د الله تعالی د بخښنې پراخوالی – حدیث تشریح

انس رضی الله عنه وايي: ما واورېدل چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«قَالَ اللهُ تَعَالَى: يَا ابْنَ آدَمَ، إِنَّكَ مَا دَعَوْتَنِي وَرَجَوْتَنِي، غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ مِنْكَ وَلاَ أُبَالِي، يَا ابْنَ آدَمَ، لَوْ بَلَغَتْ ذُنُوبُكَ عَنَانَ السَّمَاءِ ثُمَّ اسْتَغْفَرْتَنِي، غَفَرْتُ لَكَ، يَا ابْنَ آدَمَ، إِنَّكَ لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الأَرْضِ خَطَايَا، ثُمَّ لَقِيْتَنِي لاَ تُشْرِكُ بِي شَيْئاً، لأَتَيْتُكَ بِقُرَابِهَا مَغْفِرَةً».

ژباړه: ای د آدم زويه، کله چې ته ما بولې او په ما امید لرې، زه به درته د هغو اعمالو له امله بښنه وکړم چې ته یې لرې او زه هېڅ پروا نه کوم. ای د آدم زويه، که ستا ګناهونه د آسمان تر وريځو پورې ورسېږي او ته هغه وخت زما نه بښنه وغواړې، زه به درته بښنه وکړم. ای د آدم زويه، که ته ما ته داسې راشې چې ځمکه دې له ګناهونو ډکه وي، خو زما سره دې هېڅ شی شریک نه وي کړی، زه به هم درته د هماغومره بښنې سره راشم.

د الله تعالی د بخښنې پراخوالی - حدیث تشریح

تشریح:

په دې حدیث شریف کې لوی زېری، د الله تعالی ستر حلم، کرم، او بې‌پایه فضل او احسان نغښتی دی. او دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا قول ورته ورته دی، چې فرمايي:

«اللهُ أفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ سَقَطَ عَلَى بَعِيرهِ وقد أضلَّهُ في أرضٍ فَلاةٍ» (متفق عليه).

له ابي حمزه انس بن مالک انصاري رضی الله عنه، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم خادم و، نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

که د يوه کس نه په یوه دښته یا صحرا کې اوښ ورک شي او هغه یې پیدا کړي، نو دا کس به څومره خوشحال وي – نو الله تعالی له دې نه هم زيات د خپل بنده په توبه ویستلو خوشحالېږي.

عن ابن عباس رضی الله عنه قال، قال رسول الله صلی الله عليه وسلم:

«من لزم الاستغفار جعل الله له من کل ضيق مخرجاً، ومن کل هم فرجاً، ورزقه من حيث لا یحسب» (سنن ابی داود).

چا چې استغفار کول پر خپل ځان لازم وګڼل، نو الله جل جلاله به ده ته د هرې سختۍ نه د خلاصون لار پيدا کړي، له هر غم نه به یې وژغوري، او له داسې ځایه به یې رزق ورکړي چې دی یې ګومان هم نه کوي.

او پوه شئ چې د توبې لپاره درې شرطونه دي:

۱- هغه ګناه چې توبه ترې کوي، باید سمدستي پرېږدي او نور یې دوام ور نه‌کړي.
۲- په ګناه پښیمانه او شرمنده وي.
۳- کلکه اراده ولري چې بیا به دا ګناه نه کوي.

که په دې دریو شرطونو کې یو هم نه وي، توبه نه قبلیږي.

او که کومه ګناه د بنده له حق سره تعلق ولري، لکه په ناحقه د چا مال خوړل، بهتان، غیبت، قرض او داسې نور، نو پدې کې څلورم شرط هم شته، چې هغه د بنده حق بیرته ورکول یا ترې بخښنه غوښتل دي.

قول د:
«يَا ابْنَ آدَمَ، إِنَّكَ مَا دَعَوْتَنِي وَرَجَوْتَنِي، غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ مِنْكَ وَلاَ أُبَالِي»
په دې حدیث کې خطاب دی بني آدم ته. دا ښيي چې د ګناهونو د بښنې اسباب عبارت دي له: الله ته په اخلاص دعا کول، پرته له مایوسۍ او ناهیلۍ، استغفار کول، او له شرک نه ځان ساتل.

قول د:
**«يَا ابْنَ آدَمَ، لَوْ بَلَغَتْ ذُنُوبُكَ عَنَانَ السَّمَاءِ ثُمَّ اسْتَغْفَرْتَنِي، غَفَرْتُ لَكَ، يَا ابْنَ آدَمَ، إِنَّكَ لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الأَرْضِ خَطَايَا، ثُمَّ لَقِيْتَنِي لاَ تُشْرِكُ بِي شَيْئاً» –
مطلب دا، چې د بنده ګناهونه هر څومره زیات هم وي، خو که په اخلاص بښنه وغواړي، الله تعالی به ورته بښنه وکړي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ، إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا، إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ] (الزمر: ۵۳)

ژباړه: ای زما بندګانو! تاسو چې پر خپلو ځانونو مو تېری کړی دی، د الله له رحمت نه مه ناهیلې کېږئ. بېشکه الله ټولې ګناهونه بښي، بېشکه هغه ډېر بښونکی، ډېر مهربان دی.

د «الذُّنُوبَ جَمِيعاً» څخه مطلب دا دی، چې د کفر او شرک په شمول ټول ګناهونه بښل کېدلی شي. ابن کثیر رحمه الله لیکي:

«هذِهِ الآية الكريمة دعوةٌ لجميع العصاة من الكفرة وغيرهم إلى التوبة والإنابة، وإخبارٌ بأن الله يغفر الذنوب جميعاً لِمَن تاب منها ورجع عنها، وإن كثرت، وكانت مثل زبد البحر. ولا يصح حمل هذه الآية على غير توبة؛ لأن الشرك لا يغفر لِمَن لم يتب منه» (تفسير ابن كثير، سورة الزمر)

یعنې: دا آیت کریمه د ټولو ګناهکارانو، که کفار وي یا غیر کافران، لپاره دعوت دی چې له خپلو ګناهونو توبه وباسي او بیرته الله ته وګرځي. دا هم خبر ورکوي، چې الله تعالی ټول ګناهونه بښي، هغه که ډېر هم وي، او د سمندر د ځګ په اندازه هم وي. دا صحیح نه ده چې دا آیت د توبې پرته تفسیر شي، ځکه چې شرک هغه چاته نه بښل کېږي چې توبه ترې نه وي کړې، او د شرک یا کفر په حالت کې مړه شوی وي.

خو د توبې کولو کې باید بېړه وشي.

رواه الترمذي، وقال: حديث حسن صحيح.

وما توفيقي إلا بالله، عليه توکلت، وإليه أنيب.

وصلى الله تعالی على محمد صلی الله عليه وسلم، وعلى آله واصحابه أجمعين.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب