هضمي سیستم د سختو او خطرناکو ناروغیو او کاذب چاغوالي لامل ګرځي .
ډاکتران پر دې باور دي چې نوشابې د زړه د خطرناکو ناروغیو او د وینې د رګونو د تنګوالي او بندیدو لامل ګرځي او د یوې نوشابې له څښلو وروسته بایدیو ساعت منډه یا سخت فزیکي کار وکړئ شي تر څو هغه زیان جبیره کړي چې د نوشابې د څښلو له امله د هغه بدن ته واردیږي .
ډاکتران وايي بازاري نوشابې هیڅ کوم داسې مواد نه لري چې بدن ته ګټه وروسوي بلکې له دې سر بیره بدن ته لا ډیر تاوانونه هم لري .
په داسې حال کې چې شیدې او محصولات ېې لکه تروې ، شړومبې ،مستې ، کورت ،کوچ ،پنیر، خیدګ ، او داسې نور له کافي انرژۍ درلودلو سربیره د پروتینو ، اوسپنې ، ویټامینونو ،مینرالونو او د بدن د اړتیا وړ نورو موادو درلودونکې دي او د نوشابو په پرتله ارزانه هم دي،

څیړونکي په دې باور دي چې د نوشابو جوړونکې کمپنۍ په دې اړه ډیر منفي تبلیغات کوي تر څو خلک د خپلو محصولاتو اخیستنې ته وهڅوي په داسې حال کې چې دا کمپنۍ تر ډیره په نيواکګرو او اشغالګرو هیوادونو پورې هم تړلې دي .لکه: پيپسي چې نوم يې هم له لاندې جملې څخه مخفف حروف دي:
Pay even single penny for the safety of Israel
P E P S I
هر کس باید د اسرائیلو د ساتلو لپاره یوه روپۍ (د پیپسي په اخیستلو کې) ورکړي تر څو اسرائیل وساتل شي .

نو بهتره دا ده چې د کيماوي خطرناکو نوشابو پرځای له شړومبو کار واخستل شي، او که نعناع او بادرنګ پکې واچول شي ډېر خوندور به هم وي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب