د اسلامي امت بنيادي ستونزې څه دي؟

په حقيقي ډول د الله تعالی د لوري دا نړۍ يو ازمايښتي ډګر دی نو ددي لپاره يي انسانان په مختليفو افکارو او خواصو سره دي نړۍ ته راستولي چي ددي لا امله انسانان په مختليفو توپيرونو؛ لکه تور او سپين، ژبني، کلتوري او مذهبي توپيرونو باندي ويشل شوي دي چي د همدي د وجهي نه د بشريت په ستر تاريخ کې د فکري، قومي، ژبني او مذهبي متفاوتونو لا امله امپراتورۍ قومونه او ډلې په فکري، فزيکي او اقتصادي جګړو باندي اخته دي، د بشريت په ستر تاريخ کې ډيری امپراتوريو او قومونو د بيلابيلو مخالفاتونو له امله ډيري فکري، فزيکي او اقتصادي جګړي کړي، مګر په اوسني (معاصر) تاريخ کې د نړۍ ترټولو قوي ترين، مهيم ترين او خداماتي سيسټمونه د چا لخوا اداره او پيشرفت ورکول کيږي؟؛ د مثال په ډول اټومي وسلي، استغباراتي شبکي، فضايي کنټرول سيسټم، سټاليټ سيسټم، د نړۍ ترټولو پراخه څړنيز اومعلوماتي سايټونه، د مجازي نړۍ کنټرول، نړيوال ټکنالوژيکې شرکتونه، نړيوال بشري سازمانونه او داسي نور… چي دي هريو يي نړۍ ته په پراخه کچه پرمختګ ورکړی او دا ټول سيسټمونه او خدامات د کفارو او غربيانو په پاليسۍ او اهدافو لخوا کنټروليږي او هغوئ ورځ تر بلي پيشرفت ورکوي، چي د همدي وجهي نه د اسلامي امت ترټولو زياته برخه په فکري او فزيکي ډول استعمار ده.

نن تاسو وګورئ ايا اسلامي امت نړيوال اتحاد او اتفاق لري؟
نن تاسو وګورئ ايا د اسلامي هېوادونو دولتونه او حاکمان په مکمل ډول خپلواک دي؟

نه هيڅ وخت نه، د اسلامي هېوادونو دولتونه او حاکمانو د غربيانو په اهدافو او مرستو باندي حکومتونه کوي، اسلامي امت هيڅ نړيوال اتفاق او اتحاد نه لري، حالن کې اسلامي امت ته په پراخه کچه د غربيانو لخوا چلنجونه مخته پراته دي مګر نن مسلمانان په څه کې بوخت دي، په خپلو کې په بدبينو، فسادونو، وژلو او مذهبي متفاوتونو او مشکلاتو له امله په جګړو بوخت دي نن مسلمانان په خپلو کې په چلنجونو اخته دي، د خپل مسلمان ورور عادي پرمختګ نشي زغملی حمايت يي نشي کولی او لا ورته ستونزي او مشکلات پيدا کوي، چي د همدي لاملونو له امله زياتره اسلامي هېوادونه په کورنۍ او بهرنۍ جګړو اخته دي، چي د جګړو او د اقتصادي مشکلاتو له امله ډيری مسلمانان کفري ملکونه ته پناه وړې چي په دي سره به هيڅکله اسلامي امت خودکفا او د مختاجۍ څخه خلاص نشي او ورځ تربلي به د اقتصادي بحرانونو په لور روان وي، چي هيڅکله هم به د غربيانو چلنجونه مات نه کړي، ددي ټولو بنيادي بدبختيو او ستونزو لاملونو پورته ذکر شوي نړيوال خدامات دي چي د همدي خداماتو له امله اسلامي امت يي په هره پيمانه او د هري لوري د څار او کنټرول لاندي دی، اسلام امت به هيڅکله په اسانه بنيادي پرمختک او نړيوال اتفاق او اتحاد باندي سمبال نشي؛ تاسو فکر وکړئ هغه اسلامپاله هستۍ چي په پراخه کچه يي کفارو ته زيانونه ورسول د هغوئ څخه ولې دفاع ونه شوه؟ هغوئ ولې ونه ساتل شول؟ هغوئ ولې په ډار او په پټه ژوند تيروه؟ او د همدي اسلامي هېوادونو حکومتونو به په لاس ورکول ددي هرڅه سره معلوميږي چي د اسلامي هېوادونو دولتونه د کفارو ملاتړي دي او د هعوئ په مرستو چليږي چي په دي سره هغوئ خپلي پاليسۍ او هدفونه د خپلو جوړ شوو او ملاتړو دولتونو له امله په اسلامي ملتونو باندي تطبيق کوي او اسلامي امت به هيڅکله بنيادي يووالي او پرمختګ ته پريږد نه دي.

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب