د انترنت کارونه لکه نشه يي عمل
هر ځای چې تاسې خلک ګورئ، په موټر، د فتر، دوکان اوسینما کې، هیڅوک کمپیوټر، موبایل او خپل ایپډ له لاسه نه غورځوي.
فیسبوک چک کوي، ملګرو سره چټ کوي، او یا هم پوستونه کوي.
په برتانیا کې تازه څیړنه شوې او پکې مالومه شوې، انترنیت د خلکو عمل ګرځیدلې داسې یو عمل لکه نشه کول.
په دغه څیړنه کې، ۱۰۰۰ کسانو چې عمرونه يې له ۱۸ تر ۶۵ کلونو وه، ګډون کړی و.
څیړونکی وايې، انترنیت نه یواځې دا چې د خلکو لپاره یو عادتي عمل ګرځیدلی، زموږ اړیکې، خپلوي، کورني ژوند، کاري ساحه او زموږ پېر او پلور هم زیانمنوي.
څیړنه کې مالومه شوې چې ۴۳ سلنه خلک خپه وې کله چې انترنیټ يې قطعه شي، څلویښت سلنه نور خلک بیا د یواځیتوب احساس کوي، که انترنیت ته لاس رسی ونه لري.