دوه جنازې
په يوه ورځ په يوه ساعت كښې له يوې شفاخانې نه دوه جنازې راووتلې هغه يو د كم خونۍ په وجه او دا بل د فشار خون په سبب مړ شوى ؤو.
د هغه جنازه څلورو تنو په اوږه را آخستې وه ، د ده په جنازې پسې بې حسابه لوي او واړه موټرونه روان و.
هغه يوه وينه نه درلوده ځكه مړ شو.
د دغه بل وينه زياته شوې او تېزه شوې وه. ځكه یې ژوند ونشو كړاي.
دوی دواړه مړه شول ، مګر مرګونه یې يو راز نه ؤو ، او مرضونه یې هم بیل بيل ؤو.
يوه د نورو وينې هم څكلې وې او دېته محتاج و چه ډاكتران یې له وجوده وينه وباسې.
بل ته چا خپله وينه نه وه پريښې او بې وينې و.
يو د افراط او بل د تفريط له لاسه مړ شو.
هغه چه فقيرو او په فقر الدم مړ شو، د هغه له مرګه د باختر اژانس هېڅ خبر نشو.
د دى بل د مرګ اطلاع اخبارونو په ډېر تاْْسف اخستې وه او د جرايدو مخونه یې په ماتم كشې توره شوه.
دوی دواړه يو بادار او بل مزدورو.
څه موده پخوا ښاغلى بادار رنځور شو ، ډاكتر د مزدور وينه د رنځور په وجود كښې انجكشن كړه .
د مزدور قوي وجود كمزورى شو او بادار په لږ وخت كښې د هر راز خوراكونو په زور او د عياشۍ په وجه په فشار خون مبتلا شو.
چېرته چې دغه شان بادارې او مزدورې وي ، دغه شان كارونه به كېږې ، او د يوه په ځاي دوې مري.
يو كمزورى كول او بل قوي كول د دواړو په مړينه تمامېږى ، او د ظالم او مظلوم عاقبت همدغه شان وي.
مونږ دا راز مرګونه طبيعي ګڼو مګر په حقيقت كښې قتل او مقاتله ده.
چې د وينو پور ورته ويلې شو.
په دغسې مرګونو كښې هم قاتل او هم مقتول شته مګر زمونږ پوليسان او حاكمان پرې نه خبرېږى.
او داسې معنوي قتلونه له نورو نه دوی ډېر كوي.
دلته دا عادت دى ، كه چا څوك په ټوپك وويشت يا یې په چړو وواهه پوښتنه یې كېږى، مګر كه چا د چا ډوډۍ وخوړه او هغه له لوږى مړ شو، دغسې قاتل ته سزا نه وركوي.
دغه راز مقتول ته څوك شهيد هم نه وايې او نه څوك پرې تبي تړي.
په رښتيا چې مونږ ډېر ظاهر بين يو او حقايقو ته نه يو ملتفت.
زموږ ډاكتران هم مونږ غوندې دي او په دې نه پوهېږې ، چې اصلي مرض ظلم دى ، او حقيقې علاج عدالت دى.
لیکوال : ګل پاچا الفت
د لیکوالي، املاء او انشاء څخه