د بادام ځانګړتیاوې
طبي ځانگړتیاوې:
- د بادامو غوړي نه خرابیږي او د ماشومانو لپاره ډير گټور دي.
- بادام سینه نرموي.
- د بادام شیره د ټوخي، ناراحتي او ستوني لپاره ډيره گټوره ده.
- بادام د معدې، کولمو، مثانې او اسهال د ټپونو( زخمنونو) لپاره ډیر گټور دي.
- بادام معده قوي کوي.
- بادام جنسي قوه ځواکمنوي او سپرم زیاتوي.
- بادام چې وړه شي او له شاتو سره گډ شي د بډوډو( پښتورگو) د درد او ټوخي لپاره گټور دي.
- بادام اورۍ او غاښونه قوي کوي.
- بادام د خولې د وچوالي لپاره هم گټور دي.
- د بادامو غوټۍ د ماشومانو د اسهال لپاره گټوره ده.
- د بادامو غوړي خوب را وستونکي دي او بې خوبي له منځه وړي.
- د دې لپاره چې سینه مو نرمه شي او ټوخلې مو ورکه شي د بادامو غوړي دې له شیدو سره گډ شي او ودې څښل شي.
- که د بادامو غوړي له گرمو اوبو سره گډ شي د اسهال لپاره گټور دي او هم کولای شي چې د بډوډو( پښتورگو) تیږه له منځه یوسي او تشې متیازې اسانه کړي.
- که چیرې مو د ملا مرۍ ناستې وي او یا مو هم ملا درد کوي د تسکین لپاره د بادامو غوړ ډيره گټه لري.
- د بادامو تازه پاڼې د چنجیو ضد دي.
- د بادامو وچې شوې پاڼې قبض کونکی خاصیت لري او اسهال له منځه وړي.
- د بادامو غوړي نرم کونکي خاصیت له دې امله ډيری په ملهمو او کریمونو کې کارول کیږي.
- د سینې د ناروغۍ لپاره کیدی شي د خوږو بادامو غوړي، شات او د هگۍ ژیړ سره یو ځای کړۍ ترڅو د خمیرې په توگه پای پیدا کړي وروسته ور سره د ختمي گل اضافه کړۍ او هر درې ساعته وروسته د چای یوه قاشغه وخوری.
- د هغو ماشومانو لپاره چې پر بدن یې سرې دانې وي د بادامو پر تیلو یې د ټول ځان غوړونه ډيره گټوره وي.
- د بادامو غوړي د پوستکي د وچیدا او یا سوي پوستکي لپاره ډير گټور دي
د ترخو بادامو ځانگړنې:
- د دې لپاره چې ترخه بادام د سیانیدریک اسید لري په خوړو کې یې باید پام او دقت وشي او پکې افراط ونه شي.
- ترخه بادام وړه کړۍ او له سرکې سره یې گډ کړۍ د سر درد لپاره ډير ښه درمل دي اوهم د سترگو شا اوخوا پرې غوړولای شي او د سترگو دید زیاتوي.
- د ترخو بادامو خوراک د ټوخي او نفس تنگي (سالنډي) لپاره گټور دی.
- ترخه بادام له شاتو سره یو ځای وخورۍ ځکه چې د بډوډو(پښتورگو) د صفايي لپاره ډير گټور دي.
- د بډوډو(پښتورگو) د درد لپاره بادام له نشایسته او نعنا سره یو ځای وخورۍ.
- ترخه بادام له شاتو سره یو ځای د قولنجو لپاره ډير گټور دي.
- د پښتورگو(بډوډو ) د تیږې د له منځه وړو لپاره ترخه بادام د انگورو له شیرې سره گډ کړۍ او ویې خورۍ.
- د دې لپاره چې له پوستکي څخه مو لکې لرې شي د ترخو بادامو وړه یا میده شوي بادام له سرکې گډ کړۍ او په ملهمو یې پوستکی غوړ کړۍ.
- د بادامو د ونې ریښه ترخه وي او د دردونو لپاره ډيره گټوره وي.
- د ترخو بادامو خوراک د کولمو د چینجي لپاره ډير گټور دی.
- په غوږونو کې د ځينې غږونو لپاره یو څاڅکۍ د تریخ بادام غوړي په غوږ کې وڅڅوی.
- په ترخو بادامو د بدن غوړول د بدن چملکتیا له منځه وړي.
- د ترخو بادامو تیل د سړو له امله په لاس او پښو کې را پیدا شوې چاودې له منځه وړلی شي.
- د ترخو بادامو تیل د لاسو او پښو د بد بوی د له منځه وړو لپاره گټور دي.
- د ترخو بادامو تیل د تورې ټوخلې لپاره ډير گټور دي.