دعوت

دا د لمر په شان ښکاره او ځلانده حقيقت دى او دنړۍ هيڅ با انصافه انسان ددى حقيقت څخه سترګى نشى پټولى چې داسلا م دمبارک دين اصل او منشاء ډيره پاکه او سپيڅلى ده په همدې بنياد داسلا م هر نظام ( سياسى ، اجتماعى او اقتصادى )ته که دحقيقت په نظر وکتل شى نو ستر والى او سپيڅلتيا پکى ترسترګوکيږي داسلا م دمبارک دين دنزول سره سم بشرى ټولنه په دوه برخو وويشل شوه چې يوه اسلا مى ټولنه شوه اوبله جاهلى اوکفرى ټولنه، په اسلامى ټولنه کى ترنن او تر را تلونکى هغه کسان اصلى غړيتوب لرى چې پاک سپيڅلى او صالح و‌‌ى اوجاهلى ټولنه پخپله غيږکى هغه ټول فاسق اوفجار رانغاړى چې داسلا م سرحدات ئي تر پښو لاندى کړى وى ولو که دمسلمان په نوم مسما هم وى .
داسلا مى ګروهى لورى ته ددعوت لړۍ دحضرت ادم دوخت نه شروع کيږى چې زمونږ په پيغمبرحضرت محمد باندى دنبوت لړۍ پاى ته رسيږى .
دننۍ اسلا مى دعوت لړۍ له غار حراڅخه شروع کيږى دا هغه هيښوونکې واقعه ده چې زمونږ پيغمبر حضرت محمد ورسره دلومړى ځل لپاره مخ کيږى  .

حضرت جبرائيل زمونږپيغمبر ته دپروردګار لومړنى پيغام راوړي او دنبوت په ستر کار موظف کيږى .
دهمدي ځايه اسلام تعليمات بيا له سره پيليږي او وخت په وخت دضرورت په اندازه داسلام ښوونې دنيا ته نازليږي دا چې داسلا م اساس په بنيادي توګه يو پاک او سپيڅلى دين دى اوهم ئي وګړي پاک او سپيڅلي انسانان دي نو همدا رنګه دا دين دخپلى بقا لپاره داسى سپيڅلو او پاکو انسانانو ته اړتيا لرى تر څوددين په لور په نړۍ کى پيغمبري وظيفه (دعوت ) وچلوى .

دنړۍ دپيدا يښت نه بيا تر ننه په اسلامي دعوت مختلفې مرحلې تيرى شوى، خوداسلامى دعوت هغه  دوره  چې دبنسټ ډبره ئي حضرت محمد پخپلو مبارکو ﻻسونو کيښوده دهغى اوږدى لړۍ وروستۍ کړۍ وه چې دالله له لورى دنبيانوپه را استولو سره شروع شوى وه .
زمونږ خوږ نبى دنيا ته په دا سى حال کى تشريف راوړى چې په نړى کې د جهالت تورو تيارو ځالې جوړى کړى وى . خلکو خپلى لوڼى په دى تور ژوندى ښخولى چه جنس ئي ښځه وه، په معمولى خبره به د کلونو کلونو لپاره د ښمتى کيدى دبيت الله شريف نه به بربنډ طوافونه کيدل خو که په لنډه ووايو انسان خپل انسانىارزښت دلاسه ورکړى ؤ خو د بشر ناجى او د نړى سردار حضرت محمد(ص) دنيا ته نوى روح ورکړ، ښځه ئي دمرګ د کندى نه راوو يسته او دائي اعلان  کړه چه داهم بشر دى دژوند حق لرى نو معلومه شوه چه ښځى ته ننى مقام جهالت او کفر نه بلکه اسلام ورکړى هلته ئي هم ښځى ته عزت ورکړ او نن هم که ښځه د جهالت په ګردآب کى خپل ځان ډوب نکړى اسلام ئي د عزت ضمانت ورکوى.
عرب تر ټولو جاهل قوم ؤ چه د پر مختګ او تمدن په نامه ئي هيڅ شى نه پېژانده خو دا اسلام ؤ چه د هغه جاهل قوم څخه ئي د نړى تر ټولو پياوړى قوم جوړ کړ

او که نن هم قومونه د خپل ژوند هدف وپيژنى او دجهالت په تورو لوخوړو کې ځان ورک نکړى اسلام ئي د تمدن او پياوړتيا ضمانت ورکوى.
په پيل کې داسلام لورته بلنه د ډيرو زياتو مشکلاتو سره مخ وه ځکه چه د جهالت کچه ډيره لوړه وه او د اسلام دعوت خلکو ته نا آشنا ؤ خو الله(ج) خپل استازى د دى ټولو مشکلاتو د برداشت کولو لپاره وروزه او د ډيرى ښه تربيې نه روسته ئي هغى ته پيغام راوليږه چه اوس نو خلکو ته د اسلام دعوت شروع کړه.
د اسلام رسول خلکوته په حضرت محمد(ص) فرض  ؤ چه هغه  خپله وظيفه په شجاعت، ديانت اخلاص او امانتدارى سره تر سره کړه کله چې زمونږ پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دخپل رب په لور رحلت وکړ  ورسره د الله (ج) د استازو اوږده لړۍ چه حضرت محمد (ص) ئي روستى نبي ؤ پاى ته
ورسيده خو د الله (ج) طرف ته د خلکو د دعوتولو لړى بنده نه شوه او دوام لرى.
الله (ج) د اسلامى تعلماتو په جريان کې دى اُ مت ته  وفرمائيل چه د دعوت سپيڅلى وظيفه په تاسوهم بار ده .
کله چه د رسول الله (ص) د رحلت ورځى شپى را لنډيدى نو حضرت محمد (ص) امت ته  د دعوت د کار سپارلو لپاره يوه لويه غونډه جوړه کړه چه تقريباً دوه لکه اصحابو پکې ګډون کړى ؤ .
حضرت محمد (ص) غونډى ته مخاطب شو او وئي ويل : آيا ما تاسو ته د الله(ج) دين در ورساوه ټولو حاضرينو و ويل: هو، د الله(ج) رسوله ! تا د دين حق اداکړ.

حضرت محمد(ص) پدى خبره خپل رب شاهد کړ او بيا ئي حاضرينو ته وويل چه نور نود دعوت وظيفه تاسو ته سپارل کيږي چه دغه دين غايبو خلکو ته ورسوى.
نو هماغه و چى ځنى اصحابو دهماغه ځايه خپل سفرونه شروع کړل او بيا تر مرګه خپل کور ته راستانه نه شول د محمد اُمت د رامنځته کيدو تقريباً ١٥٠٠- کاله او دحضرت محمد(ص) د رحلت نه را پديخوا الله (ج) د همدى اُمت په غيږ کى داسى کسان پيدا کړل چه علمى او فکرى استعدادونو ئي دومره رشد کړى ؤ چه اسلام پخپل اصلى روح خلکو ته وړاندى کړى او دا د دى سبب شو چه د اسلامى امت ډيرى برخى ورپسى اقتدا وکړه او هغوى ئي د خپلې لارې مشال وګرځاوه .
د اسلامى امت دقافلى سفر جريان لرى او په دې لړ کى مونږ هم د زمانى په دى حساسو مرحلو کې د ځوانۍ سن طى کوو .  نړيوالو کفري ځواکونو د اسلامى ګروهى په خلاف خپلى مرچلې ټينګى کړى هغوى خپل لاسونه  سره يو بل ته اوږده کړى اوورځ تر بله د اسلام خلاف په شعورى  توګه دسيسى
اوپلانونه جوړوى او خپل باطل دعوت ته د لاپراختيا په هيله خپلي مورچې مضبوطوى.

د اسلام دپيل نه بياتر ننه دوه لوى کشمکشونه روان دى يوداسلام لوري ته دانسانانوراکش کول دى چې پدي کې امن،مينه ،سوکالې ،عزت،سرلوړى، آزادي ……شامل دي اوبل لورې ته دکفر اوجهالت په لور دعوت کول دي چې پدي کې بې پتي،بې حيايي ،بدامنې ……شامل دي دا خودجهل کشمکش وؤچې پتمنې ښځي پکې يوځل بيا خپل هويت دلاسه ورکړ خپل کور يې وبايله،دخپلې کورنې غړې يې دلاسه ورکړل اوتريووخته دطاغوت په دعوت کې خوشحاله وګرځيده خولږوروسته سرګردانه شوه اوبيا يي هيڅوک نه ميندل چې دخپل عمر آخري ورځې شپې ورسره تيري کړي اوکفالت يې په غاړه واخلې اوس دا حقيقت دلمرپشان روښانه دى چې کوم ځاى ته دفسق اوفسادڅپه رسيږي بې له ځنډه هغه ځاى دبې امنۍ ،بې ثباتۍ ،بې عدالتۍ اوپه بشري حقوقوباندې دتيري کونکويوه بيلګه ګرځې چې نن سبا د نړې اکثر ځايونه ددى وبا ښکار شويدي نوځکه خوپه نړۍ کې يوقسم اضطراري حالت رامنځته شوى اودنړۍ په ډيروځايونوکې عام ولسونه دمر ګ له ګواښ سره مخ دې اوهيڅوک دآرام ژوند احساس نه کوي.
اسلامى دعوت له پيل نه د ډيرو ستونزو او مشکلاتو سره مخ ؤ او هغه ستونزى او مشکلات د اوسنيو ستونزو او مشکلاتو څخه څو چنده زيات ؤ ځکه چه د ډير اوچت  شان او شوکت خاوندانو د اسلام  مخالفت کاوه .
د اسلام د ډير لږ څرک شاوخوا ډيرو تيارو ځاى نيولى ؤ
د وړې اسلامي ټولنې شاوخوا داسى جابر او مطلق العنانه پا د شا هيواحاطه کړى وه چه اسلام د هغوى د ټولو بنيادى اصولو دښمن ؤ .

د اوسنى جهالت نه دپخوانى جهالت کچه ډيره لوړه وه ځکه په اوسنى جهالت د اسلام روښنائي يو څه اثر غورځولى او د جهالت په ډيرو رواجونو او رسمونو کې يې بدلون راوست چه پدۍ لړى کې د بشر حقوق ؤ چه جهالت د اسلام نه زده کړل، د ښځو د ژوند حق د ى چه اسلام د ښځو د دى  حق نه د فاع وکړه او نور ډير اصول .
څرنګه چه د جهالت کچه لوړه وه نو په همدومره قيمت ئي مقابله هم ګرانه وه خود دى ټولو ناوړه او سختو شرايطو سره سره دغه دعوت او پيروانوئې خپل هوډ دلاسه ورنکړ او په هغه سختو نه سختو شرايطو کې ئي پرمختګ وکړ. که څه هم دا هغه مرحله وه چه د اسلام ډير معمولى څرک لګيدلى ؤ خو د معنوى ځواک لويه پانګه ورسره وه اوس هم د معنوي ځواک هماغه لويه پانګه د اسلام سره
موجوده ده او په اينده کې به هم اسلام د همدغه ډول بشپړ ځواک او قدرت پانګه ولري . زه په دى پوره يقين لرم چه د اسلام سپيڅلى دعوت به د تاريخ په بستر پروت ناروغ،ستړي ستومانه او لا لهانده بشريت ته د روغتيا زيرى ورکړي ځکه چه ختيځ او لويديځ بلا کونه د ناروغ او او ناارامه بشريت په د رملنه کې بيخي د ناکامى سره مخ شويدى نو راتلونکى د اسلام دى چه د تير په څير يو ځل بيا بشريت ته د خوشحالى او سوکالى زيرى ورکړى او اسلام به پخپل اصلى روح يو ځل بيا را ژوندى کيږى .

ډاډه پدى يو چى !
د اسلامى دعوت دقدرت او کاميابى راز د اسلامى ګروهى په فطرت کې پټ پروت دى همدغه علت دى چه د بدو نه په بدو شرايطو او د آغزنى نه  په آغزنه لارکى بيا هم  د اسلامى دعوت د قافلى سفر جارى دى.
د اسلامى دعوت د قدرت او کاميابى منبع هغه پاک، سپيڅلى، روښانه او ځليدونکى حقيقت دى چه د دغه دعوت دماڼى ستنى پرى ولاړى  دى.
د اسلامى دعوت د قدرت او کاميابى را ز انسانى فطرت سره  دهغه جوړوالى او برابرى ده .
د اسلامى دعوت د قدرت او کاميابى سر چينه هغه اريا نونکى اهليت او اصلاحيت دى چه په هره مرحله او هره زمانه کى د بشريت د قيادت او رهنمائي وړتيا لرى.
د اسلامى دعوت دقدرت او کاميابى راز دهغه پريکنده او نه بدليدونکى دريځ دى .
د اسلامى دعوت د قدرت او کاميابى راز پخپل ځان ويسا او باور دى .
نن نړى په مادى توګه ډير پر مختګ کړى او مسلمانان د مادى ايجا داتو څخه عاجز د ى نن آروپا پدى ميدان کې تر هر چا مخکى ده ، په څو راتلونکو پيړيو کى هم دا هيله نشى کيداى چه مسلمانان به پدى ميدان کى آروپا را لاندى او يا کمه تر کمه ځان ورسره برابر کړي نو له دىامله مونږ ته ديو بل داسى صلاحيت درلودل ضرورى دى چه ننى مادى نړى  کي شتون ونلرى او هغه انسان ته په معنوى توګه پر مختګ ورکول دى چه باالاخره يوه داسى ټولنه رامنځ ته شى چه د اسلامى افکارو او نظريو ښکارونديه ټولنه او د اسلام عملى بيلګه وى .

 ډاکټر محمد شکر وحدت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب