ناروغ فزیکي معاینات له سر څخه تر پښو

1- دمریض عمومی وضع :- دمریض حالت روحتاً معلومیږی چی وضع یی واقعی د مریض ده اوکه نه۰

 :سر- دسرتفتیش – دسرجس کول- دسردپوستکی کتل- دسردویښتانوکتل- دسردهډوکی کتل۰ A
– سترګی:- دلیدلوقابلیت- دلیدلوقدرت- دسترګوحرکات- قرنیه-عدقیه- صلبیه- منظمه- باڼوګانB
– غوږونه:- داوریدوچک کول – ددردمعلومول – داتوسکوپ په ذریعه معاینات۰C
– پزه (پوزه- سګمه):- دپزی تفتیش – دپزی جس کول ۰D
– خوله:- دخولی دبد بویی معلومول دچینجی کنترول- تانسل- ژبه-  دخولی داخلی دیوال – اوری E
مخ :- دژاموحرکت – دساینوسونوجس کول(هغه خالیګاوی چه په مابین دوریځو اودسترګوکی وی) –F
– غاړه (ورمیګ):- تفتیش او جس کول – پوستکی- لمفاوی عقدی (کتلی یاپړسوب)- شزن- تناظر(مساوی)G
نوټ:- تفتیش په سترګوکتل جس یا لمس په لاس معاینه کول.

هغه اصطلاحات چی په فزیکی معایناتو کی استعمالیږی په لاندی ډول دی۰

تفتیش:- په سترګو لیدل اومعاینه کول۰
جس :- دلاس هغه معاینه چی دهغه په ذریعه صوتی اهتزازات معلوموی۰
لمس :- دلاس هغه معاینه چی دهغه په ذریعه کتلی – پړسوب – طحال اویاهم دګردوحالت معلوموی۰
قرع :- هغه معاینات چه صدر او یاهم بطن دګوتو په ذریعه معلوموی يعنی دیو لاس منځنی ګوته دبل لاس په هغه ګوتوچه په بطن او یاپه صدرایښودل شوی وی ضربه ورکوی چی دری ډوله آواز ورکوی

اول:— وضا حت:-  چی طبعی او نارمل آوازدی۰
دوهم – اصمیت :- هغه آواز چی د مایع دموجودیت په صورت کی مینځ ته راځی۰
دریم— طبلیت :- هغه آواز چی د هوا دموجودیت په صورت کی مینځ ته راځی لکه د ډول آواز۰
بطن :- ګیډه
صدر :- دسینی قفس (سینه)
اصغا‌ء :– اوریدل په غوږونو باندی د ستاتیسکوپ په ذریعه لکه دسږو- کلمو- دزړه ۰۰

دسږو(ششونو) اصغاء یا دآوازونو اوریدل ۰
اول-  رال (رایلا):- ټول هغه مخشوش کونکی اواعضافی(زیاتی) آوازونه چه د مایعاتودموجودیت په وخت کی پیداکیږی اوداسی ترق ترق کوی لکه مالګه چه په اور واچول شی ایاهم ویښتان سولوی۰
دوهم—کریپشن :- هغه اعضافی آواز چه په ډیره سختی سره اوریدل کیږی ۰
دریم–  رانکای :- هغه آواز چه دششونو دپرش نه مینځ راځی (خرخر)۰
څلورم–  ویزینګ :- هغه موسیقی ته ورته آواز چی دمخاطی افرازاتویا هم دکوچنی قصباتودتنګوالی په اثرمینځ ته راځی چی ساه لنډی (آستماء) یی ښه مثال دی

ډاکټر یاسین زی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب