د اتو زامنو مور
د عمر په ورستیو شپو ورځو کې وه، زړه نا زړه یې خپل کشري اتم زوی ته د واده کولو اراده وکړه.
دا زوی پرې ډېر ګران و او پر هغه هم مور ګرانه وه، هلک د خپلې مور ډېر ښه خدمت کاوه.
زلمی چې کله د خپلې مور له ارادې خبر شو، نو خواته یې ورغی او ورته یې وویل، مورې خاله دوی کره تللې وې!
مور ځواب ورکړ هو زوی که خدای کول ستا لپاره به لور راکړي.
زوی موسکی شو، وې ویل مورې که زه واده وکړم، نو ته به کوټه کې ځانته ویده کېږي، دوا به دې هم بې وخته شي، که زما مني نو ما ته واده مه کوه زه به دې هم د نور بچو په څېر یوازې پرېږدم.
د مور زړه له ژړا ډک شو، له سترګو یې غټو اوښکو لار وکړه، زلمی هم ژړغونی شو او بیا یې خپله مور په غېږ کې ونیوله!
مورې ژاړه مه زه له تا پرته ژوند نشم کولای، مور یې په سر ښکل کړ او بیا یې ښه وژړل، ژړا یې دې ته نه وه چې دا بې وسه؛ بلکې دې ته وه چې زوی یې په لومړي ځل ورته وویل چې پرته له دې ژوند نشي کولای.
څو میاشت بعد زلمي ته یې مور واده وکړ، د واده شپږ میاشتې ډېرې په خوښۍ تېرې شوې؛ خو مور کمزورې شوه او ناروغي یې شدیده شوه.
ناوې هره شپه زلمي ته د خپلې خواخښې ډېر غیبتونه کول؛ تر دې چې زلمی یوه ورځ ډېر مجبوره شو او وې ویل، ای ښځې مور زړه شوې، خیر دی وې زغمه نور یې ژوند نه دی پاتې کیدای شي څو شپې یې پاتې وي، په دې اخر کې مې د مور له دعا مه غورځوه.
مور ته دا خبرې په یوه شکل ورسېدې، هغه نوره هم سخته شوه، د واده زلمی عالم ته ورغی ترڅو د دوی ترمنځ ترمنځ میراث تقسیم کړي.
عالم او د واده زلمي مشران وروڼه راغلل، د میراث وېش پیل شو، ټولو ته خپله برخه میراث ورسېد، خو کله چې د مور وار راورسېد، نو یو او بل ته یې وسپارله چې مور به تاسره وي.
اووه زامنو یې بېلابېلې بهانې وکړې او ځان یې ترې خلاص کړ خو کشري زوی زړه ښه کړ او وې ویل زه مې مور ساتم.
مور چې دا وضعیت ولید، نو له خپلو بچو سره یې کړې خواري سترګو ته شوه، هغه شېبه وریاده شوه کله چې بچي واړه و نو ویل به یې مور زما مور او بل به ویل مور زما مور خو نن صرف کشري زوی وویل: زما مور!
په کټ پرتې سپین سرې خپلو بچو ته وکتل، له سترګو یې د مایوسۍ غټ غټ اوښکې تویه شوې خو مور بیا هم په خپله خوله ترخه موسکا راوسته دده لپاره چې زامن یې پرې دردمن نه شي.
بیا یې کشري زوی ته اشاره وکړه، هغه یې خولې ته غوږ نږدې کړ او دا خبره یې واورېده: زویه حق مې دربخښلی ستا یوې خبرې زما روح نا ارامه کړی، هغه دا چې زما پرته ژوند درته سخت دی.
له دې خبرې وروسته یې کلیمه وویله او سترګې یې پټې کړې، بیا هر زوی خپل سر واهه خو ګټه نه درلوده.
په دې وخت کې عالم ژړغونی شو او وې ویل، رښتیا ده چې یوه مور شل زامن ساتلی شي خو شل زامن یوه مور نشي ساتلی.
لیکوال: شمس الرحمن شمس «خروټی»