
د افتتاح پر مهال پټۍ پريكولو شرعي حكم
پوښتنه
د اصلاح آنلاين درانه سايټ د فتوا څانگې ته
اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
قدرمنو: څرنگه چه زه يو ساختماني انجينر يم او اکثره وخت د پروژو افتتاح د پټۍ په پرې کولو سره کيزی، ايا دا کار له اسلام سره ارخ لگوي او که نه. که د پټۍ د تاريخ او شرعي جواز په اړوند راته معلومات راکړى ډيره مهرباني به مو وي
په درنښت
انجنير سيد احمد روحانی – غزنی
ځواب
وعليکم السلام ګرانه وروره!
هيله ده چې زمونږ سلامونه او نيکې هيلې هم ومنئ، له مونږ سره دې الله تعالى د دنيا او اخرت برى در په برخه کړي.
ستا د پوښتنې په اړوند نظر دا دى چې مسلمان بايد هر جائز او روا کار او عمل له بسم الله الرحمن الرحيم څخه پيل کړي، ځکه چې په دې طريقه د کار پيل کول د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت دى.
د جاهليت په زمانه کې به مشرکانو خپل کارونه د لات، منات او عزى په نومونو (چې بتان دي) پيل کول، کله چې محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم پيغمبر شو، نو الله تعالى دا وروښودله چې خپل کارونه او کړنې له بسم الله الرحمن الرحيم سره پيل کوه، نو له همدې امله مونږ مسلمانان بايد د کافرانو برخلاف خپل کارونه او پروګرامونه په بسم الله الرحمن الرحيم ويلو سره پيل کړو او دا کار د خپل ګران پيغمبرمحمد صلى الله عليه وسلم سنت طريقه وبولو.
په دې هکله له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه ډير داسې روايات رانقل شوي دي چې هغه په دې خبره دلالت کوي چې مسلمان بايد خپل کارونه او پروګرامونه له بسم الله الرحمن الرحيم ويلو سره پيل کړي .
د پټۍ په پريکولو سره کار او پروژې پيل کول د غربيانو او لوديځوالو طريقه او کړنه ده، بايد مسلمانان له داسې کارونو څخه ځان وساتي چې له کافرانو سره پکې مشابهت او ورته والى رامنځ ته کيږ ي
والسلام
مولوي امين الله ازره وال
اصلاح انلاین