داسې نوی درمل چې میندواره ښځې پر زېږون عملیات نه ژغورلی شي
داسې نوي درمل چې میندواره ښځې پر زېږون عملیات نه ژغورلی شي
د بریتانیا په سکاټلنډ کې څېړونکي داسې نوي درمل ازمايي چې پر زېږون د ښځو د عملیات کېدو مخنیوی کولای او د هغو ښځو لپاره ګټور ثابتېدلی شي چې ‘له رحم بهر میندوارۍ’ سره مخامخ کېږي.
په نړۍ کې په هرو ۹۰ میندواریو کې یوه یې ناعادي یا له رحم بهر هغه وي. دې میندوارۍ ته په طبي اصطلاح ‘اېکټوپېک پرېګنېنسي’ وايي. دا نورماله میندواري نه وي او ځکه ‘له رحم بهر میندواري’ ورته وايي چې جنین د رحم پر ځای له رحمه بهر په ‘فالوپين ټيوب’ برخه کې وده کوي. دا هغه نرۍ لاره یا پایپ دی چې د تخمدان او رحم تر منځ غځېدلی دی.
دا ستونزمنه یا سخته میندواري د میندو ژوند ګواښي او ماشوم د طبعي زېږون پر ځای د عملیات په ترڅ کې نړۍ ته راځي او ګڼې ښځې یې له کبله د زېږون پر مهال مري.
له دا ډول میندوارۍ سره د مخ کېدونکو ۴۰ سلنه میندو درملنه د دارو درملو په مرسته کېږي خو اوسني شته درمل په ۳۰ سلنه قضیو کې ګټور نه ثابتېږي، معنا دا چې داسې ښځې باید عملیات شي او ‘فالوپين ټويوب’ یا د تخمدان او رحم تر منځ غځېدلی پایپ باید ترې لرې کړای شي.
اوس د بریتانیا د سکاټلنډ ‘ابېرډين’ پوهنتون داسې نوي درمل وړاندې کړي چې څېړونکي هیلهمن دي، تر یادې سلنې به ډېرو ښځو ته ګټور وي او ورسره به له دې کبله د کېدونکو عملیاتو کچه هم راټيټه شي.
که داسې وشي نو دا به د دې ستونزمنې میندوارۍ په برخه کې په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې لومړنۍ روغتیايي پرمختګ وي.
‘له رحمه بهر میندواري’ څنګه درملل کېدای شي؟
په بریتانیا کې هر کال نږدې ۱۱ زره ٰاېکټوپېک’ یا ‘له رحم بهر’ میندوارۍ رامنځته کېږي.
دا ډول میندواري پر ښځو له فزیکي او رواني پلوه سخت ناوړه اغېز پرېباسي. ځکه چې په دې حالت کې جنین له رحم بهر ځای پر ځای شوی وي او دوی ماشوم ته وده نه شي ورکولای.
د بریتانیا روغتیايي ادارې (اېناېچایس) له مخې، په ښځو کې د دا ډول میندوارۍ نښې له څلورمې تر ۱۲مې اوونۍ رابرسېره کېږي چې د ګېډې په ښکته برخه کې یوې خوا ته درد احساسوي او اوږې او یا د ولو سرونه یې هم ښايي درد وکړي.
د تخمدان او رحم تر منځ غځېدلې لار یا ‘فالوپین ټیوب’ کې چې کله جنین په غټېدو شي نو د دې وېره وي چې شاید دا پایپ وچوي او له کبله یې په بدن کې دننه وینه بهېدنه رامنځته او میندواره ښځه د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.
په داسې حالت کې بېړني عملیات ته اړتیا پېښېږي او په ترڅ کې یې ٰفالوپين ټیوب’ په بشپړ ډول او یا یې هم یوه برخه باید لرې کړای شي.
د دې میندوارۍ د تشخیص په برخه کې ځینې پرمختګونه شوي چې ښځې د درملنې جوګه کوي.
اوسمهال ناروغانې د ‘مېټوټرکسېټ’ په نوم داسې درملنه ترلاسه کوي چې د بدن مدافع یا معافیت نظام ځواکمنوي او په شاوخوا ۷۰ سلنه قضیو کې د دا ډول مینداورۍ د ډېرېدو مخه نیسي.
خو څېړونکي هیلهمن دي چې دا کچه نوره هم لوړېدلی شي چې مېرمنو ته د ‘مېفيپرېسټن’ هورمون ورکړل شي. دا هغه مهم هورمون دی چې د میندوارۍ ‘پروګيسټرون’ هورمون مخنیوی کوي.
ټاکل شوې دا درمل د بریتانیا په څلوېښتو بېلابېلو روغتونونو کې پر هغو سلګونو ښځو وازمویل شي چې همدې درملنې ته اړتیا لري. په دوی کې به ځينو ته د ‘مېفيپرېسټن’ تر څنګ ‘میتوتريکسېټ’ هورمونونه او یو شمېر نورو ته ورته درمل ورکړل شي.
د دې ازمیښت مشري به د ‘ابرېډين پوهنتون’ د طب برخې مشره استاده ډاکټره ‘اېنډریا وولنر’ کوي.
ډاکټره وولنر وايي، “له رحم بهر میندواري یوه ځوروونکې حاملګي ده چې پر ښځو او د هغوی پر کورنیو له فزیکي او رواني پلوه ناوړه اغېز پرېباسي او د دې میندوارۍ اړوند روغتیايي ادارو یې په درملنه کې په دا تېرو ۲۰ کلونو کې هېڅ پرمختګ نه و کړی.”
اغلې وولنر زیاتوي، “دا د اېکټوپېک میندوارۍ اړوند روغتیايي برخې ته یو په زړه پورې فرصت دی چې موږ وار له مخه د شته معیاري درملو تر څنګ د دې ناروغۍ د درملنې لپاره اضافي او نوي درمل وړاندې کوو.”
دوه ځله عملیات او بېرته پر پښو درېدل
د بریتانیا د کارډیف اوسېدونکې ‘هېلن کورسيکارډمور’ دوه ځلې دا ستونزمنه میندواري تجربه کړې.
دا ښځه چې اوس ۴۳ کلنه ده، دواړه ځلې پر زېږون عملیات شوې او ‘فالوپين ټيوب’ یا د رحم او تخمدان تر منځ غځېدلی پایپ ترې ایسته کړل شوی دی.
ډاکټرانو په لومړیو کې هڅه کړې وه چې د هغې میندواري د ‘ميتوټرېکسېټ’ په مرسته کنټرول کړي خو د درملنې په هماغه لومړۍ ورځ یې ‘فالوپين ټیوب’ وچاودېد او عملیات شوه.
هېلن اوس د میندوارۍ اړوند یوه بنسټ له سمبالوونکو ده او وايي، “خورا سخت حالت و. داسې احساس مې کاوه چې باید په یو ځای هم بېرته قدم وهل زده کړم او هم له سره ژوند کول. هغه هم په داسې یوه حالت کې چې هم له فزیکي او هم له رواني پلوه ځپل شوې وم.”
هېلن زیاتوي، “ما په ټول ژوند کې هېڅ ډول عملیات نه و کړی، دا خو لا لرې پرېږده چې دومره ستره جراحي دې وکړم. په فزیکي او رواني لحاظ مې جوړېدلو باندې ډېر وخت ووت. څو کلونه وخت یې واخیست چې زه بېرته ښه شم.”
ټاکل شوې دغه روغتیايي ازمیښت د روان کال په وروستیو کې پیل او پایلې یې په ۲۰۲۷ کې په ډاګه شي.
مالي لګښت یې د طبي څېړنو شورا (اېمارسي) او د روغتیايي څېړنو ملي انسټټيوټ (اېنایاېچار) ورکوي.