د افغانستان وچکالي او په وړاندي يې د دولت او علمي نهادونو مسوليت

دولت او علمي نهادونه  باید د اوبو په مدیریتي برخه کار وکړي لوی او واړه بندونه او کانالونه ورغوي ترڅود اورښتونو اوبه کنترول شي خو دا کار لويې سرمايې ته ضرورت لري او د افغانستان په شان غریب مملکت کي د کرار کښیناستلو لویه بهانه هم دغه ده.

علمي نهادونه لکه پوهنتونونه ، انستيتوتونه او څيړنيز مرکزونه ، علوم اکاډمي او نور بايد خپل مسوليت ادا کړي، صرف تيوري برخه و نه نيسي چې چپټر له ګوګل څخه وژباړي او کاپي پيسټ يې کړي او محصل ته يې ورکړئ …

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون، کابل د کرنې پوهنځي ، د هيواد په ټولو ولايتونو کې د‌ کرني پوهنځي او…

آيا تاسي کومه معقوله طرحه لرئ؟

بايد علمي او معقولي طرحې جوړي شي او نړيوالو نهادونو ته وړاندي کړل شي.

په نړیواله سطحه د اقلیمي تغیراتو په وړاندي د مبارزي يوه لویه او بډایه کميټه موجوده ده

IPCC- Intergovernmental Panel Climate Change

چي په کلنی عاید يي شا و خوا سل ملیارده امریکايئ ډالردی چې د ټکنالوژیکې فعالیتونوکوم چې اقللم ته زیان رسوي په وجه يې له پرمختللو هیوادونو څخه اخلي او بیا يي تر ډیره په هغو سیمومصرفوي کومي چي ټکنالوژیکې فعالیتونه نه ترسره کوي او اقلیم ته زیان نه رسوي خو د نورو د فعایتونو په وجه د اقلیم تغیراتو څخه ځوریږي، همدغه نړیواله کميټه بیا د نورو ډیپارټمنټونو ترڅنګ د

GEF- Global Environmental Facility’s

ډیپارټمنټ د چاپیریال ساتنې په برخه کي لري چي کلني غونډي، تصمیمونه او پلانونه جوړوي هیوادونه همدغو غونډو ته خپلې طرحې او پروپوزلونه وړاندي کوي او پیسي ترلاسه کوي او په خپلو هیوادونو کي يې د چاپیریال ساتني موخه پروژې جوړوي او په مصرف يې رسوي.

دا چي افغانستان داسي يو هیواد دی چې ټکنالوژيکي فعالیتونه نه لري او نړیوال اقلیم ته زیان نه رسوي هم د يادو پیسو مستحق دی ، دولت او په افغانستان نړیوال موسسات باید دي برخې ته پام وکړي او د افغانستان حق فنډ ترلاسه کړي او د اوبو او چاپریال ساتنې په برخه کې ااساسي او بنیادي کارونه ترسره کړي.

همدارنګه نړیوال موسسات او بنسټونه باید د اوبو لګولود معقولو سیستمونو لکه د څاڅکواوبو خور سیستم او نورو په رواجولو کي پوره همکاري وکړي تر څو د اوبو ډیر مصرف مخنیوی وشي.

په درنښت

محمد نعیم پوپل

نيټه: د ۲۰۲۳کال د مي ۲۰

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب