د الله تعالی په هر کار کې حکمت دی | کیسه
په یو باغ کی پلار او زوی په خبرو اترو لګیا وو . زوی خپل پلار ته وویل چی ما ته خو په دې کی د خدای هیڅ حکمت نه ښکاری چی د خرما غوندی یوه کوچنۍ او سپکه میوه یې په دومره غټه او درنه ونه کی پیدا کړې ده خو د خټکی غوندی درنه او غټه میوه یې بیا په یو داسی نازک او کمزوره جُړنګ کی پیدا کړې ده چی هغه هیڅ د لوړېدولو توان نلری . پلار یې ورته وویل چی الله تعالی په هر څه کی خپل حکمت او مصلحت لری خو موږ او تاسی نه پوهیږو .
څه ګړﺉ وروسته دواړه تر همدې ونې لاندی بیده سول . څو شیبې وروسته یوه دانه خرما راولوېده او د زوی پر سر ولګېده او هغه له خوبه راویښ سو . پلار یې ورته وویل چی د خدای شکر پر ځای کړه چی په دې دومره غټه ونه کی یې خټکی نه دی پیدا کړی ، که نه ستا به د ژوند آخري ورځ وای ! که څه هم دا یوه قصه ده ، خو فکر کونکو ته د عبرت یو درس پکښی موجود دی .
مؤمن بنده ته لازمه ده چی که په یو شي کی د الله حکمت او مصلحت ورمعلوم وی یا نه ، په هر حال کی باید هغه څه ووایی چی فرشتو ویلی دی : « ته څومره عظمت لرونکی یې ، موږ خو دومره پوهه لرو څومره چی تا راعطا کړې ده » ( البقره ـ ۳۲ ) . یا باید داسی ووایي څنګه چی په قرآن کی درج دي : « ربه ! دا هر څه دې ناحقه او بې مقصده نه دي پیدا کړي ؛ دا ستا د عظمت څخه لیری ده چی عبث کار وکړې . نو اې ربه ! موږ د دوږخ له اوره وژغوره » ( آل عمران ـ ۱۹۱ ) .
نو تا ته لازمه ده چی کومه شیطانی وسوسه چی په فکر کی درپیدا سوې ده ، ډیر ژر یې ایسته وغورځوه . خدای ته توبه وکړه ، خپل ایمان بیرته اعاده او پیاوړی کړه ، د لمونځونو کول پیل کړه ، او کله چی په ذهن کی کوم شک در پیدا سی بېله ځنډه علماوو ته مراجعه وکړه ، والسلام .