دینی اسلامی معلومات | سوال او ځواب

سوال: په قرآن کریم کې د ژمي او دوبي یادونه څو ځله شوې ده؟
جواب: یو ځل.
سوال: په کومه سوره کښی؟
جواب: د قریش په سورة کی. سوال:- «عبس وتولی» دکوم صحابی په هکله نازل شوی دی؟ جواب:- د عبدالله بن ام مکتوم په هکله.
سوال:- هغه شپه چی عبادت پکی د زر میاشتو برابر دی کومه ده؟
جواب: هغه دقدر شپه ده.
سوال:- د قرآن دتلاوت په وخت کی زمونږ وظیفه څه ده؟
جواب:- غوږ نیول او سکوت کول.
سوال:- دکوم ښار لقب ام القری دی؟ جواب:- د مکی مکرمی .
سوال:- د حضرت محمد «ص» ترټولو لویه معجزه کومه ده؟
جواب:- قرآن مجید.
سوال:- د قرآن مجید آخرین صورة څه نوم لری؟
جواب:- سورة « الناس»
سوال:- لمړنی آیة چی نازل شو کوم آیة دی؟
جواب:- «اقرأ باسم ربک الذی خلق» د «علق» سورة.
سوال:- د نه ویشتمی سیپاری لمړنی سورة کوم دی؟
جواب:- د «الملک» سورة دی. سوال:- د نه ویشتمی سیپاری آخری سورة کوم دی؟
جواب:- د «المرسلات» سورة دی.
سوال:- په قرآن مجید کی ترټولو لوی سورة کوم دی؟
جواب:- د «بقره» سورة دی.
سوال:- په قرآن مجید کی ترټولو کوچنی سورة کوم دی؟
جواب:- د «کوثر» سورة دی.
سوال:- کوم سورة د دوو میوو په نومونو پیل شوی دی؟
جواب:- د «تین» سورة چی د انځر او زیتون په نومونو پیل شوی دی.
سوال:- کوم سورة د دوو پیغمبرانو په نومونو ختم شوی دی؟
جواب:- د «اعلی» سورة چی د ابراهیم (ع) او موسی (ع) په نومونو ختم شوی دی. سوال:- «آیة الکرسی» په کوم سورة کښی واقع دی؟ جواب:- په «بقره» سورة کښی. سوال:- د قران د دیرشم جزء لمړنی سورة کوم دی؟ جواب:- د «البناء» سورة دی. سوال:- قرآن مجید څو سیپاری لری؟ جواب:- قرآن مجید دیرش سیپاری لری. سوال:-هغه سورة چی فضیلت یی د ټول قرآن یوه څلرمه دی کوم دی؟ جواب:- هغه د «الکافرون» سورة دی. سوال:- هغه سورة چی فضیلت یی دټول قرآن یوه دریمه دی کوم دی؟ جواب:- هغه د «اخلاص» (قل هوالله احد) سورة دی. سوال:- دقرآن ترټولو اوږد آیة کوم دی؟ جواب:- د «الدین» (282) آیة د «بقره» په سورة کی. سوال:- جنت څو دروازی لری؟ جواب:- جنت (8) دروازی لری. سوال:- هغه څلور سوالونه چی دانسان نه دقیامت په ورځ کیږی کوم دی؟ جواب:- 1- دعمر چه چیری دی تیرکړی دی 2- دعلم چی څومره عمل دی پری کړی دی 3- د مال چه دکوم ځایه دی لاس ته راوړی دی 4- او دجسم او بدن چی په کوم کار دی مصروف کړی دی. سوال:- په «مسجدالنبی» کښی لمونځ څومره ثواب لری؟ جواب:- د نورو مسجدونو (1000) برابره ثواب لری. سوال:- کوم سورة دلوستونکی لپاره شفاعت کوی؟ جواب:- د «ملک» سورة. سوال:- د عبدالمطلب وروسته چا د رسول الله (ص) پالنه کوله؟ جواب:- د هغه کاکا (ابوطالب). سوال:- لمړنی کلمه چی حضرت جبرئیل(ع) و حضرت محمد(ص) ته ذکر کړل کومه وه؟ جواب:- «اقرأ» یعنی ولوله. سوال:- حضرت محمد(ص) څه جواب ورکړ؟ جواب:- هغه وویل: زه لوستونکی نه یم. سوال:- تر ټولو مهمه پیښه چی د «فیل» په کال وشوه کومه وه؟ جواب:- د حضرت محمد (ص) زیږیدل. سوال:- د مسلمانانو لمړنی مهاجرت کومی منطقی ته وو؟ جواب:- حبشی ته . سوال:- پیغمبر ص له هجرت وروسته څو ځله حج آداء کړ؟ جواب:- فقط یو ځل. سوال:- دهغی غاری نوم څه وو چی پیغمبر ص دهجرت مخکی هلته پناه وړی وه؟ جواب:- د «ثور» غاره . سوال:- حضرت جبرئیل د یوه کال په اوږدو کی څو ځله د پیغمبر ص سره د قرآن مرور کوَی؟ جواب:- په هرکال کی یو ځل د روژی مبارکی په میاشتی کی. خو د پیغمبر ص د وفات په کال یی دوه ځله مرور وکړ. سوال:- «حجة الوداع» په کوم کال وو؟ جواب:- د هجرت لسم کال. سوال:- د «ابوهریره «رض» نوم څه وو؟ جواب:- عبدالرحمن بن صخر الدوسی. سوال:- «صدیق» د چا لقب دی؟ جواب:- د حضرت ابوبکر (رض) لقب دی. سوال:- «ترجمان القرآن» دکوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت عبدالله بن عباس (رض). سوال:- «غسیل ملائکه» د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت حنظله بن ابی عامر (رض). سوال:- «امین امة» د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت ابوعبیده عامر بن الجراح (رض). سوال:- «مؤذن رسول الله» د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت بلال بن رباح (رض) . سوال:- «حواری الرسول» دکوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت زبیر بن العوام (رض) سوال:- «ذی الجناحین) د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت حعفر بن ابی طالب- جعفر طیار (رض). سوال:- «ذی النورین» دکوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت عثمان بن عفان (رض) . سوال:- «سیف الله المسلول» دکوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت خالد بن ولید (رض) . سوال:- «فاروق» د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت عمر بن الخطاب (رض) . سوال:- ملائکو دکوم صحابی څخه حیا کوله؟ جواب:- دحضرت عثمان بن عفان (رض) څخه. سوال:- خندق د کوم صحابی په مشوره جوړ شو؟ جواب:- د حضرت سلمان فارسی (رض). سوال:- لمړنی شخص چی مسلمان شو څوک وو؟ جواب:- حضرت ابوبکر الصدیق (رض). سوال:- لمړنی ښځه چی مسلمانه شوه څوک وه؟ جواب:- بی بی خدیجة الکبری (رض عنها) سوال:- د حضرت محمد (ص) لمړنی ښځه څوک وه؟ جواب :- بی بی خدیجه بنت خویلد. سوال:- حضرت حمزه (رض) په کومه غزا کی شهید شو؟ جواب:- د احد په غزا کی. سوال:- د بدن زکات څه شئ دی؟ جواب:- روژه نیول دی. سوال:- د «فجر» په سورة کی د «لیال عشر» نه څه منظور دی؟ جواب:- د «ذی الحجی» دمیاشتی (10) لمړنی شپی دی. سوال:- هغه دری نفسونه چی ذکر یی په قرآن کی راغلی دی کوم دی؟ جواب:- اماره نفس- لوامه نفس- مطمئنه نفس. سوال:- په قرآن مجید کښی د «الله» لفظ څو ځله ذکر شوی دی؟ جواب:- (980) ځله . سوال:- کوم پیغمبر د خدای (ج) په امر بیله پلاره له مور نه پیداشو؟ جواب:- حضرت عیسی (ع) بن مریم . سوال:- کوم پیغمبر د خدای (ج) په امر بیله پلار او مور نه پیدا شو؟ جواب:- حضرت آدم (ع). سوال:- نبیان او رسولان څو دی؟ جواب:- (124000) یو سل او څلرویشت زره زیات او کم نبیان دی، چی په هغوی کی بیا (313) بیا رسولان هم دی. سوال:- د حضرت محمد (ص) د سورلی نوم څه وو؟ جواب:- یعفور « عفیر». سوال:- د حضرت محمد (ص) د آسونو نومونه څه وه؟ جواب:- السکب، ملاح، المرتجز، اللحیف، الظرب، العزاز و الورد. سوال:- د حضرت محمد (ص) دهغی سورلی نوم څه وو چی دمعراج په شپه ورباندی سپور شو؟ جواب:- براق سوال:- د بدر په غزا کی تر ټولو وړوکی شهید څوک وو؟ جواب:- «عمیر بن ابی وقاص» چی 16 کلن وو. سوال:- پر هر مسلمان په یوه شپه او ورځ کی څو لمنځونه فرض دی؟ جواب:- پنځه لمونځونه. 1 سهار 2 ماسپښین 3 ماځیگر 4 ماښام 5 ماخستن. سوال:- د سهار لمونځ څو رکعته فرض دی؟ جواب:- دوه رکعته فرض دی. سوال:- د کعبی شریفی لوړوالی څومره دی؟ جواب:- (15) متره. سوال:- بیت الخلا ته د ننوتلو دعاء کومه ده؟ جواب:- بسم الله، اللهم انی اعوذبک من الخبث والخبائث. سوال:- د بیت الخلا نه د وتلو دعاء کومه ده؟ جواب:- غفرانک الحمدلله الذی اذهب عنی الاذی و عافانی. سوال:- د کومی عمری ثواب د حج برابر دی؟ جواب:- هغه عمره چی د روژی په میاشتی کی آداء شی. سوال:- هغه مسجد چی دوی قبلی لری چیری دی؟ جواب:- مدینه منوره. سوال:- د دوزخ د دروازه وان نوم څه دی؟ جواب:- مالک. سوال:- د جنت د خزانه دار نوم څه دی؟ جواب:- رضوان دی . سوال:- هغی دوی کلمی چی په ژبه سپکی او په ترازو درنی دی کومی دی؟ جواب:- سبحان الله وبحمده، سبحان الله العظیم. سوال:-د قیامت په ورځ څوک د دوزخ په اور کیزه کوی؟ جواب:- هغه څوک چی خپل علم پټوی. سوال:- حضرت نوح (ع) څو کاله خپل قوم د الله ج طرف ته راوباله؟ جواب:- (950) سال . سوال:- د فریقا په لویی وچی کی تر ټولو لوی مسجد چیری دی؟ جواب:- په کوناکری. سوال:- دیوه شبانه روز دفرض رکعتونو شمیر څو دی؟ جواب:- (17) رکعته دی. سوال:- په قرآن کی ترټولو زیات د کوم پیغمبر یادونه شوی ده؟ جواب:- حضرت موسی (ع) سوال:- په قرآن کریم کی ترټولو لوی سورة کوم دی؟ جواب:- د «بقره » سورة دی. سوال:- پر منافقانو باندی کوم لمنځ سخت وو؟ جواب:- د سهار او دماخستن لمونځ. سوال:- د مسلمانانو دلښکر مشر «اسامه بن زید» دمشرتابه په وخت کی څو کلن وو؟ جواب:- (17) کلن وو. سوال:- حضرت آدم (ع) په کومه ورځ جنت ته داخل شو؟ جواب:- د جمعی په روځ. سوال:- که چیری مونږ ته کوم مشکل پیښ شی کومه دعا ووایو؟ جواب:- اللهم لا سهل الا ما جعلته سهلاَ و انت اذا شئت جعلت الحزن سهلاً. سوال:- دمدینی خلکوته د پیغمبر ص په وخت کی څه ویل کیدل؟ جواب:- انصار سوال:- «خلفای راشدین» کوم خلک دی؟ جواب:- حضرات هر یو ابوبکر- عمر- عثمان- او علی رضی الله عنهم. سوال:- دهغه سړی نوم څه وو چی د خدای (ج) د کور د نړولو قصد یی کړی وو؟ جواب:- ابرهه حبشی. سوال:- دهغه دوو قبیلو نومونه څه وه چی د رسول الله ص په وخت کی په مدینی کی ژوند کاوه؟ جواب:- اوس او خزرج. سوال:- مسجد الاقصی«بیت المقدس» چیری واقع دی؟ جواب:- په فلسطین کی. سوال:- مسجد الحرام چیری واقع دی؟ جواب:- په مکة المکرمه کی. سوال:- معوذتین و کومو سورتونو ته ویل کیږی؟ جواب:- سورة الفلق او سورة الناس. سوال:- د اوداسه فرضونه څو او کوم دی؟ جواب:- په اوداسه کی څلور فرضونه دی. 1- د مخ پریمنځل 2- د لاسونو پریمنځل تر څنګلو 3- د سر مسحه 4- د پښو پریمنځل تر بیجلکو پوری. سوال:- هغه دری مسجدونه چی دیدن یی ثواب لری کوم دی؟ جواب:- مسجدالحرام ، مسجد النبی و مسجدالاقصی. سوال:- د مسلمانانو لمړنی قبله کومه ده؟ جواب:- مسجد الاقصی. سوال:- حضرت عمر فاروق رض چا په شهادت ورسولو؟ جواب:- ابو لولوء مجوسی. سوال:- مکه مکرمه په کومه میاشت فتحه شوه؟ جواب:- د روژی (رمضان) په میاشت کی. سوال:- د خندق دجنگ بل نوم څه وو؟ جواب:- د احزاب جنګ . سوال:- رسول الله ص چی به کله نوی میاشت ولیده کومه دعا به یی کوله؟ جواب:- «هلال خیر و رشد امنت بالله الذی خلقک». سوال:- دهغه پیغمبر نوم څه وو چی الله (ج) یی د قربانی کیدو د مخ نوی لپاره د جنت پسه را واستوی؟ جواب:- حضرت اسماعیل (ع). سوال:- قیامت په کومه ورځ پیښیږی؟ جواب:- د جمعی په ورځ. سوال:- دمهاجرینو لمړنی کوچنی چی په مدینی کی د هجرت وروسته دنیا ته راغی څوک وو؟ جواب:- عبدالله بن زبیر «رض». سوال:- په اسلام کی لمړنی قاضی څوک وو؟ جواب:- حضرت عمر بن الخطاب «رض». سوال:- د رسول الله (ص) د هغی ښځی نوم څه وو چی ابراهیم ځنی پیدا شوی دی؟ جواب:- ماریه قبطیه . سوال:- مسلمانان په کومی میاشتی کی د حج مراسم تر سره کوی؟ جواب:- د «ذی الحجه» میاشت. سوال:- لمړنی کس چی په عربی خبری وکړی، څوک وو؟ جواب:- حضرت اسماعیل (ع) . سوال:- کوم کسان د رسول الله(ص) وارثان دی؟ جواب:- علماء. سوال:- د مسلمانانو کومه ډله تر ټولو وړاندی جنت ته داخلیږی؟ جواب:- د مهاجرینو فقران (غریبان) . سوال:- خلیل الرحمن د چا لقب دی؟ جواب:- حضرت ابراهیم (ع). سوال:- هغه کال چی پکی حضرت بی بی خدیجه الکبری او ابوطالب درسول الله ص کاکا دواړه وفات شول په کوم نوم مشهور دی؟ جواب:- په «عام الحزن». سوال:- چا په ښکاره د کافرانو مخ ته قرآن تلاوت کړ؟ جواب:- حضرت عبدالله بن مسعود «رض». سوال:- آیا یو څوک کولای شی پنځه لمنځونه په یوه اودس وکړی؟ جواب:- بلی کولای شی. سوال:- که چیری کوم شخص په هیره سره بی اوداسه لمونځ وکړ آیا لمونځ یی صحیح دی؟ جواب:- یا صحیح نه دی. سوال:- د هغه لمونځ حکم څه دی چی د وخت د داخلیدلو وړاندی أداء شی؟ جواب:- دا لمونځ صحیح نه دی. سوال:- آیا خوړل او څښل اودس ماتوی؟ جواب:- یا نه یی ماتوی. سوال:- آیا په هغه کالو کی چی نجاست وی، لمونځ صحیح دی؟ جواب:- یا نه دی صحیح. سوال:- د سهار لمونځ په سفر کی څو رکعته دی؟ جواب:- دوه «2» رکعته فرض. سوال:- د ماسپښین لمونځ په سفر کی څو رکعته دی؟ جواب:- دوه «2» رکعته فرض. سوال:- هغه اوه «7» اندامونه چی د سجدی په وخت کی پر ځمکه لګیږی کوم دی؟ جواب:- 1- تندی او پزه 2- دوه لاسونه 3- دوه زنګنونه 4- دوی پښی. سوال:- کله چی په جماعت کی مقتدی یوازی وی چیری ودریږی؟ جواب:- د ملا راسته طرف ته . سوال:- د جنازی د لمانځه حکم څه دی؟ جواب:- فرض کفایه. سوال:- هغه لمونځونه چی په سفر کی لنډ اداء کیږی کوم دی؟ جواب:- ماسپښین ، ماځیګر او ماخستن . سوال:- د هغه سړی چی په هیره سره ډوډی وخوری یا اوبه و څیښی د روژی حکم څه دی؟ جواب:- روژه یی نه فاسدیږی. سوال:- په جماعت کی ترټولو بهتره صف کوم دی؟ جواب:- لمړی صف. سوال:- کور ته د داخلیدلو دعا کومه ده؟ جواب:- (بسم الله ولجنا و بسم الله خرجنا وعلی ربنا توکلنا). سوال:- کله چی آذان اوری ، څه وایی؟ جواب:- لمړی هرهغه څه چی مؤذن ویل او کله چی مؤذن «حی علی الصلاه » او « حی علی الفلاح» وویل زه وایم (لاحولا ولاقوة الابالله». سوال:- کله چی کوم غم پیښیږی، څه وایی؟ جواب:- « انا لله و انا الیه راجعون» سوال:- کله چی دی روژه ماته کړه کومه دعا کوی؟ جواب:- دغه دعا«ذهب الظلماء وابتلت العروق وثبت الاجر ان شاء الله» سوال:- په لمانځه کی درکوع وروسته څه وایی؟ جواب:- «سمع الله لمن حمده- ربنا لک الحمد» سوال:- کله چی دخوبه پاڅیدی کومه دعا کوی؟ جواب:- «الحمد لله الذی احیانا بعد ما اماتنا و الیه النشور». سوال:- کله چی د مریض پوښتنی ته لاړی کومه دعا کوی؟ جواب:- «لا باس طهور ان شاء الله» سوال:- کله چی د مجلس نه ولاړ شوی کومه دعا لولی؟ جواب:- «سبحانک اللهم و بحمدک اشهد ان لا اله الا انت استغفرک واتوب الیک». سوال:- کله چی دخپل کوره وزی کومه دعا کوی؟ جواب:- « بسم الله، توکلت علی الله ولاحول ولاقوة الا بالله» سوال:- د ډوډی خوړلو وړاندی څه وایی؟ جواب:- « بسم الله » سوال:- د ډوډی خوړلو وروسته څه وایی؟ جواب:- «الحمد لله الذی اطعمنی هذا ورزقنیه من غیر حول منی ولاقوة» سوال:- تر ټولو قوی انسان کوم شخص دی؟ جواب:- هغه چی د خښم په وخت کی ځان کنترول کړی. سوال:- کله چی په غضب شوی څه وایی؟ جواب:- « اعوذ بالله من الشیطان الرجیم». سوال:- کله چی ته ومږی (عطسه زدن) نو څه وایی؟ جواب :- زه وایم« الحمد لله» سوال:- کله چی یو څوک ومږی (عطسه) ته څه وایی؟ جواب:- زه وایم «یرحمک الله». سوال:- کله چی کوم څوک په غم کی ووینی څه وایی؟ جواب:- «الحمدلله الذی عافانی مماابتلاک به و فضلنی علی کثیر من خلق تفضیلاً» سوال:- که چیری کوم شخص ستا سره مرسته وکړه ته څه وایی؟ جواب:- زه وایم «جزاک الله خیراً». سوال:- د الله (ج) «اسماء الحسنی» څو دی؟ جواب:- (99) نومونه دی. سوال:- بسم الله الرحمن الرحیم څو ځله په قرآن کی ذکر شوی ده؟ جواب:- 114 ځله. سوال:- د حضرت عیسی (ع) نوم په قرآن کی څو ځله بیان شوی دی؟ جواب:- 25 ځله. سوال:- په قرآن مجید کی دجنت څو ځله یادونه شوی ده؟ جواب:- 66 ځله. سوال:- په قران مجید کی د دوزخ څو ځله یادونه شوی ده؟ جواب:- 126 ځله. سوال:- د قرآن مجید سورتونه څو دی؟ جواب:- 114 دی. سوال:- قرآن مجید څو سیپاری لری؟ جواب:- 30 سیپاری لری. سوال:- د قرآن مجید دحرفو تعداد څو دی؟ جواب:- (340740) حرفونه دی. سوال:- دقرآن مجید آیتونه څو دی؟ جواب:- 6226 آیة. سوال:- دقرآن مجید څو سورتونه په مکی کی نازل شوی دی؟ جواب:- 86 سورتونه. سوال:- د قرآن مجید څو سورتونه په مدینی کی نازل شوی دی؟ جواب:- 28 سورتونه. سوال:- د قرآن مجید د آیتونو سید کوم ایة دی؟ جواب :- «آیة الکرسی» سوال:- د قرآن مجید ترټولو مبارک آیة کوم دی؟ جواب:- «ایة الکرسی». سوال:- دقرآن مجید تر ټولو اوږد حرف کوم دی؟ جواب:- «لیستخلفنهم» د نور سورة 55 آیة. سوال:- هغه حرف چی دقران مجید په میان کی واقع دی کوم دی؟ جواب:- «ف» په «والیتلطف» کلمی، په کهف سورة کښی. سوال:- «ام القرآن » دکوم سورة نه عبارت دی؟ جواب:- د «فاتحه» سوره. سوال:- د قرآن نیمایی کومه سوره ده؟ جواب:- د «الزلزله» سورة. سوال:- په قران کی کوم سورة «سنام القرآن» لقب لری. جواب:- د «بقره» سورة. سوال:- په قران مجید کی کومه سوره د قرآن د زړه لقب لری؟- جواب:- د څو هغو ښارونو نومونه واخلی چی ذکر یی په قران مجید کی راغلی وی. جواب:- مصر، بابل، مکه، مدینه، مدین، مأرب، قدس او سیناء. سوال:- بعضی هغه عددونه ووایاست چی په قرآن کی راغلی وی؟ جواب:-« 1-3-4-7-11-12-19-100-200-1000-2000-50000 ». سوال:- هغه کومی درختی دی چی په قرآن کی دهغوی یاد شوی دی؟ جواب:- سدر، نخل او زیتون. سوال:- هغه کومی میوی دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟ جواب:- انار ، انځر او خرما. سوال:- هغه کومی قبیلی دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟ جواب:- قریش، عاد او ثمود. سوال:- هغه کوم حیوانات دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟ جواب:- اوښ، فیل، غوا، خر، شرمښ، چنګوښه او خنځیر. سوال:- هغه کوم حشرات دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟ جواب:- غالبوزه، میږی، غوماشه، جولاګی، مچ، ملخ او شپږه. سوال:- هغه کوم الوتونکی دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟ جواب:- ملاچرګک، کارغه او شاهین. سوال:- هغه کومی دانی دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟ جواب:- عدس او غنم. سوال:- هغه کوم فصلونه دی چی په قران کی راغلی دی؟ جواب:- دوبی او ژمی. سوال:- په قرآن کی د اونی د کومو ورځو نومونه راغلی دی؟ جواب:- شنبه او جمعه. سوال:- په قرآن کی د کومو وقتونو یادونه شوی ده ؟ جواب:- سهار او مازیګر. سوال:- هغه کوم فلزات دی چی قرآن کی یی یادونه شوی ده؟ جواب:- طلا، سپین زر، آهن او فولاد. سوال:- څو شیان چی په قرآن کی ذکر شوی و نوموی؟ جواب:- پیمانه، ترازو، څراغ، ښیښه، بوټی، چاقو او دروازه. سوال:- کوم جهات په قرآن مجید کی ذکر شوی دی؟ جواب:- شرق او غرب. سوال:- دهغو رنگونو نه چی په قرآن کی ذکر شوی دی نومونه واخلی؟ جواب:- سپین، تور او زرغون. سوال:-رسول الله ص په کوم کال زیږیدلی دی؟ جواب:- د دوشنبی په ورځ 12 د ربیع الاول دفیل کال (570) میلادی. سوال:- دکوم صحابی نوم په صراحت سره په قرآن کی ذکر شوی دی؟ جواب:- د زید بن حارثه. سوال:- د مدینی منوری دری لقبونه بیان کړی؟ جواب:- طیبه، مدینة الرسول او المدینة المنوره. سوال:- لمړنی مسجد چی رسول الله ص جوړ کړ څه نومیږی؟ جواب:- «مسجد قباء» سوال:- لمونځ کول په مسجد قباء کښی څومره ثواب لری؟ جواب:- دیوی عمری په اندازه ثواب لری. سوال:- حرمین شریفین دکومو ځایونو نومونه دی؟ جواب:- د مسجدالحرام او مسجد النبی ص . سوال:- په مسجدالحرام کښی هر لمونځ څومره ثواب لری؟ جواب:- لکه سل زره لمونځونه. سوال:- په مسجدالنبی کښی هر لمونځ څومره ثواب لری؟ جواب:- لکه زر لمونځونه. سوال:- په مسجد الاقصی کښی هر لمونځ څومره ثواب لری؟ جواب:- لکه پنځه سوه لمونځونه . سوال:- د مکی دری نومونه واخلی؟ جواب:- ام القری، مکه او بلدالامن. سوال:- «کلیم الله» د چا لقب دی؟ جواب:- د موسی (ع) سوال:- حضرت محمد (ص) څو عمری اداء کړی؟ جواب:- (4) څلور عمری. سوال:- لمړنی عمل چی په قیامت یی پوښتنه کیږی کوم دی؟ جواب:- لمونځ دی. سوال:- د هجری قمری کال لمړنی میاشت څه نومیږی؟ جواب:- د محرم میاشت. سوال:- لمړنی امت چی د قیامت په ورځ حساب او کتاب ورسره کیږی کوم امت دی؟ جواب:- د محمد رسول الله ص امت دی. سوال:- لمړنی نبی څوک دی؟ جواب:- حضرت آدم (ع). سوال:- حضرت ادم (ع) په کومه ورځ پیدا شوی دی؟ جواب:- د جمعی په ورځ. سوال:- لمړنی قتل چا کړی دی؟ جواب:- قابیل چی کله یی هابیل مړ کړ. سوال:- «ابوالبشر» دچا لقب دی؟ جواب:- د حضرت آدم (ع). سوال:- د حضرت ادم (ع) قد څو متره وو؟ جواب:- 60 متره وو.

سوال:- حضرت بی بی حوا څرنګه پیدا شوه؟
جواب :- د حضرت آدم (ع) له بغل نه په داسی شکل چی حضرت آدم بیخی پوه نه شو.

سوال:- ولی حوا ورته وایی؟
جواب:- ځکه چی د ژوندی نه پیدا شوه او ژوندی هم آدم وو.

سوال:- حضرت رسول الله ص د معراج په شپه چیری د خپل پلار آدم (ع) سره ولیدل؟
جواب:- د دنیا په آسمان کی.

سوال:- په قرآن مجید کی څو ځله د حضرت آدم (ع) یادونه شوی؟
جواب:- 25 ځله.

سوال:- د حضرت ادم وروسته وکوم نبی ته نبوت ورکول شو؟
جواب:- حضرت شیث (ع) ته.

سوال:- لمړنی کس چی په قلم یی لیکنه وکړه څوک وو؟
جواب:- حضرت ادریس (ع).

سوال:- حضرت رسول الله دمعراج په شپه د ادریس (ع) سره په څوم آسمان کی ولیدل؟
جواب:- په څلرم آسمان کی.

سوال:- په نړی کی لمړنی رسول څوک وو؟
جواب:- حضرت نوح (ع)وو.

سوال:- د نوح (ع) د قوم نوم څه وو؟
جواب:- بنو راسب.

سوال:- هغه انبیاء کوم دی چی په نومونو یی د قرآن سورتونه نومول شوی دی؟
جواب:- حضرت یونس، هود، یوسف، ابراهیم، نوح، او محمد (علیهم السلام اجمعین).

سوال:- شیخ المرسلین د کوم پیغمبر لقب دی؟
جواب :- د حضرت نوح (ع)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب