لا شعوره ضمير (پټ عقل) Subconscious Mind

 

لا شعوره ضمير څه ته وايي؟

 

انسان اصولا دوه ضميرونه لري، یوه ته يې شعوري ضمير (ښکاره عقل) يا Conscious Mind او دويم ته يې لا شعوره ضمير (پټ عقل) يا subconscious Mind وايي.

 

کله چې يو څوک وايي: زه خورم، زه ځم، زه کېنم، زه خوښوم، زه ويده کېږم او… دا ټولې جملې چې يو څوک يې خپل ځان ته القاء کوي، د هغه شعوري ضمير ته اشاره کوي. دوهم ډول شعور چې د انسان په وجود کې شته او لا شعوره ضمير يې بولي، داسې تعريف شوی: ټول هغه فکرونه، يادښتونه، احساسات، غوښتنې، غریزې او عقدې چې په ځان ناخبري ډول په انسان کې د یوې لاشعورې کړنې باعث ګرځي، لا شعوره ضمير بلل کېږي.

 

لا شعوره ضمير د انسان په وجود کې دننه د يوه آرشيف بڼه لري چې له ماشومتوبه بيا تر دې مهاله په کې د انسان ټول مثبت او منفي يادونه، تجربې، دريځونه، عقدې او احساسات ذخيره شوي او همدا آرشيف بيا د انسان د بدن ټوله فزيولوژي کنترولوي. کېدای شي لا شعوره ضمير د لاندې مثال له لارې لا روښانه کړای شو:

 

داسې وبولئ چې یوه خورا لويه کښتۍ ده، دا کښتۍ د يوه کس له لوري چې “کپتان” يې بولي، رهبري کېږي. کپتان په کښتۍ کې د فرمان ورکولو او رهبرۍ پوست (وظيفه) پر غاړه لري. دا پوست کېدای شي د کښتۍ شعوري سيستم وبولو، خو د کښتۍ په ښکتنۍ برخه کې چې خورا مهمه برخه ده، يو بل سيستم هم شته چې کېدای شي د کښتۍ لا شعوره سيستم يې وبولو. د کښتۍ ټول کمپيوټرونه، آپريټرونه، سيستمونه او ماشینونه همدلته دي. د کښتۍ مهمه برخه او پکې شته ټول سيستم د کپتان په وينا عمل کوي او لارښوونې يې ټکي په ټکي اجرا کوي تر څو کښتۍ په خير خيريت سره خپل هدف ته ورسېږي. لنډه دا چې کښتۍ دوه برخې لري: برنۍ يا د فرمان صادرولو برخه او لاندينۍ يا اجرايي برخه، يعنې فرمان صادروونکی فرمان صادروي او اجرايي برخه يې همغسې اجراء کوي.

 

د انسان د وجود سيستم هم عينا په همدې شکل دی، يعنې له دوو برخو تشکيل شوی:

 

لومړی: د فرمان صادرولو يا برنۍ برخه چې ته يې، زه يم، احمد دی، محمود دی يا بل څوک.

 

دويم: اجرايي يا ښکتنۍ برخه چې لا شعوره ضمير دی چې ستا د بدن د ټول اجرايي سيستم مسؤوليت په غاړه لري او داسې کارونه کوي چې حېرانوونکي دي.

 

ښه نو لا شعوري ضمير څه ته وايي؟

 

دقيقا يو کمپيوټر دی!

 

ټول اجراءات يې عينا لکه يو کمپيوټر داسې دي!

 

نو لا شعوره ضمير کوم کوم کارونه کوي؟

 

دوه کارونه کوي:

 

لومړی: انسان ته روحيه ورکوي.

 

دويم: د انسان باورونه جوړوي.

 

دا چې څنګه، په بل بحث کې به يې وڅېړو.

 

مثلا کله چې یو ګل وينو، وايو: آه! ګل مې وليد! دا یوه ښکلې روحيه شوه.

 

له دې سره دا هم راته وايي چې ژوند ښکلی دی! دا یو ښکلی باور شو.

 

اوس که د ګل پر ځای د جنازې یو عکس ووينو، وايو: جنازه مې وليده! دا يوه بده روحيه شوه.

 

له دې سره دا هم راته وايي چې ژوند ناوړه دی. دا یوه بد باور شو.

 

تر دې وروسته چې کله هم ګل ووينې، په لا شعوره توګه دې روح سوکاله کېږي او دا دې د باورونو يوه برخه ګرځي چې ټول ژوند ښکلی دی. او که د جنازې عکس ووينو، روحيه مو مړاوې کېږي او په دې باور کېږو چې ژوند ډېر بد دی.

 

درېيم: د انسان د بدن ټوله فريولوژي اداره کوي.

 

څلورم: د انسان اړيکه له کايناتو سره ټينګوي.

 

د لا شعوره ضمير په درېيم او څلورم فعاليت په بله برخه کې بحث کوو، ان شاء الله.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب