دځیني توبه ګارو تېروتنه

نن سبا ځیني داسې خلک لیدل کیږي چې له ګناهونو توبه ګار شي دینداري پیل کړي، پنځه وخته لمونځونه کوي، نور سنت عملونه هم عملي کوي او دیني وضعه قطعه برابره کړي، خو په دې وخت کې شیطان د ده ذهن ته یوه خطرناکه اندېښنه پیچکاري کړي هغه دا چې دی فکر کوي ډیر خلک بیلارې دي او په مختلفو ګناهونو بوخت دې. په دې وخت کې ځان ته غاره شي چې ته خو اوس پر دین مستقیم شوی یې او پوره دینداره یې، خلک خو هلاک او برباد دي او ټول د جهنم لور ته روان دي.

په داسې حالت کې په ده کې دوه ناروغي په یوه ځای پیداشي یوه په خپل عمل مغرور کیدل او بله ناروغي خلکو ته په سپکه کتل چې دا دواړه هلاکوونکي خویونه او ډیر بد خصلتونه دې . رسول الله صلي الله علیه وسلم وایي: إذا قال الرجل هلك الناس فهو أهلكهم ( رواه مسلم و ابوداود)، یعني چې یو څوک ووایي: خلک ټول هلاک شول نو دی ترټولو ډیر هلاک شو.

امام ابوداود رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې وایي: داخبره چې یوڅوک په دې نیت وکړي چې په خلکو یې زړه خوږیږې او په خپل عمل مغرور نه وي نو شاید پروا به ونه لري، خو که یو څوک دا خبره په داسې حالت کې وکړي چې خپل ځان ډیر دینداره ورته ښکاري او په خپل عمل غرور کوي بیا نو دا خطرناکه خبره ده باید ونه کړل شې .

موږ مخکې یادونه وکړه چې ځیني هغه خلک چې نوې یې توبه ایستلې وي او د دینداري خوند یې هم څکلی وي ، شیطان د هغه د بیلارې کولو او ګمراه کولو له پاره داسې لارې لټوي چې دی په ځان هم نه وي خبر او هغه هلاک کړی وي، نو دا وروڼه باید دشیطان ګڼ شمیره دروهو اوچلوټیو ته ځیر واوسي او په تېره هغه وروڼه چې علمي پانګه یې کمه وي هغوی باید ګام په ګام له نیکو او بې غرضه علماو لارښوونې ترلاسه کړي او زموږ دا پیغام دي تل په یاد لري او نورو مسلمانانو ته دې هم ورسوي.

لیکوال: حامد افغان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب