د لېږد رالېږد عصري وسایل او الوتکې | تکنالوژي | د قرآن علمي اعجاز

آس او کچره او خر یی تاسو ته د تجمل او سورېدو لپاره او نور شیان چې تاسو پرې نه پوهېږئ خلق کړي دي. (النحل 8).
دغه آیت جوتوي چې له یادو شوو څارویو برسېره دلېږد رالېږد نور وسایل  چې د هغه وخت خلک پرې نه پوهېدل لکه موټر، الوتکه اونوروته هم اشاره شوې . دغه بل آیت هم کیدای شی مدرنو د لېږد رالېږد وسایلو لکه کښتۍ  ته په کې اشاره شوې وی:
نورې نښې ددوی لپاره دادی چې دانسان نژاد مو په کښتیوکې ولېږداوه اوهم مودهغو غوندې نور دلېږد وسایل پیداکړل (يس 41-42).

دالوتکې ټکنالوژی
اوسلیمان ته مو ددې توان ورکړ چې له چټک باد سره چې دده په واکی ده دځمکې لورته حرکت وکړی اوهغه مو مبارک وګرځاوه. (الانبيا 81).
څه ډول چې آیت روښانوی الله (ج)سليمان (ع) ته داتوان ورکړ چې له باد نه په خپل واک کې دلېږد رالېږد دوسیلې په توګه کارواخلی اوپه زیات ګومان له باد څخه دسلیمان (ع) دغه ګټه اخستنه  دالوتکې دجوړولو لپاره اشاره ده.
اوباد مو دسلیمان په واک کې ورکړچې دیوې میاشتې سفر په سهارکې اویو یومیاشتنی سفر په مازدیګر کې ووهی (سبا 12).

یو میاشتنی سفر په سهار کې اویو یو میاشتنې سفر مازدیګر مهال دسلمیان (ع) ډیر چټک تګ ته اشاره ده ، په همدې توګه دغسې سفرونه نن دالوتکې له لارې چې دباد دقوی پراساس کارکوی په چټکۍ سره ممکن دی (والله اعلم).په ډیره ګومان سره پورتنی آیتونه دانسان له لارې دالوتکې اختراع ته اشاره کوی.

 

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب