د اهل کتابو ذبيحه؟

اوس مهال چې نړۍ د کلي حيثيت غوره کړى نړۍ والې سوداګرۍ، ديپلوماتيکو اړ يکو او علمي سفرونو ډير په زړه پورې پرمختگ کړى دى د بيلا بيلو قامونو ، ولسونو او اديانو د پيروانو تر منځ اړيکې او روابط پياوړې شوي د خوراک قضيه ډيره مهمه ده، د مشرکو قامونو د خوړو په اړه خو پوښتنه نه پيداکيږي چې سړى ووايي چې خوراک يي جايز دى او کنه ؟
خو د اهل کتابو او يهودو او انصاراؤ د طعام په هکله خو قران په ډاگه فرمايي چې ددوۍ خوراک جايز دى .خو اوس دلته دا پوښتنه راولاړيږي چې اهل کتاب خو په خپل دين ټينگ نه دي پاتې نو ايا دغه جواز په مطلق ډول دى او که څه شرايط لري ؟

تير کال المان ته په يو کنفرانس کې د گډون لپاره تللى وم . د کابل پوهنتون يو لوړ پوړي ديني اوعلمي شخصيت دغوښو مړۍ تاوولې په خداى قسم دى چې دغه غوښه زما نه تيريده ماته يې مخ راواړوه اوويې ويل دوى اهل کتاب دي خواړه يې مونږ ته جواز لري تاسو له ځانه شيخان جوړ کړي وخورۍ همدغه قضيه ډيرو استادانو کاروله نو له همدې امله ددغې مسئلې د څيړنې لپاره دغه موضوع په ژوند کې د خپريدا لپاره انتخاب کړه دا تاسو او داهم د اهل کتابو د ذبائحو موضوع .

د اهل کتابو ( يهودو او نصارائ ؤ ذبيحه په غير مشروط ډول حلاله نه ده دا ځکه که چيرته په غيرمشرط  ډول  له قيد نه پرته ددوۍ ذبيحه حلاله وگڼل شي نو د هغوى د خوښې مرغوب خوراک د خوگ غوښه ده .
د مايدي د سورۀ  [ وطعام الذين اوتوالکتاب حل لکم ] ژباړه : او د هغو خلکو خواړه چې هغو ي ته کتاب ورکړل شوي تاسوته حلال کړى شوي دي .
د اهل کتابو له طعام څخه مقصد د هغوى هغه خوراک دى چې د مسلمانانو لپاره حلال وي يواځي له دى امله حرام نه وي چې د هغى تيارونکي اهل کتاب دي . په همدي توگه که  چيرته له شرعي لارو چارو څخه پرته يو مسلمان يو حيوان ذبحه کړ ي نو هغه د سورۀ مايدي په دريم نمبر ايت سره حرام دى . د قران کريم يو ايت په بل ايت سره تخصيص کولي شى د قران تفسير په قران او حديث سره د تفسير د اصولو پر اساس يوه منل شوې قاعده ده ځينې خلک ددې لحاظ نه  ساتي له همدې امله په ډيرو سختو اشتباهاتو او غلطيو کې پريوتلي دي . د مايدې سورۀ په دريم ايات کريمه کې په ډاګه څرگنده شوې ده چې د حلالو څارويو غوښه د مسلمانانو لپاره په هغه صورت کې حلاله گڼل شوې ده چې په شرعي طريقې سره ذبحه کړى شوې وي . د اسلامي امت له تعامل څخه څرگنده شوې ده چې د څاروي لپاره د غاړې د رگونو غوڅول ضروري دي .
د قران ترجمان نوماند صحابي عبدالله بن عباس رضى الله عنه فرمايلي دي چې په قران کريم کې د اهل کتابو له طعام څخه د هغوۍ ذبايح  مراد دي په  تفسير ابن جرير ، ابن کثير .قرطبي ، زادالمسير، روح المعانى او تفسير مظهري کې له گڼو پخوانيو امامانو څخه همدغه خبره نقل شوى ده . د شيعه مسلک حضراتو په نزد د اهل کتابو ذبيحه حلاله نه ده البته اهل سنت والجماعت د رايو په يووالي د اهل کتابو ذبيحه  حلاله گڼي .

داهل کتابو د ذ بيحې د حلال والي حکمت :

ابن عباس ، ابو امامه باهلي ، مجاهد ، سعيد بن جبير ، عکرمه ، عطا ،حسن بصري ، مکحول ، ابراهيم نخعي ، سيدي او مقاتل بن حيان فرمايلي دي چې داهل کتابوذبيحه له دى امله حلاله گڼل شوى ده چې دا خلک په داسې توګه ذبحه کوي څنګه يي چې مسلمانان ترسره کوي دا خلک د ذبحې په وخت په څاروي باندې د الله تعالۍ له سپيڅلې نوم څخه پرته  د بل چا نوم نه اخلي . د بنو ثعلب او د عربو ټاپووزمې د نصرانيانو  ذبيحې څلورم خليفه حضرت علي کرم الله وجهۀ  روانه ده بللې دا ځکه چې  دوۍ تش په نامه اهل کتاب وؤ او د هغو ى دذبيحې طريقه د مسلمانانو په شان نه وه . دا اوس مهال په لويديځ کې زيات خلک تش په  نامه اهل کتاب دي د عقيدې په اعتبار سره د هريان او يا بل څه جوړشوي دي هغوى د خپل دين په لاروچارو د ذبحه کولو طريقه بدله کړې ده نو د هغوى ذبيحه څنګه حلاله وګڼل شي ؟

البته کوم وګړي چې د مذهب او دين په اعتبار واقعي اهل کتاب دي دذبحې په وخت د الله تعالى نوم يادوي او د غاړې رګونه غوڅوي دهغوى ذبيحه حلاله ده که چېرې په داسې ماشين باندې دغه کار ترسره کوي چې په يوه وخت په زرگونو څاروي حلالولى شي نو ددغې الې ذبحه په دې شرط حلاله ده چې دغه اسباب او ماشين استعمالونکي مسلمان او يا اهل کتاب وى او د استعمال په مهال د الله عزوجل نوم واخلي .
په بابيل کې هم د غير مذبوحه څاروي غوښه خوړل حرامه گڼل شوې،
د بابيل په عهد نامه قديم کې ليکل شوې دي چې د غير مذبوحه څاروي غوښه حرامه ده مونږ يوڅو حوالې رانقلول بې گټې نه بولو .
١- کوم څاروى چې په خپله مړشي او يا درنده ځناور و څيرې کړې وي د هغې له غوړ څخه له خوراکه پرته  گټه اخيستلى شۍ خو په هيڅ حالت کې يې خوراک جايز نه دى .
٢د عيسويانو لوۍ مذهبي مشر بولس د يو ليک په ترڅ کې ويلي دي کومې قربانۍ چې نور قامونه يې ترسره کوي د شيطانانو لپاره يې کوي نه د خداى لپاره زه نه غواړم چې تاسې په کې شيطانان شريک وگرځوۍ.
٣تاسي د بتانوپه نوم د قربانۍ له غوښۍ او په همدې توګه د وينې له خوړلو او له حرامو کارونو څخه خپل ځانونه وساتۍ .
دغه پورتنى د اهل کتابو مذهب او دين ؤ د هغې پر خلاف چې په اهل کتابو کې کوم څه موندل کيږي هغه د هغوۍ د ناپوهوعوامو خلکو غلطۍ او اشتباهات دي .

د ذبحې شرعي لاره چاره :

هر کله چې څرګنده شوه چې د يهود او نصارى ؤ ذبحه له دې امله حلاله ګڼلى شي چې د هغوي د ذبح طريقه هغه وه کومه  چې د مسلمانانو وه نو اوس موږ ته ددى خبرې معلومول ضروري  دي چې د ذبحي شرعي طريقه کومه يوه ده

د څاروي د ذ بحه کولو ځاى :

د عبدالله بن عباس وينا ده :
الزکوة في الحلق واللبة
يعني ذبحه د غاړي او سيني په لوړه برخه کي بايد ترسره شي د ذ بحه کولو د دغه ځاي تعين په سنن ابي داود او په سنن دار قطني کې پخپله له رسول الله ص څخه ثابت دي او د اسلامي امت تعامل هم تر دې وخته پورې همدغسى راغلى دى چې کوم څاروى راونيول شي ذبحه دى کړى شي د هغه د  غاړې رګونه دې غوڅ شي د خوراک ، د ساه اخيستلو او د هغي شاوخوا ټول رګونه دې غوڅ کړى شي اهل سنت او شيعه حضرا ت ټول په دې متفق دي چې د  ذبح مقام ستونى او يا د سيني لوړه برخه ده ( ذبح او نحر ) د بدن د بلي يوي برخي غوڅول له ذبحه کولو د مخه روا نه ده البته د ښکاري شخص لپاره په قران کريم او نبوي سنتو کي جواز موجود دى که چيري ښکار کړى شوى حيوان ژوند ى په لاس رانه شي نو د تعليم يافته سپي باز او يا تيره شي په وسيله وويشتل شي په دي صورت کې چې د جسم له کومي برخي څخه يې وينه وتلې وي ذبحه شميرل کيږي په دې شرط چى د باز ، سپي او يا بل ښکاري حيوان او دډز کولو پر مهال يې د الله نوم ياد کړى  وي او په همد ي توګه ښکارکونکى مسلمان او يا اهل کتاب وي دى ته اضطراري ذبحه ويلى شي د دذبحه کولو حکمت دادى چې د غاړى رگونه  غوڅ کړى شى فاسد مواد اووينه له څاروې څخه لرې ،غوښه پاکه اوصافه شي که چېرې رگونه غوڅ نه نشي او وينه دننه بنده کړى شي د جسماني صحت لپاره ډيره زيانمنه ده داوسني طب هم همدغه نظر دى.

د ذبحه کولو اسباب :

له رافع بن خديج رضي اله عنه څخه روايت دى رسول الله فرمايلى دي ( ماانهرالدم وذکراسم الله عليه فکل )
يعنې : هغه شى چې وينه وبيوي او د الله نوم پرى واخلي نو خوره يي.
له دغه مبارک حديث څخه ثابته شوه چې دذبحې لپاره هغه الات او اسباب استعماليدى شي چې د غاړې رګونه غوڅ او وينه وبيوي يعنې تيزه او تيره چاړه او بل اسباب .

د ذبحې پر مهال د الله تعالۍ د نوم اخيستل:

په قران کريم کې اته ځايه دذبحې پر وخت د الله تعالى د نوم اخيستل شرط گڼل شي  ښايې  بسم الله ، الله اکبر او يا د الله عزوجل د بل نوم ذکر وي د پورتنيو اياتونو فهرست په لاندۍ توګه دى : المائده (٤) الانعام (١١٨ -١١٩-١٢١-١٣٨) الحج ( ٢٨ ، ٣٢،٣٦، ) د نمونې په توګهخ لاندې ايات وگورې ((  ولاتاکلوا مما لم يذکرسم الله عليه وانه لفسق )))  او تاسې مه خورې له هغه تڅاروى څخه چې د الله جلت عظمت نوم پرې وانه اخيستل شي ، او بيشکه دا کار فسق دى
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلې دي ((( ما انهر الدم وذکراسم الله عليه فکل واذا ارسلت کلبک وسميت فکل ))) يعنې : هغه شى  چې وينهروانه کړى او د الله نوم پرې واخلې نو خوره يې تاو کله چې خپل تعليم يافته سپى په ښکار پسې ليږى او د الله نو م  دې د ليږلو پر مهال ياد کړى وي نو خوره يې .
ددى دواړو احاديثو مفهوم دادى چې د ذبحې پر وخت د الله عزوجل سپيڅلى نو م اخيستل ضروري دى او د ښکار کونکي لپاره د ښکار د ليږلو پر مهال الله اکبر ويل لازم دي  .

د امام شافعي رحمة الله عليه په نزد که چېرى ذبحه کونکى  مسلمان وي نو په ژبه  دالله  نوم اخيستل مسنون طريقه ده ، شرط نه گڼل کيږى البته  ذبحه کونکى بايد مسلمان او يا کتابى وي .
د ابن حزم او اهل ظاهرو په نزد که چېرې سهوا او يا په هيريدلو سره که هم پاتې شوې وي هم ذ بيحه  حرامه گڼل کيږي .   د حنفى ، مالکي او حنبلي فقهاوو په نزد که چيري د هيريدلو له امله د الله نوم اخيستل پاتې شوى وي ذبيحه حلاله ده په دې شرط چې ذبحه کونکى مسلمان او يا کتابي وي .

له پورتني تفصيل څخه معلومه شوه چې په اسلامي طريقې د ذبحه کولو لپاره درى شرطونه دي .
لومړى : د غاړې د رگونو پريکول
دويم : دويني بيونکي تيز شي استعمال
دريم : د ذبحې پر وخت د الله عزوجل نوم مبارک اخيستل اهل کتابوهم په دې طريقه ذبحه کوله په نورو طريقو د څاروي وژل د هغوۍ په نزد هم حرام کار ؤ .
د عربي نړۍ د علماؤ فتوئ :
د عربستان سعودي د سترې محکمې قاضى القضات شيخ عبد الله بن محمد بن حميد ويلې دي :
که چيري غوښه له هغو هيوادونو څخه تر لاسه کيدله چې هلته څاروي په غير اسلامي طريقه ذبحه کولى شي د مثال په توگه برقې جټکې ، او يا د ستوني په خپه کولو اويا د ضرب او وهلو په وسيله دغسې غوښې حرامې دي په دې ډول د مسلمان يا يهودي او نصراني ذبيحه هم حرامه ګڼل کيږي له دوۍ نه پرته د اتش پرستو قاديانيانو کمونستانو او دهريانو ذبحه هم حرامه بلل کيږي په همدې توګه د هغو هيوادو څخه د غوښې صادرول هم حرام دي چې موږ ته د هغوۍ د ذبحي طريقه معلومه نه وي :
د سعودي حکومت د افتا مستقلې کميټې هم همدغه وينا کړې ده چې د اهل کتابو په غير اسلامې طريقې د ذبحه کړى شوې څاروي غوښه خوړل ناجايزه ده . د عربستان سعودي د دعوت او ارشاد د مجلس مشر شيخ عبدالعزيز بن عبدالله بن باز هم د حرمت فتوئ ورکړې ده .
د جامع الازهر د دارالافتا همدغه پريکړه کړې ده چې که چيري څرگنده  شي چې اهل کتابوپر غير اسلامي طريقه څاروي ذبحه کړي دي غوښه يې حرامه ګڼلى شي.
د جامع الازهر پخواني مفتي شيخ شلتوت هم همدغه فتوئ ده . سيد سابق رحمت الله عليه هم همدغه فتوئ ورکړې ده .
د بر صغير ((( د هند د نيمې وچې ))) د علماؤ فتوئ :
د پاکستان او هندوستان د ټولومکاتب فکر يعنې (( ديوبندي ، بريلوي اواهل حديثو )) فتوئ هم همدغه ده چې د اهل کتابوپه غير اسلامي طريقې دذبحه شوي څاروي غوښه جايز نه ده . د هغوۍ د ذبيحې لپاره هم هماغه شان شرايط دي کوم چې د مسلمانانو لپاره دي .
مفتي محمد شفيع رحمة الله عليه په دغه موضوع مستقل کتاب ليکلي او په خپل نوماند تفسير معارف القران کې يې ضروري تفصيل ليکلى دى .
مولنا سيد ابوالاعلي مودودي رحمة الله عليه هم په خپل کتاب تفهيمات دريمه برخه کى ددې مسئلي بشپړه څيړنه وړاندې کړې ده،
د اهل کتابو د کليسا لپاره د نذر شويو څارويو غوښه خوړل حرام دي :څرنگۀ چې د اهل کتابو مرداره ، او خنزير غوښه د بل ايا ت کريمه په وسيله استثنا حرامه  گرځول شوې په همدې توګه هغه ذبيحه هم حرامه ده چې د غير الله لپاره يې د نذرانې په توګه ذبحه کړې اويا دذبحې پر وخت يې  د غير الله نوم اخيستى وي : د قران کريم په څلورو اياتونو کې د غير الله په نوم ذبحه کړى شوى څاروي حرام گرځول شوى .
د بقرې سورۀ  ١٧٣ ايات ، د مايدى سورۀ  ٣ ايات  ،   د انعام سورۀ  ١٤٥ ايات  او  د نحل سورۀ  ١١٥ ايات .
الله تعالى فرمايلى دي (((  ومااهل به لغيرالله )))
له دې څخه مقصد هغه ذبيحه ده چې له الله عزوجل نه پرته د بل چا نوم پرې اخيستل شوى وي او د ((( وماذبح على النصب )))  څخه مراد هغه څاروي دى چې مشرکينو خپلو بت خانو ته  دنذر په توګه  راوړې وي له حضرت على رضى الله عنه څخه روايت دى ((( ملعون من ذبح لغيرالله ))) يعنې : څوک چې د الله نه پرته د بل چا په نوم ذبحه ترسره کړي هغه سړى ملعون دى :
له دغواياتونو او حديثونو څخه  ثابته شوه چې  د غيرالله لپاره د نذر په توګه ذبيحه حرامه ده د غيرالله په نوم دذبحه شوې څاروي او يا غيرالله ته د نذر په توګه د وړاندې کړى شوى حيوان د حرمت علت داده چې دغه د شرک او کفر نښانه او د مشرکينو شعار دى، د شرکت د مخنيوي په خاطر دغه شيان حرام دي په دې علت کې مسلمان او کتابي دواړه شامل دي اهل کتاب اگر که د نورو عقايدو په اعتبار مشرکان گڼل شوي ليکن ددوى د ذبحې طريقه مشرکانه نه وه بلکې د مسلمانانو په شان وه له همدې امله يې ذبحه  حلاله بلل شوې له اهل کتابو څخه پرته  دټولو غير مسلمانو ذبيحه په مطلق ډول د ټول امت په اتفاق سره حرامه ده په برقي جټکې او په نورو غير اسلامي طريقو سره د څاروي وژل د غوښې د حرمت لامل گرځي .

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب