دعیسویانو اوسنی انجيل دروغ که رښتیا؟

الله  تعالی دانسانانو د ‌‌‌‌ لا رښوونی  اوهدایت  لپاره دانسا نې تاریخ  په ا وږدو کې ګڼ  شمیر پیغمبرا ن راا ستولی ، چی ځینو ته  یی اسما نې کتا بو نه هم ورکړي دي  . ددې پیغمبرانو په لړ کې حضرت  عیسی[ع]الله تعا لې د بنې اسرایلو دلار  ښووني لپا ره راواستاوه ، په هغه یي  انجیل نازل کړ .هغه دد ې  مقدس کتاب لار  ښوونی  بنی  اسراییلو ته  بیانولې، خو بنی اسرایلودمنلو په ځاې  دهغه په خلا ف لاسونه را بډ وهل، الله تعالا هم خپل پیغمبر او بنده ددوې له منځه اوچت کړ . دهغه له صعود وروسته یي په پیروانو سخت حالات راغلل ،   ګڼ شمیر د یهودانواو رومیانوپه لاس ووژل شول، څوک زندانونوته کش شول چا غرونوته پنا يوړه اوچا بیا خپل دین پټ  کړ. په دی ستو نځمنه  دوره کې چې ۳۲۳ کاله یي دوام درلود ددې دین ښکا ر ول ، دکوم مزهبی کتاب ساتل ، مزهب ته بلنه ، نه بښونکۍ جرم ګڼل   په همدې  زرګونه ا نسانان  د تورو له تیغه  تیر شول . دا وژنه او ناتار د روم  په ټوله ا مپرا تورۍ کې روان وو. تر دې چې قسطنطین عیسوېت ومانه نو د ا نا تاریي  پای ته ورساوه .  ددې ظلمونو حکایتونه ډیرو  پخوانیو تاریخونو  لیکلی .  دلیکونکو په وینا ،ترټولو زیا ت  ظلمونه د تراجان ، نیرون، دقلدیانوس  او   د یسیوس، په زمانو  شویدي . دهمدی سختی دورې په لړ کي د الله  تعا  لې له لورې استول شوۍ کتاب [ انجیل] هم له منځه ولاړ.   ددی ستو نځمن حالت سره سره بیا هم ځینو کسانو په پټه ددین دعوت کاوه ، په لیری پرتو سیمو کې  به هر چا د خپلې پوهې او عقېدی په اساس  دین ته دعوت کاوه چې په نتیجه کی په سلګونو مذهبی کتابونه ولیکل شول.
د ا چی دین ته بلنه په پټه کیده نو لیکنی به هم په پټی کیدي ، دا چی څه هرڅه په پټه   تر سره کیدل نو حقیقت موندل یی هم ګران و . بله ستونځه دا وه چې  ګڼ شمیر بت پرستا نو عیسویت دخپل  پخوا ني دین په رڼا کې قبول کړ، نورې فلسفې اوعقیدی هم ورته را ګدې  شوې ،  چی دی    ټولوستونځو  په مذ هبې لیکنو   مستقیمی اغیزې درلود ې .
دعیسویانو اوسنې مذهبې کتابونه دعیسویت ددین  په دریو لومړېو پیړ یو کې ګڼ شمیر مذهبې ډلې جوړې اوپه سلګونو کتابونه ولیکل شول ، دی ډلو یو له بله ددین په مهمو مسلو کې اختلاف درلود  ، هرې ډلې  دخپلی عقیدی په اساس ّځان ته یو انجیل  ولیه دی حالت ددوې تر منځ لویي شخړې را ولا ړی کړې.  بیا کله چې قسطنطین عیسویت ومانه او ذا اختلافا ت یي ولېدل  نو یې په ۳۲۵ م کال نقیی ته دټولو ډ لو مشران راوبلل تر څو یې په یوه  عقیده او یوه کتاب   راټول  کړې.
قسطنطین په داسی حال کی دا کار وکړ  چی په خپله هم په دی نه پوهیده چی کومه عقیده او کوم کتاب حقیقی بڼه لری ؟ په غونډه کی د عیسی [ع] دنبوت پلویان او توحید پالی تر مشرکینو زیات ؤددواړو ‌ډلو د نما ینده ګانو تر منځ  نا ندرۍ تودی شوې ، په پای کی قسطنطین د وړی مشرکی ډ لې  دپلویانو ملا تړ وکړ ځکه دهغوی عقیده دنوموړی پخوانۍ عقیدی ته ورنیژدی وه .هغه کتابونه چې دمشرکینو عقیده یی خپروله رسما کلیسا ته دمنلو وړ ، او نورو ته یی داور اچولو امر و کړ.[۱]
اوس موږددوې هغو کتابونو ته لنډه کته کوو کوم چی دکلیسا واکمنو ته دقبول وړ دی :   د عیسویانو اوسنۍ مقدس کتاب له دوه درځنه کتابونو جوړ شوۍ چی لومړی ته یی عهد قدیم او دوهم ته یی عهد جدید وایی .
په عهد قدیم کی د اوسنی تورات ځینی برخی ، د نورو انبیاؤ دصحیفو ځینی برخی را ټولی شوی چی زمونږ دبحث موضوع نده .

عهد جدید

په عهد جدید کی اوسنی انجلونه او په اصتلاح درسولانو رسالی را غونډی شویدی.
الف : انجلونه: عیسویان اوس مهال په څلورو انجلونو عقیده لری چی د : ۱- متی ۲-لوقا ۳- مرقس ۴- یوحنا  څخه عبا رت دې .
:  ب رسالی: دا رسالی چی شمیر یی [۲۳] دی  یو شمیر کسانو لیکلی چی عیسویان  ورته رسولان وایي چی وروسته به په تفصیل پری بحث وشي . [۲]

انجيلونه

انجلونه چی عیسویان یی دخدای[ج] کتاب ګڼی مختلفو کسانو په بیلا بیلو وختو کی لیکلی ،چی د عیسویانو دعقیدی په بنسټ دعیسی[ع]له تولدڅخه ترآسمان ته پورته کیدو دژوندحکایتو نه راټول شویدی  هرلیکوال   دخپلی پوهی ،معلوماتو او عقیدی په بنسټ پکښی لیکنی کړی دی ،چی ډیر اختلافات هم پکښی شته .

د انجلونو لنډه پیژندنه

۱:-دمتی انجیل:-
داانجیل په [۸۰]مخونو او[۲۸] فصلونو کی لیکل شوی په دی لیکنه پیلیږی[ دعیسی مسیح نسب نامه : کتاب د نسب نامی دعیسی مسیح ، نسل دداؤد، نسل دابراهیم، ابراهیم داسحاق پلار،اسحاق دیعقوب،یقوب دیهودا ……]   عیسویان عقیده لری چی داانجیل په خپله متی لیکلی چی دوې یی دعیسی [ع] له زده کوونکو ګڼی خو ددوی تاریخ پوهان دنوموړی دشخصیت په اړوند یوه خوله ندی . ددی کتاب د لیکنی د نیټی په اړوند سره یوه خوله ندی  ځینی وایی له[۷۰] میلادی کال څخه تر [۸۰] میلادی کال پوری لیکل شوۍ دی .مورخین فکر کوی چی دا انجیل لومړۍ ځل په عبری یا سریانی ژبو لیکل شوې، خولومړۍ کومه نسخه چی تر لاسه
۱:-  د زیاتو معلوماتو لپاره دوکتل شی:محاضرات فی النصرانی:ص  شوی:- ۱۴۹-۱۵۸
۲:-  انجیل دپاکستان بابیل سوسایټی د ۱۹۹۱ کال چاپ .
هغه په یونانی ژبه لیکل شوی وه .ددی کتاب دلیکونکی ،دلیکلو دنیټی ،یونانی ژبی ته یی دژباړونکی په اړوند مورخین یوه خوله ندي . دوکتور بوکای چی په خټه عیسوی مورخ دۍ لیکی: ددی انجیل غوښه ، هډوکی او روح یهودیان دی تر یو نانی جامه لاندی څرګند شوۍ دیهودیت بوی او نښی تری له ورایه ښکاری.[۱]
۲:- دمرقس انجیل
داانجیل په [۵۲] مخونو او [۱۶] فصلونو کی لیکل شوۍ چی تر ټولو  انجلونو کوچنۍ انجیل ګڼل کیږی ،په مشرکانه عباراتوپیل شوی چی لیکل یی مناسب نه بریښی دوکتوربوست او استاذ ابوزهره دواړه لیکی چی داکتاب په یونانی ژبه لیکل شویچی ځینی لاتینی کلمی هم پکښی شته ، داچی څه وخت لیکل شوی؟دچا له خوا؟ مورخین یی په هکله کره معلومات نه لری خو ځینی وایی چی په [۵۶یا   میلادی کی لیکل شویدۍ .[۲ ]
۳-دلوقاانجيل
داانجیل په [۸۶] مخونو او[۲۴] فصلونو کی لیکل شوی او په دی عبارت پیل کیږی : [ای خوږتیو فیلو سه؛ ډیرو خلکو په دی لاس پوری کړی چی دهغو  پیښو بیان  وکړی کوم چی زموږ په منځ تیر شوی …….]   څیړونکی لوقا  دشخصیت ، اودا چی څه وخت اوچیری لیکل شوی؟ ګڼ نظریات لری ځینی وایی داهغه لوقا  دی چی بولس یی په خپلو کی دصد یق او رفیق په نومونو یادوی دوکتور بوکای لیکی چی هغه بت پرست ؤ چی عیسویت  یي ومانه ، خو استاد ابو زهره لیکی چی لوقا دبولس تر ټولو نیژدی ملګرۍ ؤ ، هورن لیکی چی دا کتاب یي په  [۵۳ـیا ۶۴ـ یا۶۰ ] میلادی کلونو کی لیکل شوی دۍ .   [۳]
۴:دیوحنا انجیل:
دا انجیل په [۶۱]  مخونواو [۲۱] فصلونو کی لبکل شوۍ ،چی په دی عبارت پیل کیږی: [په ازل کی کلام ؤ او کلام د خدای څخه ؤ اوکلام خدای ؤ……]   . په دی انخیل کی دعیسی [ع] دالوهیت خبره په ډاګه یاده شویده.                                                   لبنانی عیسوی مورخ ګورګس زوین وایی:  خلکو دمسیح دالوهیت څخه ‍ انکار وکړ نوله یوحنا غوښتنه وشوه چی داسی انجیل ولیکی چی دمسیح دالوهیت خبره پکښی څرګنده ذکروی [ ۴ ] دا انجلونه هر یو بیل بیل نظریات او موضوعات لری چی ډیر ځله یو دبل په خلاف خبری کوی . په دی اړوند عیسوی مورخ هورن په [۱۸۲۲] م لیکلی : ….  پخوانیو لومړنیو علماؤ ګمانی او مروج روایات منلی ، بیا یي لیکی ، وروستیو بیا ددوی خبری دوی ته داحترام له کبله منلی ، نو دا روایتونه که دروغ دی یا رښتیا  له یوه لیکونکی نه بل ته رسیدلی  چی له یوی زمانی وروسته یي اصلی حالت معلومول ګران شویدی [۵  ].

دبرنابا انجیل

دا انجیل دبیان ،اسلوب او جملو دجوړښت له مخی څلورو نورو انجلونو ته ورته دی ،خو دا انجیل دځینو عقیدوی مسایلو له امله کلیسا ته دمنلو وړ ندۍ : خو اروپایي پوهانو ساتلی به درنه سترګه ورته ګوری ،اوداړتیا په مهال ورته مراجعه کوی . دا انجیل دڅلورو نورو سره په لاندی مسایلو کی اختلاف لری:
۱: – دنورو انجلونو به خلاف عیسی [ع] ته دنبی اد پیغمبر خطاب کوی .
۲:- داوسنی تورات په اساس عیسویان دابراهیم [َع] زبیح زوی اسحق [ع] ګڼی خو دا انجیل ددوی په خلاف حضرت
۳:-  په دی انجیل کی دعیسی [ع] دصلیب کیدو څخه انکار شویدی
۴:-   په دی انجیل کی د حضرت محمد [ص]  نوم ذکر شوۍ دۍ او هغه وروستنۍ نبی ګڼی . [۶  ] اسماعیل [ع] زبیح لیکی.۱:  [ تورات، انجیل ، قرآن وعلم] ددکتور بوکای لیکنه ص ۸۷
۲: محاضرات فی النصرانیه  ص ۵۷
۳:- پخوانۍ مرجغ ص  ۶۴
۴بین القرآن الکریم والعهدین ص۶۸
۵:- محاضرات فی النصرانیه ص۶۸-۸۱ او الادیان والفرق والمذ اهب المعاصره د:عبد القادر شیبه احمد .
دارسالی چی عیسویان ورته د مقدس کتاب برخه وایی  دحضرت عیسی ع له صعود وروسته ځینو کسانو لیکلی چی عیسویان یي رسولان ګڼی،ددی رسالو دلیکوالانو دلیکنی څرنګوالۍ هم یو تر بله توپیر  لری ، ددوی دافکارو عقایدو او آندونو   توپیر ددوی له لیکنو ښه څرګند یږی ، دا رسالی چی شمیر یی [۲۳] ته رسیږی لومړۍ په یونانی لیکل شوی چی وروسته بیا نورو ژبو ته ژباړل شویدی[۱]

درسالو مذهبی مقام

عیسویان عقیده لری چی ددی رسالو لیکوالان  د رسالت مقام ته رسیدلی دی ،سره ددی چی له بولس [شاول] پرته د رسالو یوه لیکوال هم دا دعوه نده کړی خو دکلیسا  واکمن ددی لپاره چی دا رسالی مقدسی او مهمی  وښیی او خپل بازار پری تود وساتی دعوه کوی چی ګواکی دا رسالی دخدای تعالی له لوری په الهام سره لیکل شویدی ، او دا دخدای تعالی کلام ګڼی.
دالهام خبره په عیسویت کی کومه نوی خبره نده ،دوه کاله وړاندی جورج بوش هم دا دعوه کړیوه چی ګواکی هغه ته الهام شویدی چی په افغانستان اوعراق حمله وکړی ،ځینو پاپانو هم کله نا کله داسی دعواوی کړیدی  ¸سره ددی چی دا رسالی اشخاصو ته منصوبی دی خو بیا هم عیسویان تمبه دی چی نه داد خدای کلام دۍ .

درسالو لنډه پیژندنه

۱—درسولانو داعمالو رسا له چی په [۳۸] پاڼو کی لیکل شوی ،عیسویان یي لوقا ته منسوبوي .
۲—رومیانو ته د بولس رساله په [۱۷] پاڼو کی لیکل شوي بولس ته منسوبه ده .
۳–  کورنتیانو ته دبولس لومړۍ رساله په [۱۵] پاڼو کی لیکل شوي  بولس ته منسوبه ده .
۴–  کورنتیانو ته دبولس دوهم لیک په [۱۰ ] پاڼو کی لیکل شوۍ بولس ته منسوب دۍ
۵—ګلتیانو ته دبولس لیک په [۶] پاڼو کی لیکل شوۍ بولس ته منسوب دۍ .
۶–  افسیانو ته د بولس لیک په [۱۱] مخونو کی لیکل شوی بولس ته منسوب دۍ .
۷–  فیلفیانو ته دبولس لیک  به [۸] مخونو کی لیکل شوۍ  بولس ته منسوب دۍ .
تسالونکیانو ته دبولس لیک په [۷] مخونو کی لیکل شوۍ بولس ته منسوب دۍ .
۹–  کولوسیانو ته د بولس لیک په [۷] مخونو کی لیکل شوی بولس ته منسو ب دۍ .
تسالونیکیانو ته دبولس دوهم لیک په [۴]  مخونو کی لیکل شوی بولس ته منسوب دۍ .
۱۱–  تیمو تیوس ته دبولس لومړۍ لیک په [۸] مخونو کی لیکل شوی  بولس ته منسوب دۍ .
۱۲–  تیمو تیوس ته دبو لس دوهم  لیک په [۶] مخونو کی لیکل شوی  بولس ته منسوب دی.
۱۳—تیطوس نه دبولس لیک په [۴] مخونو کی لیکل شوی بولس ته منسوب دی.
۱۴–  فیلیمون ته دبولس لیک  په [۲] مخونو کی لیکل شوی بولس ته منسوب دی .
۱۵–  عبرا نیانو ته دبولس لیک په [۲۵] مخونو کی  لیکل شوی بولس ته منسوب دی.
۱۶—دیهودا رساله په [۳] مخونو کی لیکل شویده
۱۷—دیعقوب رساله په [۸] مخونو کی لیکل شویده .
۱۸–  دبطروس لومړۍ رساله په [۹] مخونو کی لیکل شویده .
۱۹–  دپطروس دوهمه رساله په [۵] مخونو کی لیکل شویده .
۲۰–  دیوحینا لومړۍ رساله په [۹] مخونو کی لیکل شویده .
۲۱–  دیوحنا دوهمه رساله په [۲] مخونو کی لیکل شویده .
۲۲–  دیوحنا دریمه رساله په [۲] مخونو کی لیکل شویده .
۲۳—  دیوحنا  مکاشفات [خوبونه]  په [۱۶] مخونو کی لیکل شویده .
دا هغه رسالی دی چی په اوسنی انجیل کی را ټولی شوي چی دلیکونکو او موضو عاتو په اړوند به پری لنډ بحث وکړو .
۱–   درسولانو داعمالو رساله:
دارساله او انجیل دواړه لوقا ته منسوب دی خو لوقا په خپله تر پوښتنی لاندی شخصیت دی  دنوموړی په هکله تاریخ پوهان ګڼی پوښتنی لری .دهغه شخصیت، داوسیدو ځاې داوسیدو زمانه اودا چې دا کوم لوقادې؟ د عسویت سره یې تړاو اوداسې نوری پوښتنی داسی موضوعات دی چی ځواب موندل ورته ګران کار دی خوعسویان هڅه کوی چی انجیل او درسولانو رساله  دواړه لوقاته منسوب کړی او هغه یې لیکونکې وښیې .
لوقا په انجیل کی دعیسی(ع) دژوند، کارنامو، ویناو، سفرونو په هکله مطالب لیکلی دې خودرسولانوداعمالو رساله بیا د دوی په اصلاح دهغو رسولانو ژوند دعوت اوکارنامو ته ځانګړی شوی کوم چی عیسویان ورته په تقدس قا ﺉل او هغوی ته دنبوت درجی ورکړیدی (۴) دا کسا ن یوحینا،یهودا، بطرس،یعقوب،بولس ، اوځینې ددی کسانو رسالی لری او دځینو یوازی یادونه شویده . خو درسالی ډیره برخه دشاول یا بولس کړونو اوویناو ته ځانګړی شویده دا رساله دنو موړو کسانو د‌ژوند لڼډ داستان کیدای شی.
د بولس رسالی
څورلس نوری رسالی چی په ترتیب یی نومونه یاد شوی بولس ته منسوبی دی ، بولسدا رسالی ځینی قومونو او اشخاسو صو ته لیکی ، ځینی يي خپل دین ته رابللي ،ځینی یي په دین باندی د پا بندۍ او صبر له امله ستایلي او ځینو ته يي خیا لی زیری ورکړې ، نوموړی ځینی مز هبی قوانین او احکام هم بیان کړی او په ځینو یی د بطلان کرښه کش کړیده .
د بولس شخصیت
بولس دعیسویت داوسنی دین تر ټولو لوړ مزهبی شخصیت او ددی دین مجدد ګڼل کیږی چی او سنۍ عیسویت نوموړی ته منسوب ګڼل کیږی نوموړی دا دین په خپلو رسالو کی تفسیر اد شرحه کړۍ ،درسولانو داعمالو رسالی دنوموړی دژوند ځینی برخی لیکي چی دبیلګي په توګه يي ځیني برخی رانقلوم :[هغه په طرطوس کی زږیدلۍ ،په اوریشلیم کی لوی شوۍ ،اصلی نوم يی شاول په خټه یهودی وو،هغه دعیسویت له منلو وړاندی ددی دین تر ټولو سخت دښمن ؤ ،همدا رساله په اتم با ب کي زیاتوي:…….په دی ورځ دبیت المقدس په عیسویانو سخت ناتار پیل ؤ…….شاول به جماعت تباه کاوه ، کور په کور به ګرځیده عیسویان به يي راآیستل  او بندی څانو ته به يی استول،  رساله زیاتوی .‎: هغه دعیسویانو په وژلو پسی پښی رالوڅی کړی وی ،دیهودانو له مشر کاهن يي وغوښتل تر څو یو لیک ورکړی دعیسویانو دراوستلو لپاره يي دمشق ته ورسره ویسی  . همدا ړعیسویانو لوی دښمن له مقدمی او مطالعي پرته  په ناڅاپی توکه عیسویت ته را اوړی، دنوموړی ددی عمل په اړوند  همدا رساله په نهم باب کی داسی لیکی :کله چی هغه شام ته د عیسویانو  د راټولولو لپاره روان ؤ  ناڅاپه په لاره ورته رڼا ښکاره شوه …….هغه په څمکه ولوید ، او دا غږ یي واورید: شاوله؛  شاوله؛ په ما ولي ظلم کوی؟  ….له همدی پیښی وروسته هغه عیسوی جوړ شو. له دی پیښی وروسته  بیت المقدس  ته ولاړ هلته يي په پوره مهارت دعیسویانو  نورو مشرانو  ته ځان ورنیژدی کړ  ددوی له منځه يي ځان دعیسویت لوی داعی اوتر ټولو فعال شخصیت جوړ کړ ، هغه له مطالعی او زدهکړی پرته ځان  ددین مفتی او مفسر جوړ کړ . دنوموړی تر ټولو لویه زړورتیا  داوه  چی د نورو ټولو رسالو په خلاف يي  په خپله رساله کی ځان رسول  او پیغمبر وګاڼه ،  خلک يي دختنی کولو څخه معاف  او دپخوانی شریعت ډیر احکام يي معطل اعلان کړ.
د یوحنا مکاشفات
دارساله چی په [۱۶] مخونو کی لیکل شوی ، په رښتیا هم  دخوبونو دلیدو په شان بیان لری، ځکه  په ویښه خو دا ډول بیان نه کیږی او نه څوک پری باور کوی . لیکونکۍ په آسمان کی دعیسی ع  دپاچا هۍ حکایت کوی کله هغه دیوه پسه په شکل معرفی کوي ، اوکله د یو لوی مار ،دماشومانو داوریدو لپاره ښه مناسب داستان دۍ ، زه حیران یم چی کلیسا په کومو دلایلو دا  اساطیر په مذهبی کتابونو کی شامل کړی؟؟
مراجع:
۱:– محاضرات فی النصرانیه ص ۸۲-۸۳ –۹۱-۹۲
[انجیل]  د پاکستان د  ۱۹۹۱ م  چاپ  د رسولانو داعمالو رساله  ، او نوری رسالي BiBLE ۲—پښتو  لیکل شوۍ.


محمد شفيق جاويد

اصلاح انلاین

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب