عثمان (رض) دور کې د قرآن لیکل او ترتیب
د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په دور خلافت کې همغه د ابوبکر صديق رضی الله د دور جمع شوی قرآن ؤ .
د حضرت عمر فاروق او حضرت عثمان رضی الله عنهم په دور خلافت کې ډير فتوحات وشول صحابه کرام د نړی په ګوټ ګوت کې تیت شول ، چې د ځينو صحابه کرامو سره څه ليکل شوي مصاحف او قراءات ؤ او څه به ور سره نه وو او څه به د نورو سره وو چې په دې وجه په قراءات کې څه اختلاف را مينځته شو . چې کله ددې مسئلې خبر دار الخلافه ته ورسيد نو حضرت ذوی نورين رضی الله عنه زيد بن ثابت ، عبد الله بن زبير ، سعيد بن العاس ، عبدالرحمن بن حارث ته د ليکلو او سورتونو په بټه د ترتيب کولو حکم وکړ .
او وروسته د قرآن ليکل شوی مصحف د اسلامي امت ټولو ښارونو ته و ليږل تر څو ټول مسلمانانو په يو مصحف او قرائت جمع شي (المدخل لدراسة القرآن الكريم – الدكتور محمد محمد أبو شهبة) .
د حضرت عثمان رضی الله عنه په عهد کې ليکل شوی مصحف همغه د ابوبکر صديق رضی الله عنه د عهد ليکل شوی مصحف څخه وليکل شو ، چې د ابوبکر صديق او عثمان رضی الله عنهم دواړو دورو کې د ليکلو سرپرستي د زيد بن ثابت رضی الله عنه پر غاړه وه .
عثمان رضی الله عنه ټولې پخوانی نسخې او مصاحف جمع کړل او د هغه پر ځای يې يوازې يو مصحف ترتيب او هغه يې د اسلامي امت ټولو برخو ته وليږلو .
۳- د قرآن کريم صوتي ثبت :
د لومړي ځل لپاره تقريباً په ۱۳۷۹ هجري کال کې په مصر کې د دوکتور لبيب سعيد لخوا نظر ورکړ شو چې بايد قرآن په صوتي بڼه ثبت کړ شي بلاخره د ازهر په تفاهم سره قرآنکريم د شيخ محمد حصري رحمه الله په غږ کې د حفص په روايت سره مکمل په صوتي آلاتو کې ثبت شو .
وروسته په کال د ۱۴۰۵ هجري کال د ملک فهد د ټولنې لخوا د عصري وسايلو په وسيله په صوتي بڼه ثبت شو .