دغه عادتونه مو د وینې فشار له ناروغۍ څخه ژغوري

د ذهني فشار او د ژوند کولو ځینې نورې طریقې دغه ناروغۍ چې د پټ قاتل په نوم هم یادیږي په یوه عامه ناروغۍ بدله کړې. له حرکت پرته ډیر کار کول، نامناسب خوړو استعمال او ورزش نه کول هغه عوامل دي چې ځوان نسل يي هم په دغې ناغروغۍ اخته کړی.

په دې وروستیو کې څیړونکو له ډیرو څیړنو وروسته د دغې ناروغۍ د مخنیوی او له منځه وړلو لپاره ځینې عادتونه په نښه کړي. دلته مو له هغو عادتونو سره چې له دغې ناروغۍ څخه مو د تل لپاره خلاصولی شي اشنا کوو.

له کیفین (Caffeine) څخه ځان لرې وساتئ: کیفین لروونکي مشروباتو څخه ځان لرې ساتلو سره تر یوې اندازې د وینې د فشار مخه نیولی کیدی شي. هیره دې نه وي چې کافي، انرژي لروونکي مشروبات، چای او ساړه مشروبات ټول کیفین لري. ۵۰۰ ملي ګرامه کیفین څښل د وینې فشار لوړوي په داسې حال کې چې سهار کې د څښل شوی کیفین اغیز تر شپې پاتې کیږي.

د چغندر (لبلبو) جوس: په دې وروستیو کې د چغندر ځینې حیرانوونکې ګټې په ډاګه شوي. د چغندر جوس زړه غښتلی کوي او د وینې لوړ فشار ټیټوي. په ورځنی ډول د چغندر ۲۵۰ ملي لیټره جوس څښل ۷٪ د وینې فشار د لوړیدو مخه نیسي. چغندر کې زیاته اندازه نایټریټ شتون لري کوم چې د وینې جریان غوره کوي.

ورزش لپاره وخت ټاکل: که چیرې هره اونۍ یو ساعت منډه ووهل شي نو له دې سره عمر زیاتیږي او د وینې فشار د ناروغۍ مخه نیول کیږي. له منډه وهلو سره د بدن اکسیجن زیاتیږي د کوم په مرسته چې د وینې فشار عادي او زړه غښتلی کیږي.

مستې: په ورځنی ډول یو ګیلاس مستې څښل درې چنده د وینې د فشار خطر کموي. د روغتیايي څیړوونکو په وینا په مستو کې شته کلسیم د وینې رګونه یوه اندازه نرمولو سره پراخوي چې له دې سره د وینې جریان غښتلی کیږي او د وینې فشار د ناروغۍ مخه نیول کیږي.

کیله: د پوتاشیم غوره منبع یعني کیلې له استعمال او مالګې کمولو سره هر کال د زرګونو خلکو ژوند ژغورل کیدی شي. پوتاشیم په بدن کې د وینې اندازه او جریان مناسب ساتلو سره د فشار د ناروغۍ مخه نیسي.

مالګه: په وینه کې د مالګې اندازې زیاتیدو سره په شریانونو کې د وینې فشار او حجم زیاتیږي کوم چې د لوړ فشار لامل ګرځي او انسان د مرګ له ګواښ سره مخ کولی شي.

وزن کمول: په څیړنې کې ویل شوی چې یوازې څو کیلو ګرامه وزن کمولو سره د وینې فشار د ناروغۍ مخه نیول کیدی شي ځکه چې زیات وزن د زړه فعالیت له خنډ سره مخ کوي چې له امله انسان د وینې په فشار اخته کیږي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب