دينو بوځاتي Dino Buzzati
دينو بوځاتي Dino Buzzati ايټالوی ژورناليست، انځورګر او ليکوال په 1906 کال کې د ايټاليې د شمال په بېلونو Belluno ښار کې زېږېدلی او په 1972 کال کې د ميلان Milano په ښار کې مړ شوی دی.
د دوه ويشتو کالو لا نه و چې د ايټاليې تر ټولو مهمې ورځپاڼې ”کورېرې دې لا سيېرا“ Corriere dela Sera سره يې په کار پيل و کړ، په لومړي سر کې به د پوليسو په ماموريتونو ګرزېده، پر کوچنيو خورو ورو پېښو به يې رپوټونه ليکل. بيا يې عجيبو او هېښوونکو پېښو ته مخه کړه او د دوهمې نړۍ والې جګړې په لومړيو کلونو کې يې د جنګي پېښو د راپورتر دنده اجراکوله. په 1943 کال کې چې ”کوريېرې دې لا سيېرا“ د فاشيست پلوو ځواکونو تر کنترول لاندې راغله ډېر ژورناليستان ترې په شا شول، د مقاومت ډګر ته ورننوتل خو بوځاتي بې طرفه پاتې شو او د ورځپاڼې سره يې خپل کاري اړيکي د پخوا په څېر وساتل. د ژوند په وروستيو کلونو کې د ورځپاڼې د ادبي پاڼې په تر ټولو غوره ليکونکو کې راته.
بوځاتې د خپل ژورناليستي کار ترڅنګه په لسګونو لنډې کيسې او څو ناولونه هم ليکلي دي.
د بوځاتي د ادبي کار په اړه کله کله ويل کېږي چې د چکي ليکوال فرانڅ کافکا Frantz Kafka اغيز په کې ښکاري خو کافکا د بوځاتي د ليکوالۍ له پيله ډېر وروسته شهرت و موند.
”د غرونو بارنابو“ ،”د تاتارو ډاګ“ ، ”اووه استازي“ ، او د ”ايل کلومبرو“ په نامه د لنډو کيسو ټولګه د بوځاتي په خورا مهمو ليکنو کې يادېږي.
هغه کتاب چې بوځاتي ته يې تلپاتې نړۍ وال نوم ور په برخه کړ ”د تارتارو ډاګ“ نومېږي چې په 1940 کې چاپ شو او په لږه موده کې په ډېرو ژبو و ژباړل شو.
د دغه ناول اتل بريدمن جيوواني دروګو Giovanni Drogo له نظامي پوهنتون څخه فارغېږي ، په باستياني کلا کې په دنده ګومارل کېږي چې ډېر لېرې د هېواد د شمال په غرونو کې په داسې يو خای کې پرته ده چې ورتګ ګران دی او د ګاونډي هېواد يو وچ ډاګ يې تر څار لاندې دی. په دې کلا کې چې هېڅ ډول د پام وړ پېښه په کې چا نه ده لېدلې نظامي مقررات داسې په کلکه مراعات کېږي چې نور نو د عقل له ساحې و تلي ښکاري. بريدمن دروګو چې نه غواړي د ښاري ژوند له خوندونو او دخپلې مور له مينې څخه لېرې پاتې شي، په اول سر کې هڅه کوي چې هر څومره ژر چې کېدای شي ځان له دې ځايه بل ځای ته تبديل کړي خو د څلورو مياشتو اجباري خدمت په پای کې له دغه ځايه سره روږدی کېږي او د کلا د نورو سپايانو او منصبدارانو په څېر د انتظار دنيا ته ورګډېږي. دا خبره دلته ټولو منلې ده چې د کلا موقعيت داسې دی چې يوه ورځ نه يوه ورځ به د ګاونډي هېواد لښکر پرې بريد کوي او د کلا ساتونکو ته به د خپل اتلوالي د ښکاره کولو موقع په لاس ورځي.
دروګو همدلته پاتې کېږي او د کلو په تېرېدو سره يې د ښار او ښاريانو سره اړيکي سستېږي. نور نو د ده ټول ژوند د هغې شېبې په انتظار کې تېرېږي چې د دښمن لښکرې به بريد کوي او دی به يې په وړاندې قهرمانانه مقاومت کوي. يوه ورځ يو بې خاونده اس د کلا سره نېژدې پيدا کېږي او د کلا ساتونکي په خپله دې ګروهه کې لا پخوي چې د دښمن يرغل کېدونکی دی. دا ځل خو څو تنه عسکر هم ليدل کېږي خو ډېر ژر معلومېږي چې د هغوی د راتګ موخه يوازې د پولې نخښه کول دي.
دروګو له څلورو کالو وروسته ښار ته په رخصتۍ ځي خو هلته هر څه بدل شوي او ده ته په کې ځان پردی ښکاري. سره له دې هم د تبديلۍ غوښتنه کوي خو ځوان افسران ترې مخکې شوي او د ده غوښتنه نه منل کېږي. په همدغه مهال په ګاونډي هېواد کې د باستياني کلا پر لور د يو سړک د جوړېدلو کار پيلېږي او د کلا د اوسېدونکو دا هيله چې جنګ به کېږي او دوی به په کې خپل شهامت ځلوي، بيا را ژوندۍ کېږي. د سړک جوړولو کار پينځلس کاله اوږدېږي. د سړک پر بشپړېدو پينځلس کاله نور هم اوړي. اوس جيواني دروګو څلورپنځوس کلن ډګروال او د کلا د قوماندان معاون دی. کۀ څه هم ناروغه دی خو د کلا پرېښولو ته زړه نه ښه کوي. يوه ورځ د ګاونډي هېواد لښکرې په ريښتيا هم يرغل کوي، خو د کلا قوماندان چې د دروګو ناروغۍ ته ګوري تصميم نيسي چې له کلا څخه يې وباسي.
له غرونو څخه د کوزېدو پر مهال، جيواني دروګو په داسې حال کې د لارې په سر هوټل کې سا ورکوي چې د دښمن د توپونو انګازې يې په غوږونو لګېږي.
که څه هم ”د تارتارو ډاګ“ يو سمبوليک ناول دی چې د هر انسان د هيلو او ناهيليو انځور په کې ليدل کېږي خو د دينو بوځاتي ساده، روان او بې تکلفه نثر، د څېرو، شيانو او پېښو دقيق انځور کيسې ته داسې کشش ورکوي چې رواني کشمکش په کې د پېښو سره په طبيعي توګه تړلی برېښي.
په 1976 کال کې والېريو زورليني Valerio Zurlini د دې کيسې پر بنسټ يو سينمايي فلم هم جوړ کړی دی.