دغه مشروب د غټو کولمو د سرطان درملنه او مخنیوی کوي

دغه مشروب د غټو کولمو د سرطان درملنه او مخنیوی کوي

له دې وړاندې مو هم د کافي د ګټو په اړه راپورونه خپاره کړي خو نوې څیړنې د دغه مشروب یوه بله مهمه ګټه هم ډاګه کړه.

د نوې څیړنې پر بنسټ که چیرې هغه کسان چې د غټو کولمو په سرطان اخته دي په ورځنۍ ډول درې یا څلور ګیلاسه کافي وڅښي نو د سرطان په له منځه وړلو کې ورسره ډیره زیاته مرسته کوي. د کافي دغه ګټه د غټو کولمو په سرطان اخته کسانو له درملنې وروسته په ډاګه شوه.

د امریکا په بوسټن ښار کې د سرطان د ناروغۍ ډانا فاربر نومې انسټیټیوټ کې د دغې څیړنې ترسره کولو لپاره روغتیايي کارپوهانو د سرطان د دریمې مرحلې په ناروغۍ اخته ۱۰۰۰ کسان مطالعه کړل. سرطان د دغو ناروغانو د بدن په زیاتو برخو کې خپور شوی و.

سرطان د دغو ناروغانو په ټول بدن کې نه و خپور شوی او د روغتیايي کارپوهانو لخوا ورته تر جراحي او کیموتراپي وروسته د ورزش کولو او خپل خواړه کې د ځانګړی توجه کولو مشوره ورکړل شوې وه.

هغو ناروغانو چې په ورځنۍ ډول درې یا څلور ګیلاسه کافي څښلي ول ۴۲ سلنه يي بیرته د سرطان په ناروغۍ اخته نه شول او ۳۳ سلنه کسان يي له دې څیړنې وروسته بیا هم ژوندي پاتې شوي ول.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا په ورځنۍ ډول د کافي څښل انسان د سرطان له خطر څخه ژغوري. کافي د غټو کولمو د سرطان په درملنې او مخنیوی کې ځانګړی ارزښت لري.

روغتیايي کارپوهانو وايي چې نور هغه مشروبات او خواړه چې خپل ترکیب کې کیفین نومې مواد لري د غټو کولمو د سرطان درملنه او یا هم مخنیوی نه شی کولی دغه مهمه ګټه یوازې په کافي کې لیدل شوی.

یادونه:
زیات شمیر لوستوونکي د کافي په اړه پوښتنه کوي چې کافي څه دی. کافي د وچ تور او شین چای ته ورته دی چې له ګرمو اوبو او یا هم شیدو سره استعمالیږي. د جوړولو طریقه يي هم عادي چای ته ورته ده. لومړۍ یو ګیلاس اوبه وایشوئ، هغه کسان چې له کافي سره عادت نه دي په یو ګیلاس کې باید نیمايي یا درې برخې شیدې او یوه برخه ایشول شوې اوبه واچوئ، له دې وروسته په وړه کاچوغه یوه کاچوغه کافي او خپل د خوښې په اندازه بوره زیاته کړئ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب