ده مور څو ويناوي زوی ته

ګرانه زویه ـ
ـ که یوه داسي ورځ راغله چی ما نه خوراک کولای سو او نه مي لباس بدلولای سو راباندي قهر کیږه مه ـ
ځکه خپل ماشومتوب در یاد کړه چي ستا خوراک او لباس راته څومره اړین و .
ـ که مي خبري او یا مجلس تکراري وو راباندي مهربانه اوسه هري خبري ته مي په مینه سره جواب راکوه ـ
ځکه مابه یو داستان او کیسه ګۍ ستا په خوښه څو ځله تکرار وله .
ـ که مي حمام نسوای کولای ځانته کم شرم او یا مردانه ګي مه در وله ـ
ځکه مابه په یوه شپه او ورځ کي بیله کومه غوسې سه ستا همداسي صفائ کوله.
ـ که مي پښو حرکت نسوای کولای حتمآ مي لاسونه ټینګ ونیسه حرکت راکړه ـ
ځکه خپل قدم وهل در یاد کړه .
ـ که ما ویل چي نور ژوند نه غواړم او غواړم چي مړه سم، نو ته ښه پوهیږې چی همداسي مي د مرګونو څخه پناه درکړیده.
ـ داچي ستا تر څنګ یم او ستا مزاحم یم راته عصباني کیږه مه ، کمک راسره وکړه تر څو همدا سفر مي په آسانۍ سره راته سرته ورسوه ـ
د خپلو مریضو او ناتوانو مور جانو لپاره هرڅه ته تیار اوسې

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب