د اوسني تورات او انجيل په اړه زمونږ دريځ
مسلمانان د اوسني تورات اوانجیل په وړاندې
محترمو لو ستونکو! دا هغه موضوع ده چې دالجزیرې تلویزوني چینل خپل پروګرام (( الشریعة والحیاة )) کې په ( ۲۰۱۰- ۰۲-۱۰) نیټه له محترم دوکتور عمر سلیمان الاشقر سره پرې ژوندی بحث کړی غواړم دموضوع پښتو ژباړه دمحترمو لو ستونکو په واک کې ورکړم .
په موضوع کې په لاندې موضوعاتو بحث شوی :
۱- په قرآنکریم کې دتورات او انجیل تصویر
۲ – د مسلمانانو او عیسویانو په آند د مقدس کتاب حقیقت
۳ – د قرآنکریم او مقدس کتاب(اوسني تورات) ترمنځ د مشابهتونو اړخ
۴- د مقدس کتاب لوستل او د ادیانوترمنځ اړیکې
په قرآن کریم کې دتورات او انجیل تصویر
عثمان عثمان :-
محترم دوکتور صاحب ! قرآن کریم په ډیرو آیتونو کې دتورات او انجیل یادونه کوي، هغه کوم تصویر دی چې قرآن کریم یې دغو دوه کتابونو ته ترسیموي ؟
عمرسلیمان الاشقر:
الحمدلله، والصلوة علی رسول الله وعلی آلهِ واصحابهِ اجمعین .. قرآن کریم چې دتورات کوم تصویر انځورکړی هغه دا ده چې: تورات په اصل کې یو آسماني کتاب ؤ چې د الله تعالی له لوري پرحضرت موسی (ع) نازل شوی ؤ، همداشان انجیل هم یو آسماني کتاب ؤ چې پر عیسی (ع)نازل شوی ؤ، موږ پردغو دواړو کتابونو ایمان لرو، څوک چې ایمان پرې ونه لري هغه ته مؤمن نه ویل کیږي، دا د الله تعالی ریښتیني کتابونه ؤ چې هیڅ ناوړه شی نه و پکښې نازل شوي، وروسته قرآنکریم موږته خبر راکوي چې پدې کتابونو کې تغیر، تبدیل، او تحریف راغلی، بنو اسرائیلو به په تورات حکومت کاوه (المائده 44) ټول بني اسرائل دموسی (ع) له زمانې بیا دعیسی(ع) تر بعثته د همدې تورات په عملي کولو مأمور ؤ، عیسی ((ع)ع) ددې سره چې انجېل پرې نازل ؤ، تورات یې هم عملي کاوه،الله تعالی فر مایې( المایده – ۴۴) له موسی (ع) وروسته د عیسی (ع) تر بعثته ټول بنې اسرائیل د تورات په عملی کولو مکلف ؤ، همدا شان عیسی (ع) دتورات ترڅنګ د انجیل په عملي کولو مکلف ؤ، خو انجیل دتورات دځینو احکامو په مسائلو کې تخفیف راوست، خو دتورات ټول شریعت پکښې شامل نه ؤ، نو موږ ته دا راښیي چې بني اسرائیل د تورات په عملي کولو مکلف ؤ .
عثمان عثمان :-
یعنې قرآن کریم همداتصویر لدې دواړو کتابونو نه انځور کړی دی ؟
عمرسلیمان الاشقر:-
هو، ( یحکم بها النبیون الذین اسلموا للذین هادوا ) لکه چې دبنو اسرائیلو ټولو احبارو او ربانیونو دتورات پیروي کوله،خو کله چې عیسی (ع) مبعوث شو نو بني اسرائل پر دوه ډلو وویشل شول، یوې ډلې پر عیسی (ع) ایمان راوړ او بله ډله کافره شوه، عیسی(ع) تورات په انجیل سره تکمیل کړ، هغه دوه مصادر درلودل، یهود په دوهم کتاب (انجیل )ایمان نه لري خو موږ مخکې تردې چې تحریف پکې راشي دیوه آسماني کتاب په بڼه ایمان پرې لرو، په تورات کې هم تحریف شوی دی خو کُلي تحریف نه دی پکې راغلی .
عثمان عثمان :-
سوال دادی چې نن ورځ دهغه کتاب چې په مقدس کتاب مشهوردی او دتورات، اوانجیل ترمنځ چې دادواړه پر موسی(ع) او عیسی(ع) باندې نازل شوي ؤ فرق څه دی ؟
سلیمان الاشقر:-
تورات او انجیل په اصل کې آسماني کتابونه ؤ، موږ مسلمانان عقیده لرو چې الله تعالی پنځه کتابونه نازل کړيدي، لو مړنی یې دابراهیم صحیفې وې، دوهم زبور دی چې الله تعالی پر داؤد(ع) نازل کړی ؤ، دریم پر موسی(ع) نازل شوی تورات دی، څلورم کتاب انجیل دی چې پر عیسی (ع) نازل شوی ؤ، پنځم بنی اسرائیل په تورات ایمان لري خو نه زبور ته دآسماني کتاب په سترګه ګوري اونه هم داؤد (ع) پيغمبر ګڼي،دوی پر تورات عقیده لرله او دا عقیده لري چې زبور د تورات یوه سپاره ده، سره ددې چې نه دداؤد (ع) پر رسالت عقیده لري او نه دسلیمان (ع)، دوی عقیده لري چې زبور دداؤد (ع ) اشعار او ترانې دي، دوی نه په انجیل عقیده لري اونه هم په قرآن کریم،عیسویان بیا تورات او انجیل دواړه آسماني کتابونه ګڼي خو دابراهیم (ع) پر صحیفو، دداؤد (ع) پر زبور او قرآن کریم عقیده نه لريقرآن کریم دی، بنی اسرائیل په تورات ایمان لري خو نه زبور ته دآسماني کتاب په سترګه ګوري اونه هم داؤد (ع) پيغمبر ګڼي،دوی پر تورات عقیده لرله او دا عقیده لري چې زبور د تورات یوه سپاره ده، سره ددې چې نه دداؤد (ع) پر رسالت عقیده لري او نه دسلیمان (ع)، دوی عقیده لري چې زبور دداؤد (ع ) اشعار او ترانې دي، دوی نه په انجیل عقیده لري اونه هم په قرآن کریم،عیسویان بیا تورات او انجیل دواړه آسماني کتابونه ګڼي خو دابراهیم (ع) پر صحیفو، دداؤد (ع) پر زبور او قرآن کریم عقیده نه لري، دو ی اوس دخپلې عقیدې پر آساس تورات او انجیل ته مقدس کتاب وایي، یهود یوازې تورات چاپوي، عیسویان بیا تورات او انجیل دواړه چاپوي اودمقدس کتاب نوم ورکوي، ددوی پر آند مقدس کتاب دوه ډوله دی، یوه ته عهد قدیم وایي چې هغه تورات دی . دوهم ډول یې عهد جدید دی چې هغه اوسني انجیلونه او رسالې دي، دوی قرآن کریم د مقدس کتاب په نوم نه پیژني .
عثمان عثمان :-
څرګنده ده چې آسماني کتابونه یو دبل تأییدوونکي دي نو موږ ولې داوسني تورات،انجیل او قرآن کریم ترمنځ داډول کامل تائيد نه وینو ؟
عمرسلیمان الاشقر:-
هیڅ نبي او پیغمبر ندی مبعوث شوی مګر دا چې په مخکیني پیغمبر تصدیق شوی، ټول پیغمبران او انبیاء او ټول آسماني کتابونه په دې اتفاق لري چې الله تعالی یو دی، الله تعالی حق معبود دی، له هغه پرته بل خدای نشته، نه بل رب او پروردګار نشته، ټول دیوه خدای بندګي ته خلک رابولي لکه چې زموږ په قرآن کریم کې راغلي دي (البقره 21-22)همدا توحید دی ( فلاتجعلوا الله انداداً وانتم تعلمون) دالله تعالی سره شریک مه نیسئ، دا حکم له شرک څخه منعه ده . هیڅ پیغمبر ندی راغلی مګر دا چې ( وما ارسلناک … (انبیا 25)
او هیڅ رسول ندی تیر شوی مګر دا چې فرمایلي یې دي چې(لا اله الا الله … ) له نوح (ع) څخه نیولې بیا تر عیسی (ع) او محمد (ص ) پورې، ټول رسولان فرمایي چې ( قل هو الله احد …) ووایه چې الله (ج) یودی،الله(ج) بې نیازه دی، نه له چا څخه زیږیدلی او نه هم څوک ترې زیږیدلي دي ..)
دا خبره دټولو آسماني پیغمبرانو تر منځ شریکه وه، له همدې امله رسول الله (ص) څه وایي( مونږه پیغمبران علاتي وروڼه یو، دین مو یو او … )
عثمان عثمان :-
څه ډول وروڼه ؟
عمر سلیمان الاشقر:-
علاتي وروڼه ! زموږ عربو په ژبه کې چې کله یو تن څو ښځې په نکاح کړي، نو بیا د ټولو اولادونه پیدا شي، ددوی ټولو پلار یو دی خو میندې یې سره بیلې دي، همدا ډول د پیغمبرانو خدای او دین هم یو دی چې د توحید څخه عبارت دی،الله تعالی فرمایي : ( وما من قبلک من رسول الا نوحی الیه انه لا اله الا انا فا عبدون ) یعنې له تا د مخه موږ کوم پیغمبر ندی استولی مګر دا چې هغه ته مو وحې کړې چې نشته بل معبود مګر یوازې الله تعالی، نو زما عبادت وکړئ.د ټولو انبیاؤ دین یو ؤ،مګر شریعتونه یې سره بیل ؤ، پر بني اسرایلو له موږ څخه لږ لمونځونه لازم ؤ، په هغوی هم زموږ غوندې روژه فرض وه خو په جزئیاتو کې یې زموږ سره توپیر درلود، همدا شان نور اوامر
د ټولو انبیاؤ دین یو ؤ،مګر شریعتونه یې سره بیل ؤ، پر بني اسرایلو له موږ څخه لږ لمونځونه لازم ؤ، په هغوی هم زموږ غوندې روژه فرض وه خو په جزئیاتو کې یې زموږ سره توپیر درلود، همدا شان نور اوامر .. .. د الله تعالی دې حکم ته وګوره چې بني اسرائیل یې پرې مکلف کړي : په هغو یې لازمه کړې وه تر څو د یوه الله تعالی عبادت وکړي، د مور اوپلار سره نیکي وکړي، د خپلوانو، یتیمانو او مسکینانو سره او خلکو ته نیکه خبره وکړي .په همدا ډول کلام په قرآن کریم کې هم شته،الله تعالی موږ ته امر کوي ( النساء آیت ۳۶ ) د الله تعالی عبادت وکړئ، د هغه سره شریک مه نیسئ،د مور او پلار سره نیکي کوئ،د خپلوانو، یتیمانو او مسکینانو سره ښیګڼه کوئ ….)
د آدم (ع) څخه تر محمد (ص) پورې د ټولو پیغمبرانو دین او توحید یو ؤ، الله تعالی خپل مخلوق د عبادت لپاره پیدا کړی ( وما خلقت الجن والانس الا لیعبدون ) دا د هر پیغمر او هر آسماني کتاب کړنلاره او اصول ؤ .
عثمان عثمان :-
نو څه پیښ شول ؟
عمر سلیمان الاشقر:-
بیا شریعتونه سره مختلف شول نو رسول او نبي په دې قضیه کې له دوی مخکې پیغمبرانو تصدیق او تایید کوي، تورات د نوح، (ع) ابراهیم (ع)، اسماعیل (ع)، اسحاق (ع) یعقوب (ع) او اسباط په اړوند حکایتونه لري، لکه څنګه چې هغوی د یوې عقیدې خبر ورکوي، دیوه خدای په هکله،او دا چې پرته له یوه الله بل خدای نشته . همدا شان انبیاء له ځان وروسته د پیغمبر خبر هم ورکوي .
عثمان عثمان :-
او له ځان وروسته د راتلونکي پیغمبر خبر هم ورکوي ؟
عمر سلیمان الاشقر:-
ټول انبیاء او رسولان د یوه ځنځیر کړۍ دي چې یوبل سره نښلوي،دوی په دې اړوند له ځان نه د وړاندې پیغمبر تصدیق کوي، او دده نه وروسته په اړوند خبر ورکوي، ټولو نبیانو، ټولو رسولانو د حضرت محمد (ص) د راتلو زیری ورکړی، ددوی څخه الله تعالی په همدې خبره وعده اخیستې چې کله هم محمد (ص) مبعوث کیږي نو دوی به خپل شریعت پریږدي، د محمد (ص) د شریعت پیروي به کوي، لکه چې فر مایي ( آل عمران ـ۸۱) ټولو مفسیرینو همدا ویلي، چې د محمد (ص) لپاره هم وعده اخیستل شوې، هغه دا چې کله محمد (ص) په خپله زمانه کې مبعوث کیږي نو دوی به یې تائید او ملاتړ کوي . نو خلل چیرته پیدا شو ؟ په تحریف کې، لکه څنګه چې د ابراهیم (ع) صحیفې اوس په انجیل کې نشته .
عثمان عثمان :-
د ابراهیم (ع) صحیفې څه شوې ؟ له منځه ولاړې ؟
عمر سلیمان الاشقر:-
له منځه ولاړې،دا چې د ابراهیم (ع) زمانه پخوانۍ وه نو ونه ساتل شوې الله تعالی فر مایي: ( ان هذا لفی الصحف الاولی صحف ابراهیم وموسی ) نو له منځه ولاړې، تورات په موسی (ع) پر لیکلي ډول نازل شو، په انجیل کې هم د محمد (ص) په هکله بشارتونه ؤ، تر اوسه هم تورات نصوص د محمد (ص) بشارت ورکوي .
عثمان عثمان :-
لا تر اوسه ؟
عمر سلیمان الاشقر:-
لا تر اوسه هم ! که تاسو د شیخ الاسلام ابن تیمیه کتاب ( الجواب الصحیح لمن بدل دین المسیح ) ولولئ هغه دا بشارتونه ټول را ټول کړي، ما هم په دې اړوند یو کتاب لیکلی په هغه کې مې هم ډیر داسې نصوص ذکر کړي نو دا بشارتونه او نصوص تر اوسه هم شته .
عثمان عثمان :-
په انجیل کې هم شته ؟
عمر سلیمان الاشقر:-
په انجیل کې هم شته !
عثمان عثمان :-
محترم دوکتور صاحب! تاسو د هغو تحریفونو په اړوند خبره وکړه کوم چې په تورات او انجیل کې دي، خو عیسویان هم وایي چې قرآن کریم د تورات او انجیل آیتونه تحریف کړي تاسې څه وایاست ؟ موږ غواړو هغه معیار وپیژنو څو دا څرګندونې پرې مقایسه کړو ؟
عمر سلیمان الاشقر:-
معیار دادی چې الله تعالی قرآن کریم نازل کړ او هغه یې وساته لکه چې فر مایي ( انا نحن نزلنا الذکر وانا له لحافظون ) موږ دا قرآن کریم نازل کړی او موږ به یې ساتو، قرآن کریم د الله تعالی په ساتنه محفوظ دی، زموږ سره یو قرآن دی، د لته دوه، درې او څلور ًقرآنونه نشته،، د رسول الله (ص) له زمانې نه د ځمکې په ختیځ او لویدیځ کې همدا یو قرآن دی،زموږ سره په عامو او خاصو کتابخانو کې داسې ساتل شوې نسخې شته چې حضرت عثمان (رض) ته و ر رسیږي، د قرآن په یوه آیت او یوه کتاب کې به هم اختلاف ونه مومې، الله تعالی فر مایي ( النساء ۸۲) یعنی که دا قرآن کریم د بل چا له لوري (نازل) وای نو خامخا به مو ډیر اختلاف پکښې لیدلی وای .
خو الله تعالی د تورات او انجیل د ساتنې وعده نده ورکړې .
عثمان عثمان :-
دلته یو سوال پیدا کیږي، ولې یې د قرآن کریم د ساتلو وعده کړې ده او د تورات او انجیل د ساتلو یې نده کړې ؟
عمر سلیمان الاشقر:-
د تورات او انجیل په اړوند الله تعالی فر مایي ( بما استحفظو …) نو الله تعالی یې د ساتنې چارې د بشر په غاړه اچولې، نه په خپله، دا ولی؟ دا ځکه چې هغه همیشني او تل پاته شریعتونه نه ؤ .
عثمان عثمان :-
د محترمو لیدونکو څخه یو تن په دې اړوند د عدالت پوښتنه کوي ؟
عمر سلیمان الاشقر:-
الله تعالی به پخواني پیغمبران خپلو خپلو قومونو ته را استول، نه موسی(ع) ټول بشر ته را استول شوی، نه عیسی(ع) او نه هم هود(ع)، هود (ع) به ویل : اې زما قومه !، صالح (ع) به ویل اې زما قومه !، همدا ډول موسی کله چې محمد (ص) مبعوث شو، که چیرې تورات او انجیل په خپل حقیقي شکل پاته هم وای نو د محمد (ص) په بعثت سره هغه شریعت باطل اعلان کیده، ځکه چې د الله تعالی اراده همداسې وه، د تورات او انجیل شریعت تر قیامته د ټولو انسانانو لپاره ګټور نه ؤ(ع) به هم خپل قوم ته ناره کوله، یوه هم دا ندي ویلي چې اې خلکو ! نو کله چې محمد (ص) مبعوث شو، که چیرې تورات او انجیل په خپل حقیقي شکل پاته هم وای نو د محمد (ص) په بعثت سره هغه شریعت باطل اعلان کیده، ځکه چې د الله تعالی اراده همداسې وه، د تورات او انجیل شریعت تر قیامته د ټولو انسانانو لپاره ګټور نه ؤ، زه به په دې هکله تاسې ته یو مثال وړاندې کړم :د موسی (ع) په زمانه کې بني اسرائیلو ته دا روا وو چې بربنډ ولامبي او یو بل ته وګوري، دا حدیث په بخاري کې هم روایت شوی دی، خو دا حکم زموږ په زمانه کې مناسب ندی، له همدې امله الله تعالی قرآن کریم وساته ترڅو د قیامت تر ورځې پورې د انسانانو لپاره شریعت وګرځي، په دې کې به نه تبدیل راځي اونه هم تغییر، او له همدې امله مسلمانان داسی پاته شول چې د محمد(ص) او صحابه کرامو تګلارې ته به دوام ورکوي ( لایزال طايفة من امتي ظاهرین علی الحق الی ان تقوم الساعة ) . یعنی زما د امت یوه ډله به د قیامت تر راتلو په حق ولاړه پاته وي .
د مسلمانانو او عیسویانو په آند د مقدس کتاب حقیقت
عثمان عثمان :
محترم دوکتور صاحب! اجازه راکړه ترڅو په آلمان کې ( دعیسویانو) د کاتولیکي مذهب د پوهنځۍ د ادیانو د مقارنې استاد (عادل تیودور خوري) هم په دې بحث کې را شریک کړو . دوکتور صاحب په خیر راغلئ !
عیسویان د خپلو مقدسو کتابونو د صحت مسئلې ته په څه نظر ګوري؟
عادل تیودور خوري:
زموږ په مذهب او دین کې دا راغلي چې عیسی (ع) مخکې تردې چې پورته شي، وروسته له دې چې د مړو له منځه را پورته شو ( عیسویان عقیده لری چې عیسی (ع) د صلیب په لرګي ساه ورکړه او بیا په قبر کې خښ کړل شو او وروسته له دریو ورځو بیا را پورته شو . ژباړن) خپلو شاګردانو او رسولانو ته یې وویل : تاسې دلته او د ځمکې تر وروستي حد پورې زما شاهدان ( نمایندګان ) یاست، یعنې دوی ته یې وصیت وکړ چې دوی به د هغه څخه تر لاسه شوی علم په یاد ساتي، په ټوله ځمکه کې به د انجیل د خپرولو دنده په غاړه اخلي، له همدې امله موږ د رسولانو په رسالو کې لولو چې :
(عیسویان عقیده لری چې ددوی پخواني دیني مشران د رسالت درجې ته رسیدلي . ژباړن)
هغه څه چې موږ له مسیح څخه اوریدلي او یا مو ترې لیدلي په هغو زیری درکوو، بیا مسیح خپلو رسولانو ته ډاډ ورکړ چې زه به تاسې ته روح القدوس را استوم تر څو تاسې ته ټول حقایق واضح کړي اوهغه څه به درپه یاد کړي چې تاسې له مسیح څخه اوریدلي، نو له دې امله دا د رسولانو، د هغوی د ځای ناستو او اسقوفانو،د مذهبي واکمنو او مقدسو ټولنو دنده ده چې دا امانت وساتي، نو د ویلو ټکی دادی چې ددې اولو الامر ( پاپانو ) دا دنده او ددوی حق دی ترڅو ددې مقدسو کتابونو د صحت په اړوند پریکړه اونظر ورکړي، دا هم کولای شي چې په غیر صحیح کتابونو د بطلان کرښه راکاږي او همداسې شوي هم دي .
عثمان عثمان :
محترم دوکتور صاحب ! لکه د مخه مو چې وویل: موږ وینو چې عیسو یان اوس مهال څو انجیلونه لري، دا هم ویل کیږي چې پخوا په سلګونو انجیلونو وجود درلود، چې وروسته ترې ځینې لغوه او باطل اعلان شوي، دغې ستونزې ته تاسې څنګه ګورئ ؟
عادل تیودور خوري :
زه دا وایم چې په دې هکله اسقوفان او مقدسې ټولنې پریکړه کوي، ګمان کوم چې همدې مذهبي مشرانو صحيح کتابونه او لیکنې له غیر صحيح نه بیل کړي دي، چې همدا کار د کلیسا په تاریخ کې شوی .
عثمان عثمان : دوکتور صاحب په عهد قدیم ( اوسني تورات ) کې ځینې ډیر له ستونزو ډک نصوص او روایتونه شته، لکه داچې لوط (ع) له خپلو لوڼو سره زنا وکړه، یا داچې د بشر پروردګار له بشر سره مسابقه وکړه، تاسې داسې خبرو ته په څه نظر ګورئ ؟
عادل تیودور خوري:
دا روا ندي چې موږ د بشر هر څه ومنو، د هغوی عیبونه، د هغوی ګناهونه او انحرافات، په دې امید چې دوی د بشر لپاره قدوه وي که هغه نوح وي او که بل څوک … ( ځواب کې یولړ پیچلي فلسفي مسایل مطرح شوي وو چې هیڅ مفهوم نه ترې اخیستل کیږي ) ژباړن .
عثمان عثمان :
د وروستي سوال په توګه، دا چې مسلمانان د مقدس کتاب ځینې مسایل تصدیقوي تاسې دې مسئلې ته په کوم نظر ګورئ ؟
عادل تیودور خوري :
هو ! قرآن کریم په تیرو زمانو کې د مختلفو انبیاؤ لکه موسی(ع)، عیسی(ع)، ابراهیم(ع)، او د مخمد (ص) د ادیانو تعدد مني، لکه د بقرې په سورت کې، همدا شان وینو چې کله هم یهودانو ته خطاب کوي او کله هم نصاراؤ ته، همدا ډول قرآن کریم د تورات او انجیل تایید کوي،، هغه ځینې د مقدس کتاب مسایل تاییدوي، لکه چې وایي ( والهنا والهکم واحد ) همدا شان د بي بي مریم څخه د عیسی (ع) د تولد په اړوند چې معجزه یې ګڼي، د هغه په هکله وایي چې نبي او رسول دی، هغه د الله تعالی بنده ؤ، چې الله تعالی ډیر نعمتونه ورکړي ؤ، هغه ته یې معجزې ورکړې وې، هغه مړي راژوندي کول، ناروغان ېې روغول، هغه د خدای کلمه او روح وو، همدا شان په قرآن کریم کې د لویو پیغمبرانو نومونه شته کوم چې په تورات او انجیل کې ذکر دي، د تورات د اخلاقي وصیتونو د نص په شان مشابه نص په قرآن کریم کې شته …
عثمان عثمان :
د کاتولیک مذهب د پوهنځۍ د ادیانو د مقارنې د استاد عادل تیودور خوري څخه ډیره مننه چې زموږ سره یې په دې بحث کې ګډون وکړ .
اوس به بیرته داکتر عمر ته ورشو، محترم دوکتور صاحب ! تاسې د نوموړي استاد خبرې واوریدې، په دې اړوند څه تبصره لرئ ؟
عمر سلیمان الاشقر :
محترمه وروره ! قرآن کریم د عیسی (ع) په نبوت اعتراف کوي، هیڅ مسلمان نشته چې د عیسي (ع) په نبوت ایمان ونه لري، که وي نو کافر ګڼل کیږي، بل دا چې عیسی (ع) توحید ته د بلنې دنده درلوده، موږ هم دا عقیده لرو چې عیسی (ع) مخکې تر دې چې آسمانونو ته پورته شي،خپلو شاګردانو ته وعظ او نصیحت کاوه، موږ عقیده لرو چې عیسی (ع) نه مړ شوی، او نه صلیب شو ی، بلکې هغه الله تعالی پورته کړی، الله تعالی فرمایي ( بل رفعه الله الیه ) همدا ډول فرمایي ( وما قتلوه وما صلبوه ولکن شبه لهم …) د هغه د اوچتیدو له وخته بیا د محمد (ص) تر بعثته د عیسی (ع) د رسالت د رسولو دنده د هغه د هغو شاګردانو په غاړه وه کوم چې حق یعنې توحید یې له عیسې (ع) نه اوریدلی ؤ تر دې چې د محمد (ص) د بعثت په مهال هم ځینې کسان وو چې داحق یې پیژانده او کله چې محمد (ص) مبعوث شو نو په هغه یې ایمان راوړ، خو د محمد (ص) په بعثت د عیسی (ع) رسالت پای ته ورسید، دا رسالت چې د بنی اسرائیلو لپاره راغلی ؤ ختم شو.
محمد (ص) په داسې حال کې مبعوث شو چې د عیسی (ع) رسالت یې تایید اوتصدیق کړ همدا شان د تورات او انجیل کتابونه یې هم تصدیق کړل چې د الله تعالی له لوري را استول شوي ؤ.
الله تعالی موږ ته په خپل کتاب (قرآن کریم ) کې د عیسی (ع) د نسب، د هغه د مور او د هغه د زوکړې په اړه او دا چې هغه مخلوق دی، هغه د الله تعالی بنده دی، هغه نه خدای دی او نه د خدای زوی، پوره معلومات راکړي دي، خو متاسفانه چې په تورات اوانجیل کې تحریف راغی.موږ ( مسلمانان) عقیده لرو چې انبیاء علیهم السلام ټول معصوم دي، دا ممکنه نده چې پیغمبر دې د زنا مرتکب شي، او یا دې هغه له رسالت وروسته په ناحقه څوک مړ کړي، هغوی ټول له ګناهونو معصوم دي، موږ دا هیڅ نشو منلای چې ( نعوذ بالله ) لوط (ع) دې د خپلو لوڼو سره زنا وکړي، دا لوی جرم دی، نه باید داسې خبرې په پیغمبرانو او نورو کسانو پورې وتړل شي، قرآن کریم د تورات او انجیل د حقو او نیکو خبرو تصدیق کوي، هیڅ کله قرآن د تورات دا غلطه خبره د لوط (ع) په هکله نه تاییدوي
موږ ( مسلمانان) عقیده لرو چې انبیاء علیهم السلام ټول معصوم دي، دا ممکنه نده چې پیغمبر دې د زنا مرتکب شي، او یا دې هغه له رسالت وروسته په ناحقه څوک مړ کړي، هغوی ټول له ګناهونو معصوم دي، موږ دا هیڅ نشو منلای چې ( نعوذ بالله ) لوط (ع) دې د خپلو لوڼو سره زنا وکړي، دا لوی جرم دی، نه باید داسې خبرې په پیغمبرانو او نورو کسانو پورې وتړل شي، قرآن کریم د تورات او انجیل د حقو او نیکو خبرو تصدیق کوي، هیڅ کله قرآن د تورات دا غلطه خبره د لوط (ع) په هکله نه تاییدوي، تردې چې یادونه یې هم نه کوي، موږ دا نشو منلای لکه تورات چې وایي چې الله تعالی ځمکه او آسمانونه په شپږو ورځو کې پیدا کړل وروسته هغه ستړی شو او دمه یې وکړه، الله تعالی دا غلطه خبره له ځانه نفی کوی او فر مایي (ولقد خلقنا السماوات والارض وما بینهما فی ستةایام وما مسنا من لغوب ) په تحقیق موږ آسمانونه او ځمکه اوهغه چې په دې دواړو کې دي په شپږو ورځو کې پیدا کړل او موږ ته هیڅ ستړیا نده رسیدلې،قرآن حق تایید کړ، خو د خطا په اړوند فر مایي : ( ان هذا القرآن یقص علی بنی اسراییل اکثر الذی هم فیه یختلفون ) یعنې:دا قرآن د بني اسرایلو د ډیرو (خبرو ) په اړوند چې دوی پرې اختلاف لري حکایت کوي .
په دوی کې اختلاف دی، په تورات کې هم حق شته، په تورات کې د آدم (ع) په هکله خبرې شته، داچې هغه له ځمکې پیدا شو، دا صحیح دي خو دا خبره یې صحیح نده چې کومه ونه چې الله تعالی ترې منع کړی ؤ هغه د خیر او شر ونه وه لکه چې تورات وایي.
د قرآن کریم او مقدس کتاب(اوسني تورات) ترمنځ د مشابهتونو اړخ
عثمان عثمان:
محترم دوکتور صاحب ! په مقدس کتاب( اوسني تورات) کې داسې نصوص هم شته چې مضمون او موضوع یې د قرآنکریم سره سر لګوي، کله لس ګوني وصیتونه، لکه د ښځې عورت ته نه کتل او داسې نور، ددې مشابهت حقیقت څه دی ؟
عمر سلیمان الاشقر :
ګوره ! مسلمانان د صحابه کرامو په وروستي عصر او د تابعینو په عصر کې په دی سره مختلف شول چې آیا دتورات او انجیل په نصوصو کې حقیقي تحریف صورت موندلی او که شکلي، یعنې دا چې د نص مفهوم ته تغییر ورکړل شوی؟ ځینې داسی نصوص په تورات او انجیل کې شته چې په هیڅ صورت ممکنه نده چې هغه دې دالله تعالی له لوري نازل وي، دا ممکنه نده چې نوح (ع) دې په خیمه کې، بربنډ نشه پروت وي اود هغه زوی یې دې ځینې داسی نصوص په تورات او انجیل کې شته چې په هیڅ صورت ممکنه نده چې هغه دې دالله تعالی له لوري نازل وي، دا ممکنه نده چې نوح (ع) دې په خیمه کې، بربنډ نشه پروت وي اود هغه زوی یې دې وویني، یا داچې لوط (ع) دې د خپلو لوڼو سره زنا وکړي، دا ډول څرګندونې ډیرې پکښې دي، خو دا ممکنه نده چې انبیاء (ع) دې د ګناه مرتکب شي، هغوی له هر ډول ګناه نه معصوم دي خو سره ددې ټولو غلطیو صحیح نصوص هم پکښې شتهوویني، یا داچې لوط (ع) دې د خپلو لوڼو سره زنا وکړي، دا ډول څرګندونې ډیرې پکښې دي، خو دا ممکنه نده چې انبیاء (ع) دې د ګناه مرتکب شي، هغوی له هر ډول ګناه نه معصوم دي خو سره ددې ټولو غلطیو صحیح نصوص هم پکښې شته، الله تعالی موږ ته په قرآن کریم کې خبر راکړی چې په بني اسراییلو یې دا لازم کړي ؤ چې نفس په نفس، سترګه په سترګه، پوزه په پوزه، غوږ په غوږ، قصاص کیږي، دا وینا اوس هم په تورات کې شته.
کله چې رسول الله (ص) په مدینه کې ؤ نو د یهودو یو سړی او ښځه چې زنا یې کړې وه،رسول الله (ص) ته راوستل شول، تر څو وویني چې څه ډول پریکړه کوي ؟ رسول الله (ص) ترې پوښتنه وکړه:ستاسې په تورات کې په دې هکله څه حکم دی ؟ دوی وویل : موږ یې په سکرو توروو، بیا جامې وراغوندو، په خلکو کې یې ګرځوو تر څو ښه تکلیف او سزا وویني، هغه ورته وویل: تورات موراوړئ ! ځکه چې الله تعالی فرمایي:( فاتوا بالتوراة فاتلوها ان کنتم صادقین ) دوی تورات راوړ، نو ابن صوریا (چې یهودي ؤ ) ددې موضوع په آیت ګوته کیښوده، مخکې او وروسته آیت یې ولوست، دا ځکه چې هغه مهال تورات عربي ژبې ته نه ؤ ژباړل شوی، یوازې په عبري ژبه لیکل شوی ؤ، په دې حالت کې عبد الله بن سلام چې هغه هم د یهودیانو له علماؤ څخه ؤ ( وروسته مسلمان شو ) په مجلس کې ناست ؤ، هغه ابن صوریا ته وویل : چې ګوته لرې کړه ! هغه چې ګوته لرې کړه نو ورته ویې ویل : دا څه دي ؟ هغه مجبور شو چې ووایي محمد (ص) ریښتیا وویل.
تر اوسه هم دا نص شته چې امر کوي، زاني او زانیه دې رجم شي، همدا شان په مصر کې د بني اسراییلو قصه، ددوی وتل له مصر څخه، له بحر څخه ددوی تیریدل او د فرعون غرقیدل … همدا ډول نورې قصې لکه د یوسف (ع) قصه، خو کله چې ما د یوسف د هغې قصې چې په تورات کې ده او د هغې قصې تر منځ چې په قرآن کې ده مقارنه او مقایسه وکړه نو له دیرشو زیاتې خطاګانې مې پکښې پیدا کړې .
عثمان عثمان :
نو ممکن چې دا تغیر په شکل کې راغلی وي کله چې تاسو مخکې وویل ؟
عمر سلیمان الاشقر:
په ځینو حالاتو کې دا تغییر په شکلیاتو کې راغلی او په ځینو حالاتو کې په حقیقي ډول .
عثمان عثمان:
قرآن کریم ځان ( مهیمن) د پخوانیو کتابونو څارونکی ګڼي، ددې څارنې طبیعت او حقیقت څه ډول دی ؟
عمر سلیمان الاشقر:
دا د حکم په معنی دی، دا قرآن د چا له لوري نازل شوی دی؟ دا د الله تعالی له لوري، تورات او انجیل دواړه ډیر پخوا نازل شوي، د رسول الله (ص) او د عیسی (ع) ترمنځ تقریبا (۶۰۰ ) کاله ورسته والی ؤ، دده او د موسی(ع) ترمنځ تر دې هم زیات، تقریبآ زر کاله، په دې اوږده موده کې تغییر او تبدیل پیښ شو.
د قرآن کریم حکم ټولو خلکو ته متوجه دی،که هغه بني اسراییل دي او که یهود او نصاری، محمد (ص) ټولو انسانانو ته را استول شوی، نو له دې کبله الله تعالی بني اسراییلو ته امر وکړ تر څو په محمد (ص) ایمان ولري لکه په دې آیت کې : ( البقره – ۴۰) نو الله تعالی بني اسراییلو ته بلنه ورکړه ترڅو په وعده وفا وکړي ( البقرة -ـ ۴۱-۴۲ ) دوی ته یې بلنه ورکړه، دوی ته یې خپل تاریخ ورپه زړه کړ، ددوی د پلرونو په هکله یې خبرې ورته وکړي.
د ابراهیم، اسحاق، یعقوب، موسی، هارون علیهم السلام په هکله، بیا یې اسلام ته راوبلل، نوقرآن کریم بنی اسرایلو ته بلنه ورکړه لکه چې نورو قومونو ته بلنه ورکوي، د بني اسرایلو لړۍ له ابراهیم (ع) را پیل ده، هغه زموږ عربو پلار ؤ لکه چې د اسحاق پلار ؤ، د ابراهیم (ع) مشر زوی اسماعیل ؤ دوهم زوی یې اسحاق ؤ، اسماعیل او اسحاق دواړه انبیاء ؤ، له دوی وروسته یعقوب راغلی چې د هغه نوم اسراییل ؤ هغه د یهودانو پلار دی .
د مقدس کتاب لوستل او د ادیانوترمنځ اړیکې
عثمان عثمان: دا چې خبره د بني اسراییلو ده،نو ځینې کسان وایي چې ځینو صحابه کرامو اسراییلي روایتونو ته توجه کړې دا صحیح دي؟
عمر سلیمان الاشقر:
ډیرو کمو، دا ډیر کم روایات دي، یو دا روایت دی چې عمرو بن العاص د رسول … مثلا ابن عباس به خلک له دې منع کول چې له بني اسرایلو پوښتنه وکړي، هغه به ورته ویل: بني اسراییل ولې له تاسې نه د قرآن پوښتنه نه کوي،په داسې حال کې چې قرآن کامل دی، هیڅ نیمګړتیا هم پکې نشته، تاسې په داسې حال کې له بنې اسرایلو ولې پوښتنه کوئ چې دین مو هم کامل دی ؟ هغه دین او هغه قرآن چې تاسې ته له الله تعالی راغلی دواړه کامل دي چې هیڅ خطا پکې نشته،الله (ص) د هغه صفت خبر ورکړی کوم چې په تورات کې شته، خو دنورو صحابه کرامو په اړوند دا ډول خبرې ډیرې کمې دي،خو دا ډول روایتونه له هغو یهودانو را روایت شوي چې اسلام یې راوړی دی،دوی به د تورات او انجیل ویناوې بیانولي، مثلا ابن عباس به خلک له دې منع کول چې له بني اسرایلو پوښتنه وکړي، هغه به ورته ویل: بني اسراییل ولې له تاسې نه د قرآن پوښتنه نه کوي،په داسې حال کې چې قرآن کامل دی، هیڅ نیمګړتیا هم پکې نشته، تاسې په داسې حال کې له بنې اسرایلو ولې پوښتنه کوئ چې دین مو هم کامل دی ؟ هغه دین او هغه قرآن چې تاسې ته له الله تعالی راغلی دواړه کامل دي چې هیڅ خطا پکې نشته، په داسې حال کې چې د بني اسراییلو په کتاب کې ډیرې لږ هغه صحې خبرې دي چې قرآن یې تاییدوي، لکه چې الله تعالی فرمایي : ( مصدقا لما بین یدیه ) ( د المایده ـ ۳)، بیا ډیرې غلطۍ پکښې شته، ددې سره سره موږ څه اړتیا ورته لرو ؟ موږ ته الله تعالی یو کامل شریعت را استولی، موږ بل څه ته اړتیا نه لرو، بیا دې ناقصو کتابونو ته خو هیڅ اړتیا نه لرو .
عثمان عثمان : لکن ددې حدیث صحت څه ډول دی چې وایي ( خذوا عن بنی اسرایل ولا حرج ) د بني اسرایلو څخه یې را واخلئ په دې کې حرج نشته ؟
عمر سلیمان الاشقر:
دا حدیث خو صحیح دی، لکن په دې شکل ندی،بني اسراییل څه خبرې لري چې قرآن کریم یې دروغ ګڼي، لکه دا آیت ((ولقد خلقنا السماوات والارض وما بینهما فی ستته ایام وما مسنا من لغوب ) په تحقیق موږ آسمانونه او ځمکه هغه چې په دې دواړو کې دي په شپږو ورځو کې پیدا کړل او موږ ته هیڅ ستړیا نه ده رسیدلې، قضیه دا ډول ده.
عثمان عثمان :
ددې حدیث له مخې موږ به له بني اسراییلو نه څه را اخلو ؟
عمر سلیمان الاشقر:
هغه خطا ګانې چې زموږ له اصولي نصوصو سره ټکر لري، لکه مخکې مو چې یادې کړې، هغه ممکن ندي چې تصدیق او تایید یې کړو، ځکه قرآن د هغو په خلاف وینا کوي،خو ځینې د حق ویناوې،لکه د قصاص تایید چې په تورات کې هم شته او زموږ په قرآن کې هم، دا ډول خبرې منو چې په تورات کې موجودې دي، همدا ډول د زنا حکم چې په تورات کې رجم دی منو، خلاصه داچې هغه څه چې قرآن یې تا یید کوي منو او کوم چې قرآن یې نه مني موږ یې هم نه منو او هغه چې قرآن یې نه تایید کوي او نه تکذیب، موږ یې هم نه تاییدکوو او نه یې ردوو.
عثمان عثمان:
آیا دا کوم ناوړه کار دی چې مسلمان نن ورځ تورات او انجیل ولولي؟
عمر سلیمان الاشقر:
که څوک عالم وي اوغواړي چې حقیقت بیان کړي لکه شیخ الاسلام چې د دې کتابونو څخه ټولې هغه نښې نښانې او بشارتونه راټول کړي وو کوم چې د محمد (ص) په هکله په دې کتابونو کې شته، او دا بشارتونه ډیر زیات هم دی،تر شپیتو هم اوښتي، ډیرو علماؤ پرې لیکنې کړې، او بل هم ددې امله چې یهودو اونصاراؤ ته هغه ځایونه ورپه ګوته کړي،کوم چې تحریف شوي او قرآن یې حقیقت بیان کړی، ماهم په همدې اړوند یو کتاب لیکلی، په هغه کې مې دوه مسایل څیړلي،لومړی ټولې هغه قصې او حکایتونه چې په قرآن کې ترې یادونه شوې هغه مې په تورات او انجیل کې لټولې، بیا مې ددې قصو د ریښتنوالي په موخه مقارنه کړې، صحیح او خطا ټکي مې په ګوته کړي، همدا شان په تورات او انجیل کې مې د قیامت نښې نښانې پلټلې او بیا مې د قرآن سره مقایسه کړي، چې ځینې له دې خبرو په همدې شکل شته کوم چې په قرآن کریم کې دي، زموږ علماؤ ددې لپاره دا کار ندی کړی چې دوی ترې ګټه واخلي او یا هدایت پکې ومومي، کامل هدایت په قرآن کې دی ( ان هذا القرآن یهدي للتی هی اقوم )، کامل هدایت یوازې په قرآن کې دی …
عثمان عثمان:
ولې یې لوستل ؟
عمر سلیمان الاشقر:
دوی د څیړنې لپاره لوستل ….
عثمان عثمان :
د بیان، توضیح او صحت موندلو په موخه یې لوستل، خو محترم دوکتور ولې دې موضوع ته دا ډول نه ګورو چې د مقدس کتاب لوستل یا د بني اسراییلو نور کتابونه ددې لپاره ولوستل شي ترڅو د نورو فرهنګونو او ثقافتونو سره آشنایي ومومي ؟
عمر سلیمان الاشقر:
دا اخبار دي، کوم څه چې په تورات او انجیل کې راغلي هغه اخبار دي، دا اخبار ممکن چې صحیح وي، او ممکن چې غلط وي، خو موږ په غلطو اعتماد نشو کولای، لازمه ده چې په صحیحو باور وکړو، موږ په کامل ډاد وایو چې په قرآن کې خطا نشته، موږ د قرآن په تله سره د تورات او انجیل صحیح او غلط معلوموو …مثلا دا قول د الله تعالی چې فرمایي ( ولقد کتبنا فی الزبور من بعد الذکر ان الارض یرثها عبادی الصالحون ) دا نص تر اوسه هم په زبور کې شته ( زبور په اوسني تورات کې یوه سپاره ده چې یهود ورته مزامیر وایي) … دا نص تر اوسه هم شته،نو قرآن موږ ته دا راوښوده چې دا نص پکښې شته، خو دا وروسته آیت بیا په تورات کې نشته چې الله تعالی فر مایي ( مثلهم فی التورات ومثلهم فی الانجیل کزرع اخرج شطاه فاستغلظ …. الآیه ) دا آیت بیا حذف شوی دی .
عثمان عثمان :
دوکتور صاحب ! دا ډول طرحه د ادیانو تر منځ پر هغې علاقې چې دیني متقابل احترام یې ګڼي څه تا ثیر لري؟
عمر سلیمان الاشقر:
په مدینه منوره کې د رسول الله (ص) سره یهود هم اوسیدل، رسول الله (ص) ورته وویل چې موږ او تاسې به یو له بله جنګ او جګړه نه کوو، او دا تړون دری ځلې ورسره وشو، خو دوی دری ځلې دا تړون مات کړ، موږ څوک خپل دین منلو ته نه اړباسو ( لا اکراه فی الدین ) موږ په چا خپل دین په زور نه منو، دوی ته زموږ د دعوت اساس په توره ندی ولاړ،موږ دا نه کوو چې په چا پسې توره او لرګی را واخلو ( څو یې په جبر په دین کې دا خل کړو )، رسول (ص) په مدني دور کې د هیوادونو پاچاهانو او ملوکو ته نماینده ګان او استازي واستول،کسرا ته، قیصر ته، نجاشي ته، د روم مشر ته یې ولیکل : له طرفه د محمد رسول الله د روم پاچا ته ! اسلام را وړه او تسلیم شه ! الله به ستا اجر دوه برابره درکړي، بیا یې ورته وویل: (قل یا اهل الکتاب …. آل عمران ـ ۶۴ ) نو موږ د خلکو سره مفاهمه کوو، حق ته بلنه کوو، خو هغه حق چې زموږ سره دی هغه پټولی نشو او موږ مفاهمه کوو .
عثمان عثمان :
د پروګرام په وروستي پړاو کې د محترم دوکتور عمر سلیمان الاشقر څخه چې د الزرقاء د پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځۍ رئیس دی، ډیره مننه کوم .
والسلام علیکم ورحمة الله وبر کاته !
ژباړه: محمد شفيق صادق