د امهات المؤمنين لنډه پېژندنه

  1. ام المؤمنين حضرت خديجه رض: كنيت يې ام هند او لقب يې طاهره وو، پلار يې خويلد قريشي او مور يې فاطمه بنت زائده نومېده. له عام الفيل څخه ١٥ كاله له مخه په ٥٥٥ميلادي كال په مكه مكرمه كې زېږېدلې ده، لومړى نكاح يې عتيق بن عائذ سره شوې ده. دويمه يې ابو هاله بن هند بن نباش سره. بيا يې د نبي كريم  سره د څلوېښت كلنۍ په عمر نكاح وشوه چې رسول الله ص ٢٥ كلن زلمى وۀ، ٢٥ كاله د نبي كريم سره په نكاح كې پاتې شوې وه، د بعثت د لسم كال د رمضان د مياشتې په ١١مه نېټه د دې نېمګړې دنيا نه د ٦٥ كلنۍ په عمر رخصت شوه او د حجون په هديره (جنة المعلى) كې دفن شوه دا چې د هجرت نبوي تر دويم كال پورې د جنازې لمونځ نه وۀ مشروع شوى نو ځكه رسول الله ورته يواځې په دعاوو اكتفاء وكړه.

  2. ام المؤمنين حضرت سوده بنت زمعه قريشي رض: مور يې شموس يا سموين بنت قيس نوميده، لومړۍ نكاح يې د خپل تره ځوې حضرت سكران بن عمرو رض سره شوې وه، د نبوت په لسم كال د رمضان په مياشت كې يې د رسول الله ص سره په داسې حال كې نكاح وشوه چې د نبي كريم ص مبارك عمر پنځوس كلنۍ ته رسېدلى وو، د نبي كريم ص سره يې تقريباً ١٤ كاله تېر كړي وو، په مدينه منوره كې د هجرت په نورلسم يا دوه ويشتم كال وفات شوه. له نوموړې څخه پينځه احاديث روايت شوي چې يو په بخاري او څلور په سنن اربعه كې موجود دي.

  3. ام المؤمنين عائشه صديقه بنت ابوبكر صديق قريشي: چې مور يې ام رومان زينب  نومېده، له نبوي بعثت څخه څلور كاله وروسته په شوال كې زېږېدلې او د نبوت په يوولسم كال د شوال په مياشت كې نبي كريم  په نكاح كړه په دې وخت كې د نوموړې عمر شپږ كاله او د نبي كريم  عمر پنځوس كاله او شپږ مياشتې وو، بيا درې كاله پس د هجرت په لومړي كال دشوال په مياشت كې يې د نهه كلنۍ په عمر واده كړه، په اتلس كلنۍ كې كونډه شوه، اته څلوېښت كاله يې كونډتوب تېر كړ او د امير معاويه د حكومت تر اتلسم كاله پورې ژوندۍ وه، بيا د هجرت په اته پنځوسم كال د رمضان مياشت كې ناروغه او د همدغې مياشتې په اوولسمه نېټه چې د ٦٧٨ ميلادي د جون له ديارلسمې نېټې سره سمون خوري د شپې د وتر لمانځه څخه وروسته وفات شوه، د جنازې لمونځ پرې حضرت ابوهريره ادا كړ ، او له وصيت سره سم جنة البقيع كې په نمناكو سترګو د قبر غېږ ته وسپارل شوه، له نوموړې څخه ٢٢١٠ احاديث روايت شوي دي.

  4. ام المؤمنين حضرت حفصه بنت عمر بن الخطاب : مور يې حضرت زينب بنت مظعون نومېده، د نبوي بعثت څخه پينځه كاله وړاندې زېږېدلې، لومړۍ نكاح يې حضرت خنيس بن حذافه سره وشوه، دهغه د شهادت څخه وروسته د هجرت په دريم كال د دوه ويشت كلنۍ په عمر يې رسول الله سره په داسې حال كې نكاح وكړه چې د رسول الله عمر ٥٥ كاله او شپږ مياشتو ته رسېدلى وو، د نبي كريم سره يې اته كاله تېر كړل، بيا د هجرت په يو څلوېښتم يا پينځه څلوېښتم كال د شپېته كلنۍ په عمر په مدينه منوره كې وفات شوه، د مدينې والي مروان د هغې د جنازې لمونځ ادا كړ او بيا دفن شوه، د نوموړې څخه شپېته احاديث روايت شوي چې څلور په صحيح بخاري او مسلم دواړو كې، شپږ يواځې په صحيح مسلم كې او پنځوس د احاديثو په نورو كتابونو كې موجود دي.

  5. ام المؤمنين حضرت زينب بنت خزيمه قريشي: لومړۍ واده يې طفيل، دويم واده يې له عبېده سره چې دا دواړه د رسول الله د مشر تره حارث ځامن وو، او په دريم وار يې د نبي كريم دترور له ځوې عبدالله بن جحش سره واده وشو كله چې هغه د بدر په غزا كې په شهادت ورسېد نو بيا رسول الله  د هجرت په دريم كال د ٣٠ كلنۍ په عمر په نكاح كړه چې د رسول الله عمر دغه وخت ٥٥ كاله وو، له رسول الله  سره يې فقط دوه يا درې مياشتې تېرې كړې او د هجرت په دريم كال په مدينه منوره كې د ديرش كلنۍ په عمر وفات شوه، د دواړو جهانو سردار پخپله د هغې د جنازې لمونځ ادا كړ او په جنة البقيع كې خاورو ته وسپارل شوه.

  6. ام المؤمنين حضرت ام سلمه هندبنت ابي اميه زاد الراكب قريشي: لومړۍ نكاح يې د حضرت عبدالله ابن عبد الاسد المخزومي سره شوې وه، بيا د هغه د شهادت څخه وروسته د هجرت په پينځم كال د څلوروېشت كلنۍ په عمر په داسې حال كې په نكاح كړه چې د حضور اقدس  عمر په دغه وخت كې ٥٦ كاله وو، نبي كريم  سره يې اوؤه كاله او نهه مياشتې تېرې كړې وې، د هجرت په ٥٩ يا ٦٠ كال د څلور اتيا كلنۍ په عمر وفات شوه. ويل كېږي چې: د رسول الله په بيبيانو كې نوموړې تر ټولو وروسته وفات شوې ده، له نوموړې څخه ٣٧٨ احاديث روايت شوي دي.

  7. ام المؤمنين زينب بنت جحش ابن اياب خزيمي: مور يې اميمه بنت عبدالمطلب نومېده، لومړۍ نكاح يې د هجرت په څلورم كال د رسول الله ازاد شوي غلام حضرت زيد بن حارثه  سره شوې وه، كله چې هغه طلاق وركړ نو د هجرت په پينځم كال د ذي القعدې په مياشت كې د شپږ دېرش كلنۍ په عمر رسول الله په نكاح كړه چې په دغه وخت كې رسول الله اوؤه پنځوس كاله وو او تقريباً څلور مياشتې دپاسه پينځه كاله يې ورسره په نكاح كې تېر كړل، حضرت زينب د ٥٣ كلونو په عمر د حضرت عمر فاروق د خلافت په دور كې وفات شوه، د جنازې لمونځ پرې پخپله حضرت عمر فاروق ادا كړ او بيا محمد بن عبدالله بن جحش، اسامه بن زيد، عبدالله بن ابي احمد او محمد بن طلحه قبر ته ښكته كړه، د نوموړې څخه يوولس احاديث روايت شوي دي.

  8. ام المؤمنين حضرت بره جويريه بنت حارث بن ابي ضرار: لومړى واده يې مسافع بن صفوان مصطلق سره شوى وو، د بني مصطلق د غزا پر وخت د هجرت په پينځم كال په شعبان كې د شپاړس يا شل كلنۍ په عمر په داسې حال كې رسول الله  واده كړه چې د رسول الله مبارك عمر ٥٧ كاله او شپږ مياشتې وو، نبي كريم  سره يې پينځه نيم كاله تېر كړي وو او په پاى كې يې د هجرت په ٥٠ كال د پينځه شپېته كلنۍ په عمر خپل روح لوي او مهربان خداى(ج) ته وسپارۀ او د مدينې منورې په جنة البقيع كې خاورو ته وسپارل شوه.

  9. ام المؤمنين حضرت ام حبيبه رمله بنت ابو سفيان بن اميه: مور يې صفيه بنت ابو العاص نومېده، لومړى واده يې له عبېدالله بن جحش سره شوى وو، بيا د هجرت په شپږم كال د شپږ ديرش كلنۍ په عمر چې رسول الله څه د پاسه د پنځوسو كلو په عمر وو چې په نكاح يې كړه، پينځه كاله يې رسول الله سره تېر كړل او په مدينه منوره كې د شپږ اويا كلنۍ په عمر د هجرت په ٤٤ كال د داعي اجل ته لبيك و وايۀ، د نوموړې څخه ٦٥ احاديث روايت شوي دي.

  10. ام المؤمنين حضرت صفيه بنت حيي بن اخطب : مور يې بره بنت ضره نومېده، لومړۍ نكاح يې سلام بن مشكم يهودي او دويمه نكاح يې له كنانه بن ابي حقيق سره شوې وه. چې بيا د اوولس كلنۍ په عمر رسول الله په داسې حال كې په نكاح كړه چې نبي كريم د نهه پنځوس كلنۍ په عمر وۀ، څلور كاله يې د رسول الله سره تېر كړل، د هجرت په پنځوستم كال د رمضان په مياشت كې د شپيته كلنۍ په عمر وفات او په جنة البقيع كې خاورو ته وسپارل شوه.

  11. ام المؤمين حضرت ميمونه بنت حارث بن حزم: لومړۍ نكاح يې له خويطب بن عبدالعزى سره شوې وه، دويمه نكاح يې له ابو رحم ابن عبدالعزى سره وشوه، چې بيا د هجرت په اوؤم كال د ذي القعدې په مياشت كې د عمرة القضاء په موقع چې دنوموړې عمر شپږ ويشت كاله او رسول الله نهه پنځوس كلن وۀ، په نكاح يې كړه، تقريباً درې نيم كاله يې له رسول الله سره تېر كړل، د هجرت په يو پنځوسم كال د سرف نومې ځاې كې چې همغلته يې نكاح هم شوې وه د اتيا كالو په عمر وفات شوه، له نوموړې څخه ٤٦ يا په بل روايت ٧٦ احاديث روايت شوي دي.

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب