د الله (ج) په یاد سره زړونه آرام مومي

 

 دالله (ج) په یاد سره زړونه آرام مومي

دامریکې دڅېړونو په ملی مرکز کې د داويد لارسن څېړنې دملحدو اومؤمنو خلکوترمېنځ په  پرتله کولوکې حیرانوونکی پایلې ترلاسه کړی: دبېلګې په توګه باایمانه اودینداره خلک شپېته په سلو کې  تر بی دینه خلکو لږ دزړه په ناروغی اخته شوی وو، دوینې لوړفشار اودځان وژنی پېښې هم په مؤمنو کسانو کې ترملحدیینو اوبی دینو خلکو ډېرې لږې وی .

دعقلی طب یوه نړیواله مجله رپوټ ورکوی چې بې عقیدې خلک زیات ناروغه کېږی اودژوند اوږدوالی یی کم دی. دمعدې اوتنفسی سیستم ناروغی شپیته په سلو کې تر پر خدای باورلرونکو خلکو نه په هغوی کې ډېره ده.

ارواپېژندونکې هم ورته پایلو ته رسېدلی، یعنې چې عقیده دانسان اروا ځواکمنوی اوروغتیا ښه کوی. دغه توضیح به کفایت وکړی خو مسأله هغه وخت لا روښانه کېږی چې عملی تجربه سرته ورسېږی .
ايمان په الله (ج) له هرې بلې روانې انګېزې نه ځواکمن وی. دهربرت هنس دڅېړنو مرکز چې دامرېکې دهارواد پوهنتون کې دی په دې هکله په زړه پورې اوحیرانوونکی څېړنې اوپایلې لری. سره له دې چې ډاکتر هربرت خپله عقیده نه لری اویو ملحد دی ،خو دې پایلې ته رسېدلی چې دالله (ج) عبادت دانسان په روغیتا کې له هربل څه نه ډیره اغېزه لری. ده ثابته کړه چې هېڅ عقیده دومره اروایی آرامښت انسان ته نه ورپه برخه کوی لکه پر الله (ج)  ایمان یی چې ورپه برخه کوی.
دانسان دجسم اوروح اوایمان په مېنځ کې داړیکوپه هکله څه دلیل موجود دې؟ دی  وایی: چې جسم اوروح داسې تنظیم شوی چې باید پرالله (ج) عقیده ولری.

 اودغه حقیقت چې دطب ننی پوهه پرهغه اعتراف کوی په قرآن کې یاد شوی :

پوه شی چې یواځې دالله (ج) یاد زړونو ته ډاډ وربښی(الرعد ۲۸).
ولې هغه کسان چې پرالله ایم ان لری اودهغه عبادت کوی جسماً اوروحاً روغ دی. ځکه چې هغوی دخلقت دموخې مطابق عمل کوی. هغه فلسفې اوسیستمونه چې دخلقت دحقیقت خلاف وی تل درد لرونکی اوغم راوړونکی وی.
معاصر طب نوی پرمختګونه په دې هکله لری . څه ډول چې پاتريک گلاين وایی:  “په وروستیو پنځه ویشتو کلونو کې علمی څېړنې اوارواپوهنه څرګندوی چې دینی اعتقاد ددماغی روغتیا لپاره منطقی اوجوړونکې عامله اړتیا ده.

 

  • د نصاب کتابونه
  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ