خُرما په احاديثو کې

د خُرما په هکله زښته ډېر حدیثونه راغلی دی په بخاری شریف کې (۲۱۴) حدیثونه راغلی دی اوپه صحیح مسلم کی د(۱۰۰) څخه زیات حدیثونه راغلی دی اوداسی په نوروداحادیثوپه کتابوکی، دخُرمادګټوپه هکله په احادیثوکی ډېرڅه راغلی دی خودلته ټول ذکرکول ناشونې دی نوځکه زه غواړم چي په یوڅواحادیثومبارکوباندی اکتفاء وکړم اوپه احادیثوکی داسی راغلی دی:
 حضرت ابوهرېره رضي الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي خُرماعمده دواده۔
۱: حضرت انس بن مالک رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي په ټولوخُرماووکی برنی خُرماښه ده، داناروغی لیری کوی اوپه هغه کی مضرشی نشته۔(طب نبوی اورجدیدساینس)
 ۲: حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي دخُرمادخوړولوڅخه دقولنج درد (Obstructive Colic) نه پیداکیږی۔
(Fruit, Plant and Diet in Prophetic Traditions)
۳: حضرت اسماء دابوبکررضي الله عنه لوروایی چي په مکه معظمه کی دعبدالله بن زُبیردپیداکېدوتکلیف راپیداشو اوکله چي وقباء ته راورسېدمه نوهغه ماشوم پیداشو، زه ورسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم اودی می په غیږکی ورکړ، هغه صلی الله علیه وسلم دخُرماغوښتنه وکړل، خُرمائې په خوله کی وژوول اودخپلو مبارکو ناړو سره ئې دده په خوله کی په تالوکی ورکښېښوول اووروسته ئې دبرکت دعاورته وکړل، داپه مسلمانانوکی لومړی ماشوم و۔
(بخاری شریف اومسلم شریف)
۴: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چي نبی کریم صلی الله علی وسلم وفرمایل چي زماپه نزددهغوښځولپاره چي ډېرحیض (Hemorrhagia) لری خُرمااودناروغه لپاره عسل ، تردې غوره بله دوانشته۔(طب نبوی اورجدیدساینس بحواله ابونعیم)
 ۵: نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي خدای پاک وبی بی مریمې رضی الله عنهاته خُرماوفرمایل، که چيری دخدای په نزدتردې ښه غذاوای نوهغه به ورته فرمایلې وای۔(زبة المجالس)
 ۶: حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي سهارپه نهاره باندی خُرماوخوری چي ددې عمل سره دنس چنجیان (Intestinal Worms) مړه کیږی۔
 ۷: نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي عجوه خُرمادجنت څخه ده، داخُرمادزهرولپاره شفاء ده، هرهغه څوک چي هره ورځ ۷ عجوه خُرماوې وخوری پرهغه سړی جادواوزهراغیزې نه کوی۔

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب