د اندوکراین سیستم، هورمونونه او غدې

د اندوکراین سیستم (Endocrine System)

د انسان د بدن جوړښت ډېر پېچلی دی او په بېلا بېلو سیستمونو کې ډول ډول غړي فعالیت کوي. د دې لپاره چې د غړو ترمنځ همغږي رامنځته شي او ژوند په ښه توګه ادامه وکړي، دوه سیستمونه د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره ډېر مهم دي چې یو يې عصبي سیستم او دوهم يې د اندوکراین سیستم دی. اندوکراین سیستم د بدن فعالیتونه د هورمون په نامه د کیمیاوي موادو په وسیله تنظیموي، چې د عصبي سیستم په پرتله د دغه سیستم د عمل چټکتیا لږه ده.

د پورته انځور یوې خوا ته عصبي نیورون لیدل کېږي، چې له اکسون څخه يې عصبي پیغام په نښه شوې حجرې ته انتقالېږي او بلې خواته يې د اندوکراین غده ښکاري، چې هورمون د وینې د رګونو له لارې په نښه شویو حجرو ته استوي.

اندوکراین غدې او هورمونونه

د اندوکراین سیستم د یوزیات شمېر کوچنیو غدو مجموعه ده، چې د بدن په ټولو برخو کې خپرې شوې دي. نوموړې غدې د هورمون په نامه توکي ترشح کوي. هورمون کیمیاوي مواد دي، چې د اندوکراین په حجرو کې تولید او د وینې په وسیله د بدن په ټولو برخو کې حرکت کوي؛ تر څو تر پام لاندې حجرې ته ورسېږي. هغه حجره چې هورمون پرې اغېزه کوي د هدف د حجرې په نامه یادېږي. هره حجره یوازې د یو ځانګړي ډول هورمون پر وړاندې غبرګون ښکاره کوي.

د اندوکراین غدې ځانګړي نلونه او سوري نلري بلکه د وینې د رګونو په وسیله د بدن مطلوبو برخو ته رسېږي. د اندوکراین برخلاف د ایګزوکراین غدې دي، چې کانالونه لري او خپل ترشحات د بدن مطلوبو برخو ته رسوي لکه د خولو غدې، لعابیه غدې او هضمي غدې. او ځينې يې بیا هم اندوکراین او هم اګزوکراین دي لکه د پانګراس غدې. د اګزوکراین برخه د غذایي موادو د هضم لپاره انزایمونه ترشح کوي، په داسې حال کې چې د اندوکراین برخه دوه ډوله هورمونونه ترشح کوي، چې په بدن کې د ګلوکوز کچه تنظیموي.

د هدف حجرهTarget Cell

هورمونونه اختصاصي عمل کوي یعنې یوازې د هدف پر حجرو باندې تاثیر کوي. هورمون د خپل عمل لپاره د بدن خاصو برخو ته د وینې د رګونو په وسیله لېږدول کېږي؛ ترڅو خاصې حجرې د یو بېروني یا داخلي عامل پر مقابل کې عکس العمل ته وهڅوي.

په بدن کې د ګلوکوز د سطحې تنظیم

هغه هورمون دی چې په وینه کې د ګلوکوز کچه تنظیموي یعنې د اړتیا په وخت کې په وینه کې د ګلوکوز کچه ټیټوي. دغه راز انسولین ځیګر تحریکوي چې ګلوکوز په ګلایکوجن یا حیواني نشایستې بدل او زېرمه یې کړي. د ګلوکاګون هورمون د انسولین پر خلاف د اړتیا په وخت کې د ګلوکوز کچه لوړوي. په دې ډول چې نوموړی هورمون په ځیګر کې زېرمه شوي ګلایکوجن په ګلوکوز تبدیلوي او د ځیګر حجرې مجبوروي؛ ترڅو هغه ګلوکوز چې د ګلایکوجن په بڼه زېرمه شوي وو، آزاد کړي.

که چېرې د انسولین مقدار لږ شي، په وینه کې د ګلوکوز اندازه زیاتېږي او د شکرې ناروغي رامنځته کوي. چې په لومړنیو وختونو کې د خاص غذايي رژیم او ورزش په وسیله کنترولېږي؛ خو که ونشي نو بیا مریض ته د انسولین پیچکارۍ ورکول کېږي؛ ترڅو د انسولین کچه کنترول شي.

د پورته ذکر شویو دوه ډوله هورمونونو عمل او عکس العمل د یو بل متضاد فیډ بیک یو ښه مثال دی یعنې یو د ګلوکوز سطحه ټیټوي او بل د اړتیا پر وخت په وینه کې د ګلوکوز سطحه جګوي.

د کلسیم د سطحې تنظیم

په وینه کې د کلسیم د سطحې لوړوالی د تایروید غده تحریکوي؛ ترڅو د کلسي تونین په نامه هورمون تولید کړي. نوموړی هورمون د دې سبب کېږي چې د کلسیم په چټکۍ سره د هډوکو په نسجونو کې زېرمه شي او په وینه کې د کلسیم سطحه راټیټه کړي. له کلسیم څخه د مختلفو مقصدونو لپاره ګټه اخيستل کېږي، د بېلګې په توګه: د کلسیم ایونونه د عضلې د انقباض لپاره او له حجرو څخه د یو شمېر موادو په خارجولو کې رول لري. د پاراتایروید هورمون په درې طریقو د کلسیم د سطحې په لوړوالي تاثیر کوي. لومړی د هډوکو حجرې تحریکوي؛ ترڅو د هډوکو انساج مات کړي او په وینه کې کلسیم ازاد شي. دویم پښتورګی اړباسي چې د کلسیم ایونونه له یوریا څخه جذب کړي. درېیم د پاراتایروید هورمون د ویټامين D اندازه، چې  په بدن کې جوړېږي، لوړوي. ویټامين D د کولمو لپاره اړین دي؛ ترڅو د کلسیم ایونونه جذب کړي. کلسیم د وینې پرړ کېدو، د هډوکو او غاښونو جوړښت او د عضلاتو د نورمال فعالیت لپاره ډېر اړین دي. 

د نخاميې غده (Pituitary Gland)

نخامیه د اندوکراین یوه غده ده چې غټوالی يې د چڼې د یوې دانې په اندازه دی. نخامیه غده د هورمون د تولید او ترشح لپاره د اندوکراین د نورو غدو په تحریک او کنترول کې مهمه اغېزه لري او د نورو غدو په پرتله ډېر هورمونونه تولیدوي.

نخامیه غده مختلف هورمونونه جوړوي، چې له جملې څخه يې یو مهم هورمون د ودې هورمون دی. د ودې هورمون د بدن د ودې لامل ګرځي او د بدن پر ټولو حجرو باندې اغېزه کوي؛ خو هډوکي او عضلې د هغې اصلي هدف دي. د ودې هورمون په خوب کې زیات ترشح کېږي او وینې ته رسېږي. د عمر په زیاتېدو سره د دې هورمون ترشح کمېږي. د ودې او غټېدو په وخت د نوموړي هورمون تر حده زیاته ترشح د غیر نورمالې ودې او د جیګوالي لامل ګرځي. له ټاکلي حد څخه لږه ترشح د لږې ودې سبب ګرځي او د ټيټې ونې پاتې کېدو لامل کېږي.

د ودې د هورمون ترڅنګ د نخامیه غده لاندې څو نور مهم هورمونونه ترشح کوي:

پرولکتین هورمون

دغه هورمون د پروتین تولید زیاتوي همدارنګه د حامله ګۍ په وخت کې او له هغې وروسته د شيدو د تولید او د تیو د انکشاف لامل ګرځي.

د تایروید تحریکونکی هورمون

د تایروید هورمون د فقاریه حیواناتو ټول انساج اغيزمنوي. د تایراید غده د غاړې د مخه او د حنجرې په مخ کې واقع ده او د H په بڼه لیدل کېږي. د تایراید غده داسې هورمونونه جوړوي چې د بدن د میتابولزم چټکتیا تنظيموي. که په خوړو کې د ایودین اندازه لږه شي، د تایراید غدې حجم زیاتېږي او دغه حالت د جاغور په نامه یادېږي. کله چې ایودین کم شي؛ نو د تایراید غده خپله ساحه پراخوي؛ ترڅو ډېر ایودین پيدا کړي او له دې کبله پړسېږي. د دې لپاره چې په دې ناروغۍ اخته نشو، باید په خپلو خوړو کې ایودین استفاده کړو. په ماشومانو کې د تایراید د هورمون کمښت د ذهني او فزیکي ودې د درېدلو لامل ګرځي او په لویانو کې د دې هورمون کمښت د ګنګسیت او د پوستکي د وچوالي لامل ګرځي. که په لویانو کې دا هورمون زیات شي، په خوب کې د عصبانیت او بې نظمۍ لامل ګرځي. د تایراید د هورمونونو له ډله څخه یو د تایروکسین هورمون دی چې له خوړو څخه د انرژۍ ازادول کنترولوي. که چېرې د تایراید غده له ټاکلې کچې څخه د تایروکسین هورمون زیات شي؛ نو د میتابولزم د عملیې د سرعت  سبب ګرځي او زیاته انرژي تولیدېږي، چې د بدن د تودخې د لوړوالي لامل ګرځي او خوله راولي.

د ادرینوکورټېکو تروپیک هورمون

د دې هورمون مهمه دنده د ادرینال د غدې یا کورتکس تحریک کول دي. دا غدې د هر پښتورګي دپاسه نښتي دي او مختلف هورمونونه ترشح کوي. لکه چې په شکل کې وینی دا غدې له دوو مرکزي او قشري برخو څخه جوړې شوي دي. د مرکزي برخې هورمون، چې د ادرینال په نامه یادېږي، د ډار، هیجان یا د جګړې او د تېښتې په وخت کې، مثلاً له امتحان څخه یو څو شېبې مخکې ترشح کېږي، چې د زړه ضربان او تنفس زیاتوي او د رنګ د تغیر لامل ګرځي. دا هورمون د ډار په وخت کې د ګلوکوز کچه ډېروي او د بدن د ځواک د زیاتېدو لامل ګرځي.

د فولیکل تحریکوونکی هورمون

دا هورمون په جنسي غړو اغېزه کوي، د مذکر او مونثو ګمیتونو انکشاف او د جنسي غدو ( په نارینه کې د خصیې او په ښځینه کې تخمدانونو) فعالیت تنظيموي. تخمدانونه او خصيې ګامیتونه جوړوي او هغه هورمونونه ترشح کوي، چې تکثري سیستم او جنسي ځانګړتیاوې تنظيموي. په ښځو کې تخدانونه استروجن او پروجسترون هورمونونه او په نارینه کې خصیې ټیسټوسټیرون (Testosterone) هورمون ترشح کوي. په ښځو کي استروجن هورمون د هغوی د بالغېدو او د ښځینه صفاتو د منځته راتلو لامل ګرځي او په داسې حال کې چې پروجسترون رحم د امیدوارۍ لپاره چمتو کوي او د بدن تودوخه تنظیموي. که چېرې په ښځو کې پروجسترون هورمون لږ شي، ښځینه ځانګړتیاوې یې په نارینه ځانګړتیاوو بدلېږي او په ښځو کې د ږیرې د ودې لامل ګرځي. همدارنګه په نارینو کې که تستو سترون د بلوغ په وخت کې کم تولید شي؛ نو ښځینه صفتونه يې غالب کېږي. د نارینه غږ نری او تیونه يې رامنځته کېږي. جنسي غدې یواځې تر بلوغ کار نه کوي بلکه کله چې د نارینه او ښځینه جنسي غړي، یعنې تخمدانونه او خصيې په فعالیت پیل وکړي، په شخص کې ځینې ځانګړتیاوې، لکه د بدن په ځینو برخو د وېښتانو راوتل لکه ږیره، برېت او د تناسلي غړیو په شاوخوا وېښتان، د تخرګ لاندې او پر ټټر وېښتانو راختل. د دې ترڅنګ د تناسلي غړو د غټېدو لامل ګرځي. هغه هورمون چې په نارینو کې د ټسټوسټرون او په ښځینو کې پروجسترون او استروجن د ترشح لامل ګرځي، د لوټینایزنګ په نامه یادېږي.

د نخامیه غدې وروستۍ برخه

دوه ډوله هورمونونه څڅوي، یو یې د اوکسي توسین په نامه یادېږي، چې د زیږون په وخت کې حمل اسانوي، دویم هورمون چې د نخامیه غدې له وروستۍ برخې څخه څڅول کېږي، چې د Vasopressin په نامه یادېږي، د ادرار ضد په نوم پېژندل شوی دی او په پښتورګو کې د اوبو بیا ځلې جذب تحریکوي.

هایپوتلاموس Hypothalamus

هایپوتلاموس د دماغ یوه کوچنۍ ساحه ده چې د عصبي سېستم او اندوکراین فعالیتونه همغږي کوي. هایپوتلاموس د بدن زیاتې دندې لکه د تودوخې درجه، د وینې فشار او د انسان سلوک کنترولوي.

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ