د علماوو مقام | د علماوو غوښې زهرجنې دي!
جابر بن عبدالله رضي الله عنه وایې : رسول الله صلي الله علیه وسلم به د احد په غزا کې وژل شوې مړې دوه دوه کسان په یوه قبرکې خښول ، کله به یې چې په لحد کې کېښودل پوښتنه به یې وکړه : دکوم یوه ډیر قران یاد و ؟ چا به که کوم یوه ته اشاره وکړه هغه به یې په لحد کې مخکې کېښود.
وعن جابر رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يجمع بين الرجلين من قتلى أحد يعني في القبر ، ثم يقول : (( أيهما أكثر أخذاً للقرآن ؟ )) فإذا أشير له إلى أحدهما قدمه في اللحد . رواه البخاري . د قران زیات یادول دعلمیت دزیاتوالي په معنا و او د کوم شهید به چې علم زیات و هغه رسول الله صلي الله علیه وسلم مخکي کاوه.
ابو هریره رضي الله عنه وایې : رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلې دي : الله وایې : څوک چې زما دوست ته تکلیف ورکړې هغه ته زما د جګړې اعلان ده ، عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم : إن الله تعالى قال : من اذي لي وليا فقد آذنته بالحرب (رواه البخاري) . په ځیني روایتونو کې د (اذي ) پرځای (عادي) راغلې دي ، یعني چا چې زما له دوست سره دښمني وکړه . امام ابوحنیفه او امام الشافعي رحمهما الله دواړه وایې : که علماء د الله دوستان نه شي نو بیا دالله دوستان نشته ، یعني علماء خامخا د الله دوستان دي .
حافظ ابو القاسم ابن عسا کر وایې : د علماو غوښې زهرجنې دي ، څوک چې دعلماو سپکاوی کوي د هغو په شرمولو اوبې پردې کولو کې د الله جل جلاله عادت معلوم دی ، او څوک چې دعلماو عیبونه بیانوي خدای به یې له مرګ مخکې د زړه په مرګ مبتلا کړي ، “إن لحوم العلماء مسمومة وعادة الله في هتك أستار منتقصيهم معلومة وان من اطلق لسانه ، في العلماء بالثلب ابتلاه الله تعالي قبل موته ، بموت القلب (التبیان في اداب حملة القران للنووي مخونه ۲۲ – ۲۳ ) .
نن سبا ډیر د سیاستونو ښکار شوې ځوانان د ملت د خواخوږي په پلمه په علماو کې هغه سپکې او له شرمه ډکې خبرې دومره په اساني سره کوي چې انسان ورته ګوته په غاښ شي ، دوی دا کار په حقیقت کې یاد خپلو ګټو په نیت کوي او یادا خلک د ډیرو چالاکو سیاستوالو په لومو کې ګیر شوې وي او دهغوی دفکر او اند نقالي او نخرې کوي ، کنه د اسلام په لاره کې د خدمت او مسلمانانو ته دین رسولو لویه دنده ترننه پورې له علما و پرته بل څوک پرمخبېولی شي . اودا نن چې د اسلام د خدمت په ګڼو برخو کې کوم خلک په کاربوخت دي ډیری یې علماء او پوهان دي .
[irp][irp][irp] له دې خبرې هیڅ انکار نه شې کیدلی چې په علماو کې بیلارې او ناسم خلک (علماء سوء) هم شته او دین ته یې ښه پوره تاوان رسولی دی ، خو د دې بیلارې علماو مخنیوی او د دوی غلط کارونه په ګوته کول او خلک یې په بیلارې پوهول همدا د حق دلارې علماء کوي او دهغه د ناسمو کړنو مقابله کوي . اوس چې ځیني خلکوته د علماو د هغه درنښت او ستر مقام یادونه وکړې چې اسلامي شریعت ورته معلوم کړی ده ، دوی وایې زموږ مطلب بیلارې ملایان دي ، دا خبر د هغوی ځکه سمه نده جې هغوی ټول عمر د عالم په غندنه او عیبونوکې تیر کړی ده او دعالم صفت او ستاینه یې یوه ورځ هم به خوله نه ده راوړې ، نو که ته د بیلارې عالم د غندنې اختیار لرې باید د ښو علماو ستاینه هم یوه ورځ وکړې او دهغوی ستاینه ، په شریعت کې یې مقام او د هغوی احترام هم یوه ورځ باید چاته بیان کړې ، او دا کار تا نه ده کړی نو معلومه شوه چې شف شف دي څه معنی لرې … ښکار ه خبر ده چې دا ډول چلند د په نوم عالم دښمني ده او داکار د ایمان او دین له پاره ډیر خطرناک او بدې پایلې لرونکی ده .د امام ابن عساکر دا مشهوره خبر چې وایې : إن لحوم العلماء مسمومة ، یعني د علماو غوښې زهرجنې دي ، مطلب داده چې غیبت په قراني نص سره د غوښو خوړلو په معنا ده او دعالم غیبت ډیر خطرناک ده، دعالم غیبت چې څوک کوي ګواکې دهغه غوښې خوري او د عالمانو غوښې زهرجنې دي که څوک یې وخوري الله پاک یې شرموي او رسوا کوي او ډیره شونې ده چې په دنیا کې له داسې ستونزو او مصیبت سره مخامخ شي چې هغه به د دنیا او دین دواړو له پاره لوی تاوان وي . د رښتیني عالم غندنه او د هغه عیبونه بیانول په غیر مستقیمه توګه العیاذ بالله د دین تنقیص او عیب بیانول دي ځکه د دین په اړه ټول معلومات خلک له عالمانو نه ترلاسه کوي اوس که د عالم عیبونه بیان کړل شي خلک به فکر کوي چې د دین حامل او د دین سرخیل داسې له عیبونو ډک وي نو طبعا دا ستونزه په دین کې ده العیاذبالله .
[irp][irp][irp]