د اسلام غوره ویناوې

څوك چي دالله(ج) درضا لپاره تواضع او عاجزي وكړي، الله(ج) به يي سرلوړى او عزتمند كړي

كوم قوم چي په قرآن شريف عمل وكړ الله(ج) به يې سرلوړى كړي او كوم قوم چي عمل نه په كوي هغوى به ذليل او سپك وي

پهلوان او بهادور هغه نه دى چي پربل چاحمله وكړي بلكه په حقيقت كي پهلوان هغه څوك دى چي د غصې ا وغضب په حالت كي ځان په كابو كي وساتي

كومه ښځه چي په داسي حال كي ومري چي خپل خاوند ترې راضي او خوښ وي هغه جنتي ده

دنيا دمؤمن لپاره دزندان په شان ده او دكافر لپاره دجنت

الله (ج)ستاسو شكل او مال ته نه ګوري بلكه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري

هغه څوك زموږ له ډلې څخه نه دى چي پر كوچنيانو شفقت نه كوي

قهر او غصه دشيطاني اثر نتيجه ده، شيطان له اور څخه پيدا سوى دى او اور په اوبو سره له منځه وړل كيږي نو چا ته چي درد يعني غصه ورسي هغه دي خپله غصه د اوداسه په كولو سره ختمه كړي

ايمانداره او او رشتيا ويونكى تجار به دقيامت په ورځ دانبياوو او شهيدانو سره راپورته كيږي,

  • نېک او شريف انسان دعلم په واسطه متواضع ګرځي او شرير انسان متکبر
    ۳ – دعلم له کبله هيچا هم دخدايي دعوه نه ده کړې، خو د مال او دولت له کبله ډېرو کسانو کړې ده,۲ – علم دپيغمبرانو ميراث دی او مال د کفارو لکه فرعون او قارون

پر چاچي نصيحت اثرنه کوي دهغه زړه له ايمان څخه خالي دی – ابوبکر صديق رضی الله عنه,

الله(ج) واحد او لاشريک ګڼل، په ژبه اقرار کول او د شريعت دحکمونو فرمانبرداري کول دکامل ايمان نوم دی – عمر فارق رضی الله عنه,

د رښتني ايمان نښه داده چي دخطر اويري په حالت کي دحق خبره وکړي, – علي رضی الله عنهم

داسلام دغربت زمانه هغه ده چي د دين عالمان د دنيا عاشقان شي

 

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب