د افغانستان د کرکټ لوبغاړي
دى ښي لاسى بېټس مېن او ښي لاسى نورمال بال وېشتونكى دى
د كركټ نړېوالو لوبو په وروستيو دريو پړاوونو كې د افغان لوبډلې مشر (كفټان) پاتې شوى او درېواړه يې ګټلې دي.
د خوښې لوبغاړى يې سچن ټنډلكر دى.
پېنځه ځلې په اسيايي سياليو كې د تكړه لوبغاړي په توګه پېژندل شوى دى
د ۱۹۸۷ ميلادي كال د فرورۍ په دوه ويشتمه كابل كې زيږيدلى
دى ښي لاسى منځنى تېز بالر دى
له ۲۰۰۲ راهيسې كركټ كوي، د خوښې لوبغاړى يې انډريو فلېنټاف دى
ده د ۱۱۰ بالونو په مقابل كې د ۱۰۲ منډو په كولو ښه نوم خپل كړى
او پرله پسې ۶۶ منډې يې د ۶۲ بالونو په مقابل كې، په داسې حال كې كړې، چې اوټ شوى نه دى.
دى د ۱۹۸۵ ميلادي كال، د مارچ مياشتې په اوومه نيټه په لوګر ولايت كې زيږيدلى دى
دى هم ښي لاسى دى
د ده د خوښې لوبغاړى كيون پېټرسن دى.
د پېنځم پړاو (ډيوېژن) پر وخت، چې افغانستان يوه لوبه د اوو متقابلو لوبغاړو په سوځولو ګټلې وه، په هغو كې څلور كسان محمدنبي سوځولي وو.
ده د هانګ كانګ په خلاف لوبه كې، كله چې بېټينګ كاوه، ۷۵ منډې كړې وې او د بالېنګ پر وخت يې د ۳۲ منډو په وركولو سره د هغوى ۵ لوبغاړي سوځولي وو
همدا راز دغه تكړه لوبغاړي له كېمان ټاپوګانو سره په لوبه كې د بالېنګ پر وخت د ۲۳ منډو په وركولو سره د هغوى ۴ لوبغاړي سوځولي وو او دې له دې سره مرسته وكړه، چې افغانستان د ۸۲ منډو په ډېروالي بري ته ورسيد.
نوموړى د ۱۹۸۴ ميلادي كال، د سپټمبر مياشتې په شپږمه، د افغانستان په لوګر ولايت كې زيږېدلى دى
دى هم ښي لاسى دى
ده په ۱۹۹۷ ميلادي كال، د پېښور په مالك نومي سپورټي كلب كې زده كړې پيل كړې
ريس خان په ۲۰۰۴ ميلادي كال كې، د هانګ كانګ درې لوبغاړي سوځولي وو.
ده په څلورم ډيويژن كې د ۶۴ بالونو په مقابل كې ۶۸ منډې هم جوړې كړې دي.
همدا رنګه يې په څلورم ډيوېژن وروستۍ لوبه كې د غوره لوبغاړي لقب ګټلى.
دى چې كله په لوبو بوخت نه وي، نو د كركټ په اړه مجلې او اخبارونه لولي.
نوموړى د ۱۹۸۴ ميلادي كال، د سپټمبر مياشتې په ۵مه نيټه د افغانستان په لوګر ولايت كې زيږېدلى
دى هم ښي لاسى او منځنى تېز لوبغاړى دى.
د ده د خوښې لوبغاړى وقار يونس دى، چې د ده په وينا يې بال ښه تاويږي.
دى د يوه كال له پاره د ملي ټيم كپټان هم پاتې شوى.
كله چې د پېنځم ډيويژن نيمه پاى لوبه وه او افغانستان له نيپال سره لوبيده، نو ده د درو كسانو په سوځولو سره، دا مرسته وكړه، چې افغانستان د ۳۷ منډو په ډېروالي د لوبې اتل شي.
دى د ۱۹۸۷ ميلادي كال، د ډسمبر په وروستۍ وروځ په ننګرهار ولايت كې زيږيدلى دى
دى هم ښى لاسى دى
كركټ لوبه يې په ۲۰۰۳ كال پيل كړې.
د ده د خوښې لوبغاړى شان ورن دى (د اسټراليا اوسيدونكى)
ده په ۲۰۰۸ ميلادي كال كې د نيپال پر وړاندې لوبۀ كې د ډېرو منډو په كولو د غوره لوبغاړي لقب ګټلى ؤ او هم په دې لوبه كې يې د بالېنګ پر وخت دوه تنه سوځولي هم وو.
ده همدا راز د شلو منډو په وركولو د دوبۍ ۴ لوبغاړي سوځولي وو او په دې سره يې په ۲۰۰۷ كال كې خپلې لوبډلې ته د دې چانس وركړى ؤ، چې له دوبۍ څخه د ۴۷ منډو په ډېروالي لوبه وګټي.
ده په دريم ډيوېژن كې هم، كله چې له يوګاندا سره لوبه وه، د بالېنګ پر وخت د ۳۲ منډو په وركولو سره د يوګاندا ۳ لوبغاړي وسوځول.
دى د ۱۹۸۵ ميلادي كال، د لومړى مياشتې، په لومړۍ ورځ پيدا شوى.
خو دى، د افغانستان د ډېرو لوبغاړو خلاف چپ لاسى دى.
بيټېنګ كې هم چپ لاس ته دريږي او منځنى تېز لوبغاړى دى.
دى نوى راغلى او په اړه يې ډېر معلومات نشته
دى د ۱۹۸۷ ميلادي كال، د جون مياشتې په لومړى نېټه په ننګرهار ولايت كې زيږېدلى.
په ښي لاس بآل كوي او منځنى تېز بالر دى.
د ده د خوښې لوبغاړى انډريو فلېنټوف دى.
ده د پېنځم پړاؤ (ډيويژن) پر وخت له جرسي سره په لوبه كې، د هغوى ۴ لوبغاړي سوځولي وو.
ده همدا راز په څلورم ډيويژن كې، چې كله بالېنګ كاوه، نو فيجي ته يې د ۲۲ منډو په وركولو، د هغوى ۴ لوبغاړي او اېټلې ته د ۱۹ منډو په وركولو د هغوى ۳ لوبغاړي سوځولي وو.
او په دريم ډيويژن كې يې له كيمان ټاپوګانو سره په لوبه كې، د ۱۶ منډو په وركولو، د هغوى ۳ لوبغاړي سوځولي وو، په دې سره ده خپلې لوبډلې ته دا چانس وركړ، چې د ۸۲ منډو په ډېروالي د دغې لوبې اتله شي.
دى د ۱۹۸۸ ميلادي كال، د جولاى مياشتې په لسمه نېټه، د افغانستان په خوست ولايت كې زيږېدلى.
دى هم ښى لاسى او منځنى تېز بال وېشتونكى دى.
ده په ۲۰۰۳ ميلادي كال كې د كركټ لوبه شروع كړې.
د ده د خوښې لوبغاړى راهول ډراوېډ دى (د هېند اوسيدونكى)
كله چې دى كركټ نه كوي، نو انټرنېټ زيات كاروي او موسيقي هم اوري.
دى د ۱۹۸۴ ميلادي كال د اكتوبر مياشتې، په ۲۴ مه نېټه په اسلام اباد كې پيدا شوى دى.
دى هم د نورو ډېرو افغان لوبغاړو په څېر ښي لاسى دى.
كه څه هم دى د افغان كركټ ملي لوبډلې ته نوى راغلى، خو كاري وړتيا يې ښه ده.
هستي ګل عابد
نوموړى د ۱۹۸۴ ميلادي كال، د فرورۍ په نهمه نېټه، د افغانستان په ننګرهار ولايت كې زيږيدلى.
دى هم ښي لاسى او منځنى تېز لوبغاړى دى.
ده په ۱۹۹۶ ميلادي كال كركټ پيل كړى او د پخواني كوچ تاج ملوك ورور دى.
د ده د خوښې لوبغاړى، شاهد اپريدى دى.
دى په پېنځم ډيويژن كې، له جرسي سره د لوبې پر وخت د غوره لوبغاړي په توګه پېژندل شوى.
او هم له تانزنيا سره د لوبې پر وخت، كله چې ده بالېنګ كاوه، د ۲۹ منډو په وركولو سره يې، د هغوى ۳ لوبغاړي سوځولي دي او همدا شان يې د ۲۰ منډو په وركولو، سره د جرسي درې لوبغاړي په څلورم ډيويژن كې سوځولي.
كريم خان صادق
دى د ۱۹۸۴ ميلادي كال، د فرورۍ مياشتې په اتلسمه نېټه، په ننګرهار كې پيدا شوى.
د نورو ډېرو افغان لوبغاړو په څېر ښي لاسى دى.
د ده د خوښې لوبغاړى كېون پيټرسن دى.
د ده ښې منډې په ۲۰۰۴ ميلادي كال كې، له بحرين سره په لوبه كې وځليدې.
كله چې په دريم ډيويژن كې د افغان كركټ لوبډلې مشر نوروز منګل له دوو لوبو منع كړاى شو، نو لنډمهاله مشري يې كريم خان صادق ته ورغاړې شوه.
نوموړى د ۱۹۸۴ ميلادي كال، د اولې مياشتې په اوله ورځ د افغانستان په بغلان ولايت كې زيږيدلى.
دى هم ښى لاسى او منځنى تېز بال وېشتونكى دى.
د ده كاركردګي په ۲۰۰۴ ميلادي كال كې هغه مهال وځليده، چې له بحرين سره يې لوبه كوله.
هغه وخت ده د خپل بالېنګ پر وخت، بحرين ته د ۲۴ منډو په وركولو سره، د هغوى ۳ تنه وسوځول او په دې سره افغان لوبډلې د بحرېن ټول ۸ لوبغاړي وسوځول.