د اولاد د بې لارۍ لاملونه!
د اولاد د انحراف او بې لارتیا ګڼ لاملونه کیدلای شي، خو دلته په مناسب لنډیز سره به یو شمېر هغو بنسټيزو او عمده لاملونو ته کتنه وکړو چې په ټولنه کې د اولاد د بې لارتیا او انحراف لامل کیږي.
دکتور عبدالله علوان (رحمه الله) دې مهمې مسئلې ته په کتو سره په دې اړه یوه په زړه پورې لیکنه کړی چې د نوموړي له نظره د اولاد د بې لارتیا ۱۰ مهم عوامل یې په ګوته کړي دي، چې په لاندې ډول د هر یوه جلا جلا یادونه کوو:
(۱): فقر او بې وسي:
نن په ګرده نړۍ کې ډېرې داسې بې وزلې کورنۍ شتون لري چې د فقر او بې وسۍ څخه کړیږي، فقر دی چې په
ټولنه کې اولاد کور پرېښودلو ته اړ باسي، تر څو د حلالې روزي او د ژوند د ستونزو د حل لپاره له کوره لرې مسافر شي.
د کور څخه د اولاد بهر وتل څه د اندېښنې خبره نه ده، خو د خواشینۍ خبره دا ده چې اولاد مو په مسافرۍ سره د شیطان صفته انسانو په لاس کې پریوزي، او د دوي په لاس بې لارۍ، فساد، او د ډول ډول اخلاقي جرائمو ارتکاب ته وهڅول شي.
(۲): د مور او پلار ترمنځ شخړې او لانجې:
زوی چې کله سترګې پرانیزي، او د کورنیو شخړو او خصومتونو له کبله بل اورونه وګوري چې تورو لوګیو یې د دې کورنۍ څخه د میني او الفت، انس او محبت جنازه پورته کړېده، نو په همدغسې کړکیچنو حالاتو کې یا دهمدغو شخړو او کشالو له کبله یا خو به له کوره تیښتي او یاخو به د ورځې ډیره برخه له کوره بهر تیروي، دا ځکه چې دغه زوي پخپل چاپېریال کې داسې څوک نه مومي چې مینه ورسره وکړي، پر سر یې د شفقت او مهربانۍ لاس راکاږي، نو طبیعي ده چې له دغسې ویرجن حالت څخه چېرته چې هره ورځ یې ژړا او انګولا تر غوږو کیږي، د خلاصون لپاره به د تېښتې لاره غوره وګڼي.
(۳): طلاق ورکول:
په کورني ژوند کې اولاد د پلار په نسبت له مور سره بې کچې مینه لري، خوکله چې د کور په انګړ کې د محبت دا ښاپېرۍ (مور) ونه ویني، دمړینې او یا هم د طلاق له کبله د هغې تشه او خلاء احساس کړي، او پر دې پوه شي چې له دې وروسته به نه دویمه مور او نه هم پلار ښه پالنه او روزنه کوي، نو همدلته د اولاد پر مخ د فساد دروازې پرانستل کیږي. په همداسې حالاتو کې اولاد داسې انګیري چې نو ر د زمکې پرمخ څوک نه لري، نو د ناهیلۍ او نا امیدۍ په سمندرلاهو او د فساد په لمن کې پرېوځي.
(۴): رټل او د مناسب چاپېریال نه برابرتیا:
عموما کوچنیان د لوبو او ساعت تېریو سره مینه او لېوالتیا لري، نو که چېرې د والدینو او یا هم د کورنیو د مشرانو له لوري دوی ته د لوبو مناسب ځایونه برابر نه شي، او له بل پلوه په ورځني ژوند کې د والدینو له لوري تهدید او ورټل شي، نو په ژوند کې به د ستړیا احساس وکړي، او په پایله کې به د دې افراطي ژوند څخه د نجات او خلاصون لپاره پخپله ټولنه کې د یو لړ دوستانو په لټه کې شي، اوس که چېرې یې دوستان د ټولنې خیر غوښتونکي نه وي نو اولاد به مو د ګمراهۍ او تباهۍ لوري ته را وبولي. که له یوې خوا اولاد ته دټولنیزو مسؤولیتونو انګیرنه او احساس ورکول د مور اوپلار مسؤولیت دی، خو دا ددې معنا هېڅکله هم نه لري چې له اولاد سره دې له حده زیاته سختي وشي، دا ځکه چې د خپل اولاد سره له زیات تشدد څخه کار اخستل او د هغوی زیات تهدید او توبیخ ناوړه پایلی لري او زیاته تندروي په اولاد کې جرات له منځه وړي، او ددې کا رپه نتیجه کې به مو کرار کرار د بې جراتۍ په ناروغۍ مبتلا شي، او د روحي شکست سره به مخامخ شي چې بیا به د خپل راتلونکې ژوند په اړه هیڅ ډول پریکړه او فیصله هم نه شي کولای.
دلته د دې خبرې یادونه هم کوو چې خپل اولاد ته باید زیات ناز هم ورنه کړل شي او مور او پلار ته نه ښايي چې د اولاد هرې مشروع او نامشروع غوښتنې ته لبیک ووایي، بلکې د اولاد د غوښتنو پر وړاندې باید له اعتدال او منځلاریتوب څخه کار واخستل شي.
(۵): ورانکاري ملګري:
هر کله که ماشوم په ذهني لحاظ تمبل، او په عقیدوي لحاظ هم ډېرې کمزورتیاوې ولري، نو ددې ډېر احتمال شته چې په خپل ټولنیز ژوند کې به دغه ډول ماشومان د یو لړ مفسدو ملګرو سره ملګرتیا پیلوي. که د ټولنې ملګري یې پریوتي اخلاق ولري، نو اولاد به مو بې لارې کړي.
(۶): له ماشوم سره د مور اوپلار ناوړه چلند:
د تربیې ټول علماء په دې آند دي چې هر کله که د ماشوم سره د والدینو او یا هم د کورنیو د مشرانو له لوري ناوړه او تند چلند وشي، زیات تهدید او توبیخ شي، نو دغه تشدد به یې له کور څخه تېښتې ته اړباسي، تر څو په تېښتې سره د دغه ناوړه چلند د خلاصون لار ومومي. نو په کورني ژوند کې والدینو ته په کار دي چې په وقار، سړه سینه او تدبر سره د اولاد پالنه او روزنه وکړي.
(۷): د مبتذلو او ناوړه جنسي فلمونو کتل:
د ځوانۍ په پړاو کې د انسان جنسي غریزه توپاني کیږي، نو له همدې کبله د ټولنې یو لړ ځوانان د زلمي توب د څپانده جسمي غوښتنو د پوره کولو لپاره انټرنټ او نورو رسنیو ته مخه کوي، او کله کله د انټرنټ پر پاڼو د یو لړ ناوړه او بد اخلاقه پاڼو په ننداره بوخت شي.
حقیقت دا دی چې دغه ډول ویب پاڼې د ځوانانو لپاره وژونکي زهر خپروي، بې باکه انځورونه، شهوت پارونکې کېسې، رمانټیک او له مبالغې څخه ډکې کیسې او افسانې نشر ته سپاري. که په دې مرحله کې ځوانانو کلک مراقبت او څارنه ونه شي، نو دوي به پخپلو دغه ډول شیطاني کړنو سره د ابلیس په لمسه د حیاء دود او کلتور به ژوندۍ په ګور کړي، او په پایله کې به مو نوۍ نسل د بداخلاقۍ په سمندر کې ډوب کړي.
دا هم ټولو ته څرګنده ده چې ماشوم که هر څومره زیرکه او عقلمند شي، ولی بیا هم ددغو پریوتو فلمونو ناوړه انځورونه به یې په خیال کې تاویږي راتاويږي، کله کله به د شهوت هوايي کلاوی جوړوي، خیال پلونه به وهي، او د فلمي اکټرانو تقلیدونه به کوي. دغسې ځوانان ډېر ژر په بې لاریو او محرماتو کې ښکیل کیږي، چې بیا د مشرانو توجیهات او د مربیانو لارښوونې به پرې هیڅ اغیزه نه کوي.
پوهانو پخه خبره کړیده چې وايي: (د ځوانۍ او بلوغ پړاو د ژوند پسرلی دی، دا هغه پړاو دی چې ځوانان په کې له احساساتو او جذباتو څخه کار اخلي، په بیړه سره د هر کار سرته رسول غواړي، او ډېر کم به داسې په کې وموندل شي چې په دې پړاو کې په صبر او زغم سره پر مخ ولاړ شي).
(۸): په ټولنه کې د بېکارۍ خپریدل:
د اولاد د بې لارتیا د بنسټیزو لاملونو په قطار کې یوه هم بېکاري او وزګارتیا ده، که چېرې مور او پلار خپل اولاد ته د کار او مشغولا لپاره سالمه زمینه برابره نه شي کړای او دومره دولت او شتمني هم ونه لري چې د اولاد لوږه پرې له منځه یو وړلای شي او د دوی ستونزې پرې حل کړي، نو په نتیجه کې به د یتیمانو په څیر ستر شي او په ټولنه کې به د رټل شویو انسانانو په څیر ژوند تېروي. نو ځوانان باید په ټولنه کې وزګار پاتې نه شي تر څو د شیطان په لمسه په جنسي تخیلاتو کې فکر ونه کړي.
(۹): د والدینو بې پروايي:
په کورنۍ کې که چېرې مور د خپل اولاد د روزنې او پالنې له درانده مسؤولیت نه بې پروا شي او ټوله ورځ د میلمنو په میلمستیا، د کور په سمبالولو او د کورنیو اړتیاو په پوره کولو کې بوخته شي، یا هم بل لوري ته
پلار د اولاد د روزنې او پالنې دندې ته په ټيټه سترګه وګوري او په تجارت، تدریس، سپورت او نورو بوختیاوو باندې مشغول شي، نو اولاد به په بې لاریو کې راستر شي.
(۱۰): د اولاد یتیم پاتې کیدل:
د اولاد د بې لارتیا د مهمو وسائلو او لاملونو څخه یو هم یتیمتوب یا بې سرپرسته پاتې کیدل دي.
ماشوم هر کله چې په ژوند کې خپل خوږ پلار او یا هم مشفقه مور له لاسه ورکړي، په داسې حال کې چې ماشوم د ژوند په دغې حساسه مرحله کې باید د ګل په څېر وساتل شي، خو هـرکله که دغه کوچنی ماشوم یو داسې روزونکې ونه لري تر څو یې په سر د محبت لاس راکاږي، داسې څوک ونه مومي چې د مور او پلار په څېر یې غیږي ته رانژدې کړي، د وصیت او لارښودنې لپاره څوک ونه مومي، تر څو بشپړه پالنه او روزنه یې وکړي، نو بې له شکه چې دغه یتیم به د انحراف او بې لارتیا په لوري سوکه سوکه مخه کړي.
پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) فرمایلي دي : ((انا و کافل الیتیم في الجنة کهاتین، و اشار باصبعیه السبابة و الوسطی)).
رواه الترمذي.
په پای کې ای ګرانه پلاره او قدرمنې مورې!
د اولاد د بې لارتیا دا څو هغه مهم لاملونه وو چې تر دې مهاله مو را سره ولوستل، که چېرې دې دخپل اولاد د ځوانۍ په هماغه لومړنیو ورځو او شپو کې سمه پالنه ونه کړه، نو پوه شه چې فساد به ددوی تر منځ خپلې ريښې وځغلوي، او بې لاري به د دوي تر منځ پلې شي چې بیا به د ورخه د تېرو اوبو راګرځول در ته ډېر ستونزمن تمام شي.
لوی څښتن تعالی فرمایلي دي : ((یا ایها الذین آمنوا قوا انفسکم و اهلیکم نارا و قودها الناس والحجارة)) الآیة.
او نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي :(( مامن عبد يسترعيه الله رعية يموت يوم يموت وهو غاش لرعيته إلا حرم الله عليه الجنة ) رواه مسلم .
یو بنده چې لوی څښتن تعالی ور څخه د لاس لا ندې خلکو ساتنه غواړي په داسې حال کې چې دې په دې ساتنه کې له چل او غدر څخه کار اخلي، لوی څښتن تعالی به پرې جنت حرام کړي. (او کما قال علیه الصلاة والسلام ).
سرچینه: صید الفـــؤاید