درنې خبرې
د مرګ نه وروسته د مسلمان ټول عملونه به ختم شي ، لیکن څو داسې شیان دي چې د هغو ثواب له مرګ نه وروسته هم جاري وي:
۱: علم، چا چې زده کړ او نورو ته یې هم وښوده
۲: نیک اولاد او د هغوی دعا چې د مور او پلار په حق کې يې کوي.
۳: قرآن مجید،چې چاته یې پریښودلو
۴: مسجد جوړ ول
۵: سرای، چې د مسافرو لپاره یې جوړه کړی وي.
۶: نهر یا ویاله ویستل( چې د خلکو د فایدې لپاره وي)
۷:صدقه، چې د صحت په حالت کې یې ورکړی وي،دا صدقه نه ضایع کیږي او له مرګ نه پس یې هم ثواب مړي ته رسیږي.
((طبراني))
د خلکو هلاکت په دری خبرو کې دی:
۱: د توبې په امید باندې ګناه کول
۲: د ژوند په امید باندې توبه نه ویستل
۳: د توبې ویستلو نه بغیر د رحمت امید ساتل
((حضرت شفیق بلخي))
زړونه په پنځه قسمه وي:
۱: مړ زړه، دا د کافر زړه وي
۲:ناروغه زړه، دا د ګنهګار زړه وي
۳:غافل زړه ، دا د ډير خوراک والا زړه وي
۴:مستور، دا د یهودیانو زړونه وي.
۵: عبادت ګذار زړونه، دا د هوښیارو او متقي خلکو زړونه وي.
(( حضرت حاتم اصم ))
سړي ته له څلورو خبرو نه خالي او غافل اوسیدل نه دي پکار:
۱: صدق قول
۲:صدق عمل
۳:صدق مودت
۴: صدق امانت
((حضرت ابوعلي محمدبن عبدالوهاب الثقفي))
انسانان په درې قسمه دي:
۱: امراء
۲:علماء
۳:فقراء
د یقین درې قسمه دي:
۱:یقین خبر
۲:یقین دلالت
۳:یقین مشاهده
((حضرت ابوبکر وراق))
د معرفت درې ارکان دي:
۱: رکن هیبت
۲:رکن حیا
۳:رکن امن
(( حضرت ابن عطار))
په کوم فقیر کې چې دا څلور خبرې نه وي هغه د خاورې برابر وګڼه:
۱: په کشرانو باندې شفقت کول
۲:د مشرانو احترام او خدمت کول
۳:په خپل نفس نورو ته ترجیح ورکول
۴:او پخپله د خپل نفس ترجیح له نورو نه، نه غوښتل
(( حضرت شیخ ابوالحسن شاهدلي))
د څلور کسانو خواته خالي لاس تلل نه دي پکار:
۱: عیالدار
۲:ناروغه
۳:صوفي
۴:بادشاه
د ادب له مخې خلک په درې قسمه دي:
۱:اهل دنیا
۲:اهل دین
۳:اهل حق
(( حضرت ابو نصر سراج))