د ابوبكر (رضي الله عنه) حج ۹هـ | نبوي سیرت ۷۲ برخه

د ابوبكر (رضي الله عنه) حج (نهم هجري کال)

د همدې نهم هجري كال په ذي القعده يا ذي الحجه مياشت كې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خپل يار ابوبكر (رضي الله عنه) د حاجيانو امير وټاكه. امر يې ورته وكړ چې لاړ شي او د حج په دوران كې د مسلمانانو لارښوونه وكړي او مناسك ورباندې ادا كړي. ورپسې د برائت سورت هغه آيتونه نازل شول چې د تساوي او برابرۍ په بنسټ يې له مشركينو سره د شويو تړونونو ما تول اعلان كړل.

له همدې كبله رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) علي (رضي الله عنه) ته وظيفه وركړه چې لاړ شي او په مكه كې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له خوا دا فرمان خلكو ته اعلان كړي. دغه كار د مالونو او نفسونو په اړه تړونونو كې د عربو د عاداتو مطابق و (د دوى دا دستور ؤ چې دا ډول اعلان به سړى يا پخپله كاوه او يا به يې د كورنۍ د كوم غړي په واسطه اعلاناوه، د كورنۍ له غړو پرته  د بل چا له خوا به اعلان نه منل كيده).

علي (رضي الله عنه) روان شو او په عرج او يا په ضجنان كې يې له  ابوبكر (رضي الله عنه) سره ملاقات وشو. ابوبكر (رضي الله عنه) پوښتنه ورنه وكړه چې امير يې او كه مامور؟ علي (رضي الله عنه) په ځواب كې وويل: نه، زه مامور يم.

بيا دواړه روان شول، ابوبكر (رضي الله عنه) د حج د مناسكو مشري وكړه، د اختر په ورځ علي (رضي الله عنه) له جمرې سره ودريد او خلكو ته يې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) فرمان او پيغام ولوست.

پدې فرمان سره له ټولو مشركينو سره تړونونه مات او لغوه شول، هغوى ته يې څلور مياشتې وخت وركړ چې له سره فكر وكړي، له كومو مشركينو سره چې تړون نه و شوى هغوى ته همدا مهلت وټاكل شو، خو هغه مشركين چې مسلمانانو ته يې اذيت نه و رسولى او د مسلمانانو په خلاف يې له چاسره مرسته نه وه كړې هغوى ته اعلان وشو چې له دوى سره به تړون تر ټاكلې مودې پورې نافذ، د اعتبار وړ او عملي وي. ابوبكر (رضي الله عنه) ځينى كسان توظيف كړل چې اعلان وكړي لدې كال نه وروسته هيڅ مشرك نه شي كولى د حج په مراسمو كې ګډون وكړي، هيچا ته اجازه نشته په بربنډ حالت كې طواف وكړي. ددې فرمان په اعلان سره په حقيقت كې له عربي جزيرې نه د بت او بت پرستۍ ټغر په كلي توګه ټول شو، دا اعلان شوه چې نور شرك ختم شو، د بت پرستۍ تاريخ پاى ته ورسيد، او بيا به دلته بت پرستي رواج ونه مومي.(1)

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب