د روژې مهم مسائل
۱ – دروژی لپاره نیت شرط دی خوپه ژبه څه ویلوته اړتیا نشته که یوازی په زړه کی دروژی نیت وکړای شي صحیح کیږي .
۲ – دسهار داخلیدو نه وروسته چا خوراک یا څښاک وکړل روژه یی ماته شوه قضابه هم راوړي او کفاره به هم ورکوی .
۳ – په هیره څه خوړلو سره روژه نه ماتیږي خو که چاته په زوردخوراک لپاره څه ور کړل شول روژه ماتیږي قضاء یې واجب ده
۴ – پخپله قی ( استفراق) راتلو سره روژه نه ماتیږي که څوک ځان ته قی راولي روژه ماتوي .
۵ – دسفر اندازه ( ۴۸ میله یا ۷۶کلو متره ) ده پدې کي دروژې نیولو یا نه نیولو اختیار دی که ونیول شي غوره ده .
۶- عطر یا نورو خوشبو یانو سره روژه نه ماتیږي او همدا راز په سترګو کي رانجه کولو سره هم روژه نه ماتیږي.
۷- ستن وهل (انجکشن) سره روژه نه ماتیږي غوښه کې وي که رګې .
۸- هغه حامله او شيدې ورکونکې ښځه چي دځان یا ماشوم ویره ورسره وي روژه دي نه نیسي بیا دي قضا راوړي .
۹- که چا دعذر (سفر ، مرض ، زوړ والي )له امله روژه ونه نیوله اوبیاورته دقضا راوړلو وخت پیداکیدو نه وړاندي وفات شو وارثان به یې دهري روژی پّه بدل کې کفاره (پاوکم دوه کلوغنم)ورکوی .