زموږ سره د کافرانو دښمني او بخالت- آیت شریف

مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلَا الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ [سوره بقره 105]

ژباړه: خوښ نلری هغه خلک چی کافران شویدی داهل کتابوڅخه اونه هم مشرکین داچی دالله له خوادی پرتاسوباندی خیر(وحی )نازل شی، اوالله خاصه وی په خپل رحمت سره هغه څوک چی دالله خوښ وی، اوالله خاوند دلوی فضل دئ.

توضیح: یعنی یهود، نصاری اومشرکین ټوله ددې بخالت کوی چی الله پاک دی پرتاسو باندی قرآن او نوری ښیګڼی نازل کړی او ددوی دغه بخالت ستاسو سره دتعصب له امله دئ ځکه دوی ستاسو لپاره دهیڅ قسم ښه ژوند غوښتونکی ندی.

درس: څوک چی مسلمان وی هغه باید ددې آیت څخه دغه استنباط وکړی چی یهود، نصاری اومشرکین هیڅوخت زموږ دوستان نسی کیدلائ ځکه که دوی زموږ دوستان وای نو هیڅکله به یې زموږ په نسبت دځانه سره دغه مفکوره نه ساتلائ.
کله چی دوی د الله پاک په ورکړی کی بخالت کوی پرموږ یې قرآن، وحی او دالله له خوا رحمت ندئ پیرزو نوپه خپل لاس به څنګه زموږ دسوکالۍ لپاره کار وکړی؟ او دځانه څخه به څنګه پرموږ باندی پیرزوینه وکړی؟

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب