د ادريس علیه السلام نسب
ادريس علیه السلام ديارد زوى ، يارد دمهلائيل زوى دئ چي دنسب سلسله يې شيث علیه السلام ته رسيږي چي دآدم علیه السلام زوى دئ . په عبري ژبه کي دادريس علیه السلام نوم خنوخ دئ چي په عربي ژبه کي په آخنوخ سره ژباړل کيږي ، دى مبارک دنوح علیه السلام دنېکه ګانو څخه دئ ، مګر ځيني مؤرخين بيا په دې آند دي چي تر نوح علیه السلام وړاندي نه دى تېر سوى بلکي دى په بني اسرائيلو کي وو، خو دغه نظر حافظ ابن کثير او نورو معتبرو مؤرخينو رد کړى دئ.