د امام اعظم صاحب د مذهب مقبوليت

 اسلامي تاريخ ته که کتنه وشي نوداخبره جوتيږي چي په مسلمانانوکي اکثريت دامام اعظم  ابوحنيفه رحمه الله مذهبيان دي .

 په اوسنئ زمانه کي هم داسي ده،په ټوله نړۍ کي دمسلمانانو تر دوو برخو هم څه زيات دامام  اعظم صاحب مذهبيان دي .
پاته څه کم يوه برخه د هغو درو نورو امامانو مذهبيان دي او بې مذهبه خلگ(غيرمقلدين،سلفيان)دومره هم نه دي لکه په اوړوکي مالگه .

دامام اعظم صاحب دمذهبيانوپه دومره زيات شمېرکي د شتون څولاملونه دي چي په لنډډول يې غواړم چي وليکم :
۱:دحنفي مذهب دلايل ډېرز يات قوي دي نوځکه په هره زمانه کي علماوودامذهب غوره کړی دی،له دې امله دامذهب په نړۍ کي په پراخه اندازه خپور شو او اکثرو مسلمانانو عملي کړ.
۲:په دې مذهب کي احتياط ډېرزيات دی،محتاطه پرېکړه صادروي  اوهغه څه عملي کوي کوم چي له شک اوشبهې وتلی وي
ددې يودوه بېلگي دادي:
په وينه اودس مات دی کنه؟
نوامام صاحب داقول غوره کړ چي اودس ماتيږي،

معلومه خبره ده چي داودس په تازه کولوکي احتياط هم دی اوله شکه وتلی کارهم دی .
بله مسئله داده چي دوه لمونځونه(دماپشين اومازديگر،همدارازدماښام اوماخوستن)په سفرکي يوځای کول جائزدی کنه؟
نودامام صاحب مذهب دادی چي هرلمونځ بايدپه خپل وخت سره اداکړل شي اويولمونځ بايددبل پرځای ونکړل شي ؛
معلومه خبره ده چي دامذهب له يوې خواقوي دی اوله بلي خواه محتاط هم دی .

۳:دامام اعظم صاحب په مذهب کي يولوی کمال دادی چي په ټولواحاديثوعمل کوي،ټولودلائلوته کتنه کيږي اوداسي پرېکړه صادروي چي په يوه وخت کي ورباندي په ټولواحاديثوعمل کيږي .

۴:دحضرت امام اعظم صاحب رحمه الله علمي مقام اومرتبه ډېره لوړه ده،ترنوروټولوامامانولوی عالم دی بلکي نورامامان يې شاگردان اوياهم دشاگردانوشاگردان دي
تردې چي امام بخاري رحمه الله يې هم دشاگردانوشاگرددی ،داهم   دده دمذهب دمقبوليت يولوی لامل دی

۵:دامام صاحب دمذهب اصول اوضوابط په مشوره سره مقررکړل شوي دي ځکه چي په کوفه کي دحضرت امام صاحب په مشرئ يولوی مجلس موجودووچي دديني مسائلوپه اړه به يې تحقيق اوڅېړنه کوله اوله پوره تحقيق اومباحثې وروسته چي ټول سره متفق شول بيابه يې هغه مسئله ليکله .
ښکاره خبره ده چي دغه طريقه ډېره محکمه اوغوره ده.

په دې طرز چي کومي مسئلې امام صاحب حل کړې دي دهغودتعدادپه په هکله ملاعلي قاري رحمه الله ليکي چي هغه ۸۳۰۰۰دري اتيازره وې،په هغوکي۳۸۰۰۰ اته دېرش زره دعباداتوسره اړه لرونکې وې اوپاته يې دمعاملاتوسره(‌ذيل الجواهرجلد۲ص۴۷۲)
دغه وجي دي چي دامام اعظم صاحب مذهب په دنياکي ډېرعام شو.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

مولوي عصمت الله عزام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب