د اقتصادي پرمختګ وړاندې ستونزې
د یو هیواد ټیکاو، سوکالي، پرمختګ او یا د هغه نارامي، تاوتریخوالی او نورې ناخوالې په اقتصادي وضعیت پورې تړلي دي. کله چې د خلکو ټولنیز مناسبات څیړو، نو هغه کسان چې اقتصادي حالت یې د پام وړ وي، د هغو ټولنیز وضعیت هم ورسره ښه وي. خو هغوی چې اقتصادي وضعیت یې ناسم دی، له ټولنیز پلوه هم په ناسمو شرایطو کې ژوند تیروي. چې د دغسې حالت دوام، ګڼې ټولنیزې او اخلاقي ستونزې رامنځته کوي.
ددې لپاره چې د هیواد اقتصاد پر خپلو پښو ودریږي، نو ښه دا ده چې په دې برخه کې د هغو مهمو توکو یادونه وکړو چې پر مټ یې د هیواد اقتصاد پیاوړی کیږي او ګڼ شمیر وزګار وګړي ورسره بوختیږي:
۱- کانونه (طبیعي زیرمې): دغه څانګه د ډیرو هیوادونو د ودې او پرمختګ لوری دی، خو په داسې حال کې چې د طبیعي زیرمو خاوندان وي. د کانونو او کاني صنایعو د پراختیا له لارې غوره او پیاوړی پرمختګ درې اصلونو (اقتصادي وده، چاپیریالي ژوند او ټولنیزو چارو) له پاملرنې پرته د پام وړ نه دی او تل د پرمختګ په مخکې ستونزې راپیدا کیږي. هر کله چې د کانونو له پراختیا سره جوخت دغو دریواړو اصلونو ته پام شوی، نو هغه هیواد د ودې او پرمختګ له پلوه په ډیره لوړه کچه پرمخ تللی دی. که څه هم زیاتره هیوادونه د طبیعي زیرمو لرونکي دي، خو د معادنو یا کانونو ټولو اړخونو ته په نه پاملرنې سره، لا هم نه دي توانیدلي، چې په دې برخه کې وده وکړي.
طبیعي او معدني زیرمو له ډیر پخوا راهیسې د هیوادونو په وده کې مهم او اغیزناک رول لرلی دی، چې اوس مهال هم د پام وړ دی. د معادنو له استخراج سره هیوادونه په ځانګړي ډول دولتونه يې شتمن کیږي، عام خلک يې پر کار بوختیږي، تر ډیره حده بیوزلي راکمیږي او همغه ده چې د اقتصادي ودې لوری مومي.
۲- صنعت: هغه څه چې په اوسني عصر کې د هیوادونو تر منځ د پرمختګ لامل ګرځیدلی، هغه د هغوی صنعتي فعالیت او د فابریکو د تولیداتو په کمي او کیفي ارتقا کې د هغوی د کاري ځواک پیاوړتیا ده.
صنعتي پراختیا د ودې او پرمختګ هغه محرک ځواک دی، چې د اقتصاد د هرې برخې په پیاوړتیا، د ټولنې په سم جوړښت او په کورنیو او نړیوالو اړیکو کې اساسي رول لري. پرمختللي هیوادونه هر یو په متفاوته اوږده موده کې د صنعتي کیدو پړاو ته رسیدلي، چې بیا يې په ناڅاپي ډول د اقتصادي پرمختګ په برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي او اوس دې پړاو ته رسیدلي چې د ژوندانه اړتیاوې پخپله پوره کړي او خپل ټول فعالیتونه د ټکنالوجیکي سهولتونو په مرسته تر سره کړي.
۳- تجارت: دا هم هغه اساسي توکی دی، چې د اقتصاد په وده او پراختیا کې ستر رول لري. زیاتره کارپوهان په دې اند دي، چې د کورني محصولاتو حمایت هومره ګټور نه دی، لکه ازاد تجارت چې په اقتصادي وده، د بیوزلۍ کمښت او نړیوالو اړیکو او ثبات کې لویه مرسته کوي. اقتصادي څیړنو دا ښودلې، چې کوم هیوادنه ښه او ازاد تجارت لري، هغوی په نړیوال تجارت کې ستر رول لوبوي. د بیلګې په ډول چین او هند یادولی شو، چې څنګه دا دواړه هیوادونه یو ناڅاپه د پیاوړي اقتصاد خاوندان شول؟ځواب يې په لنډه توګه دا دی، چې هغوی خپل بازارونه د ټولو هیوادونو پرمخ پرانستل او همدغه لامل وګرځید چې د فقر لمن یې په ورټولیدو کړه.
۴- کرنه: دغه سکتور د انساني ژوند په سمبالولو او هغه ته د ودې او پراختیا ورکولو په برخه کې تر ټولو مخکې راڅرګند شوی دی. دا چې د انساني ژوند په پراختیا کې مهمه ونډه لري، نو تل د لوږې، وروسته پاتې والي، ناپوهۍ، ناروغۍ، بیوزلۍ، قحطۍ او نورو په وړاندې ترې د سپر په توګه ګټه اخستل شوې ده او همدغه بزګر دی چې د نړۍ د بې شمیره نفوس سوکالۍ په خاطر نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي. په دې اساس ویلی شو، چې د انساني ټولنې مناسبه او یوازنۍ سرچینه کرنه ده. کله چې د اقتصاد خبره کوو، بیا هم همغه اساسي توکی دی، چې د یو هیواد اقتصاد پر خپلو پښو دروي. دوه مهم سکتورونه د کرنې پر مټ روان دي؛ یو صنعت او بل تجارت. چې د دواړو څانګو پراختیا او پیاوړتیا د اقتصاد پیاوړتیا ګڼل کیږي. که چیرې په یو هیواد کې لومړني خام مواد د کرنې له لارې تولید نشي، نو صنعت به په ټپه ودریږي او د سوداګرۍ څانګه به یوازې په وارداتو بوخته وي، چې نه یوازې د خلکو اړتیاوې نه پوره کیږي، بلکې د سوداګریز تعادل نشتون د اقتصادي کمزورتیا لامل ګرځي.
دا چې له یوې خوا د افغانستان اقتصاد تر ډیره د کرنې پرسکتور ولاړ دی او له بلې خوا بزګران له زده کړې او تعلیم نه بې برخې دي، نشي کولی چې خپلې کرنیزې چارې په سمه توګه تر سره کړي، نو لازمه ده چې د اړوندې ادارې لخوا د ترویجي پروګرامونو له مخې د هغوی پوهاوی وشي او هغوی د دغه ارزښت پرمفهوم وپوهول شي، چې د هیواد اقتصاد که پیاوړی کیږي، نو د کرنې پر مټ او که کمزوری کیږي نو د کرنې کمزوري به وي.
ددې لپاره چې موږ خپل اقتصاد له هر ډول ګواښونو او ستونزو نه ژغورلی وي، نو پر څو مهمو ټکو باندې رڼا اچوو:
د رکود ګواښ: ا قتصادي رکود د ناسم مدیریت له امله رامنځته کیږي، چې وزګارتیا، د خلکو د عاید کمښت، د اقتصادي خوځښت نشتون او نورو جانبي ستونزو ته لاره هواروي.
ښه مدیریت د دې لامل ګرځي، څو د اقتصادي رکود مخه ونیسي او ددغه بحران له زیانونو نه هیواد وژغوري. د صادراتو کمښت، اقتصادي انقباض، بانکي پورونه، عمراني لګښتونه او …. د اقتصادي رکود د رامنځته کیدو ستر لاملونه دي. په دې اړه باید دولتي او شخصي اقتصادي سکتورونه هڅه وکړي، چې په مسلکي ډول ددغه بحران مخ ونیسي.
د تورم او ګرانۍ ګواښ: دا په ټولنه کې له مادي او معنوي پلوه د اندیښنې وړ ګواښ دی. خو پیاوړی مسلکي مدیریت کولی شي، خپلې اړوندې پیسې او شتمنۍ د تصاعدي تورم او ګرانۍ خطرناکې پدیدې له رامنځته کیدو څخه وژغوري. که دولت پرته له دې چې خپل اقتصاد ته پام وکړي او په داسې پروژو کار پیل کړي، لکه عمراني پانګونه، زیاته اعتباري ورکړه(پرداخت)، د اسکناس انتشار او …… ، نو په هیواد کې تورم رامنځته کیږي.
د بندیز ګواښ: اقتصادي بندیز د معمول په شان د ځواکمنو هیوادونو لخوا پر خپلو مخالفو هیوادونو لګول کیږي. که چیرې د یو هیواد اقتصاد کمزوری وي، نو طبیعي ده چې د خپل مخالف پیاوړي هیواد له لوري به له بندیزونو او فشارونو سره مخ کیږي. خو هغه هیواد چې د پیوستون، پیاوړو اقتصادي سرچینو، صنعت او فکر لرونکی وي، نو کولی شي ښه په میړانه د پراختیا په حالت کې، د بندیزونو مقابله وکړي. په داسې حالت کې مهمه موضوع دا ده، چې دولت او ملت دواړه باید له یووالي، پیوستون، وفاق، هڅې او زیاتې خواخوږۍ څخه مخ وانړوي.
سوداګریز ګواښ: د دغه ګواښ ویره، یو په هغه وخت کې پیدا کیږي، چې صادرات کم شي او د وارداتو کچه په زیاتیدو شي، چې دا پخپله اقتصاد کمزوری کوي او بله دا چې په عین حال کې سوداګران ددې لپاره چې زیاته ګټه تر لاسه کړي، مالونه یا امتعه په کم کیفیت سره واردوي او د اصلي کیفیت لرونکو مالونو په بیه یې بازار ته وړاندې کوي. چې دا کړنه د وګړو د ناروغۍ لامل ګرځي او په پایله کې بیا هم اقتصاد ګواښیږي.
کرنیز ګواښ: له دغه ګواښ نه موخه د حرامو کرنیزو توکو(کوکنار، چرس، تمباکو او …) کر دی. دا نه یوازې د هیواد په ګټه نه دي، بلکې پخپله بزګرانو باندې هم ناوړه اغېز پرې باسي. په دې معنا چې حرامه کرونده هرومرو پخپل چاپیریال کې وګړي روږدي کوي، خو ګټه او پیسې یې یوازې د هیواد دښمنان تر لاسه کوي. چې په بیا بیا د دغسې کړنو په خاطر هغوی پیسې لګوي او د خپلو شومو اهدافو لپاره زموږ هیواد ورانوي. د دغه ناسم کلتور په له منځه وړلو کې هر یو باید خپله ونډه وپیژنو او خپل مسوولیت په بشپړه توګه ادا کړي.