ويټامينونه (Vitamins)

ويټامينونه (Vitamins):

د ويټامينونو له کشف څخه مخکې خطرناکې ناروغۍ موجودې وي. دليل يې معلوم نه وو، خو د غذا او چاپېريال ترخاصو شرايطو لاندې راښکاره کېدلې او أن د خلکو د مړينې لامل کېدلی. څه ناڅه 500 کاله پخوا به د اوږده واټن مسافرين د وريو د وينې کېدو او د خولې د ټپونو په ناروغيو اخته کېدل. خو کله چې به مېوې او سابه ورته ورسېدل، نو د وريو وينې کېدل به يې ودرېدل او د خولې ټپونه به يې ښه شول. څه موده وروسته دې نتيجې ته ورسېدل، که چېرې د سفر په وخت کې لېمو، مالټه، کېنو او رومي بانجان وخوړل شي، په دې ډول ناروغيو نه اخته کېږي.

ډېر وروسته معلوم شول، دغه ناروغي د وېټامين C د کموالي له کبله منځته راځي چې د سکروي (Scurvy) په نامه يادیږي. د ويټامينونو ډولونه: وېټامينونه په دوو ګروپونو ويشل شوي دي؛ په اوبو کې منحل ويټامينونه او په غوړو کې منحل ويټامينونه.

١- په اوبو کې منحل ويټامينونه:

د ويټامين C او د ويټامين B د کورنۍ له يوولسو مختلفو ويټامينونو څخه عبارت دي. دا ويټامينونه د وينې په پلازما کې منحل دي او اضافه اندازه يې د پښتورګو له لارې اطراح کېږي. له همدې کبله دا ويټامينونه په بدن کې نه زېرمه کېږي. په اصل کې په اوبو کې منحل ويټامينونه له انزايمونو سره وصلېږي او د حجرې هغه داخلي تعاملونه زياتوي چې انرژي زېرمه کوي او حجروي مواد جوړوي. ويټامينونه انرژي نه توليدوي، خو موجوديت يې په بدن کې اړين دی.

٢- هغه ويټامينونه چې په غوړو کې منحل دي:

له A, E, D, K څخه عبارت دي. دا ويټامينونه په بدن کې مختلفې دندې سرته رسوي، د بېلګې په توګه: د A ويټامين د سترګو د ليد په عمل کې اساسي رول لري. ددې ويټامين کمښت په بدن کې د شبکورۍ لامل کېږي، يعنې په تياره وخت کې شخص سم ليدل نشي کولی. ويټامين D ته د لمر د رڼا ويټامين هم وايي که چېرې د لمر رڼا زموږ په بدن ولګېږي، زموږ بدن دا ويټامين جوړولی شي.

د روغو، سالمو، کلکو غاښونو او هډوکو د درلودلو لپاره ويټامين D اړين دی. په شحم کې منحل ويټامينونه په اوبو کې د منحل ويټامينونو پرخلاف په بدن کې زېرمه کېږي. که چېرې ددې ويټامينونو اندازه په بدن کې زياته شي، د بدن لپاره زيانمن دي، مث ًلا: د ويټامين D زياتوالی د ويښتانو تويېدل،زړه بدوالي، د بندونو او هډوکو خوږ او أن د نس ناستې لامل کېږي.

ددې ويټامينونو کموالی د بدن مقاومت کموي او بدن په زياتو ناروغيو اخته کېږي. زياتره خلک، چې مناسب خواړه نه خوري، د ويټامينونو په کموالي اخته کېږي. ويټامينونه زياتره په مېوو، سبو، حيواني محصولاتو کې پيداکېږي. خو دا مواد په يوازې توګه ټول ويټامينونه نه لري. له دې کبله د يو مناسب غذايي رژيم لپاره بايد له مختلفو خوړو څخه ګټه واخېستل شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب