دامت لوی محسن ﷺ
که مجلس ته يې نابلده څوک راغلی وای هغه ته دا نه معلومېده چې رسول الله کوم یو دی، د صحابه کرامو په مېنځ کي به ناست و، هیڅکله داسي ندي شوي چې دی مخ ته روان أو دوه کسه شاته ور پسې روان وي، که به چا تر لاس ونیوه تر هغه وخته یې لاس نه ورڅخه راکاږه چې لومړی هغه خپل لاس نه وای ورڅخه کش کړی ، د مظلومانو مأویٰ أو مرجع و، ویل يې: د هغو حوائج تر ما را ورسوئ چې زه یې نه وینم أو تر ما خپل حاجتونه نشي رارسولای، ویل یې که د أحد د غره په اندازه سره زر راسره وي ، زه نه یم خوښ چې په دریمه ورځ زما په کور کې له دې زرو څخه یو څه پاته وي، إلا که د چا قرض راباندې وي أو هغه ته مې ساتلي وي ، په چا یې شماتت نه کاوه، و چاته یې عار أو پیغور نه ورکاوه، خادم یې انس رضي الله عنه ویل: په لس کاله کې یې راته و نه ویل چې ولي؟ نه یې قهر راته وکړ ، نه یې تندی راته تروش کړ ، یو أعرابي به د حجرو له شا څخه په نامه ور نارې کړه ،که يې تر لاس نیولای وای د مدینې تر پایه ورسره تلی، خائنة العین د سترګو اشارې یې نه کولې ، که به چا خبرې ورته کولې په ټول مخ مبارک به ورته متوجه و، تر څنګ یې نه ورته کتل، و محتاجینو ته یې (نه)نه ویل.
دا یې د محموده صفاتو یوه نمونه ده لکه: د بحر څخه د یوې قطرې په أندازه ، ځکه خو ثمامة بن أثال ورته وویل « په والله چې مخ دې تر مخونو راته محبوب ، دین دې تر دینونو راته محبوب، ښار دې تر ښارونو راته محبوب دی»
هو دا سید الأولین والأخرین صلی الله علیه وسلم و.
(الحليمي)