د ابراهیم علیه السلام صبر
ابراهيم علیه السلام ته د پيغمبرانو پلار ويل کيـږي، ځکه د هغه نه وروسته ټول پيغمبران د هغه په اولاد کې پيدا شوی دي، د بنی اسرائیلو ټول پيغمبران د ابراهیم علیه السلام د دوهم ځوي اسحاق علیه السلام د ځوي يعقوب عليه السلام اولاد دی، او زمونږ پيغمبر محمد (صلى الله عليه وسلم) د ابراهيم علیه السلام د مشر ځوي اسماعيل علیه السلام په اولاد کې راځي.
دغه لوي شخصيت هم په خپل ژوند کې ډیر تکليفونه ليدلی دي، د وخت د بادشاه نمرود له خوا اور ته ګوزار شو، د خپل وطن عراق نه وشړل شو، خپل ځوي اسماعیل او بی بی هاجره يی په يوه خوشی صحرا کې پريخودل چی نه په کې اوبه وي نه فصل، د الله په حکم د خپل ځوي اسماعیل علیه السلام حلالو ته تيار شو، خو په دی هر څه هغه صبر وکړو، نو الله ورته په دنيا او آخرت دواړو کې مشري او امامت ورکړ، الله تعالی فرمایی: « هغه وخت ياد کړه چی په ابراهیم علیه السلام رب په هغه باندی يو څو امتحانونه وکړه، نو هغه يی په کامیابۍ سر ته ورسول (صبر يی پری وکړ)، نو الله ورته ویل چی زه تا د خلکو امام جوړوم».
الله تعالی په دنیا کې امامت، ښه ژوند، د زړه سکون او آرام هغه چا ته ورکوي، څوک چی په تکليفونو صبر وکړي، او مؤمن ته د صبر په بدل کې جنت هم ورکوي.