داسلامی دعوت پېژندنه او ارزښت
دعوت او بلنې په معنی ده چه البته دلغت له نظره په هر بلنی باندی ددعوت اطلاق کیږي که هغه روا وی او که نا روا حسی کار ته دعوت وی لکه د ولیمی (دواده خوراک) او داسی نور.
او یا معنوی کارونو ته بلنه وی لکه علمی سیمینار ته بلنه اوکه نورو شيانو ته وي.
داسلامي دعوت پېژندنه:
زمونږ مقصد داسلامی دعوت پیژندنه ده.
نو اسلامی دعوت په دې ډول تعریفوو:
داهل علمو له خوا په سمه توګه دمخاطب دعقلی مستوی په نظر کی نیولو سره سم دالله تعالی د راليږلي دين رسولوته اسلامي دعوت ويل کيږي.
دا چې دعوت مو په لغوی او اصطلاحی توګه وپيژاند اوس رازو د دعوت اهمیت او ارزښت ته.
داسلامی دعوت اهمیت دلاندی بندونو په نظر کی نیولو سرښه درک کولی شو.
چې الله تعالی په هر اړخېزه توګه دهغه دارزښت یادونه کړې ده:
لمړی: دالله(جل جلاله) له خوا په دغه دعوت باندی ترکیز:
الله(جل جلاله) فرمایی : ادع الی سبیل ربک با الحکمة والموعظة الحسنة و جادلهم بالتی هی احسن ان ربک هو اعلم بمن ضل عن سبیله وهو اعلم بالمهتدین.(النحل ۱۲۵ایة )
ژباړه: بلنه کوه! لاری د رب خپل ته په کلکی طریقی(حکمت سره)اوجواب ورکوه ددوی دخبرو په هغه طریقې سره چې ښایسته وی یقینا ستا رب ښه پوه دی په هغه چا چی واوړی د لاری دهغه نه او هغه ښه پوه دی په هدایت والاوو.
په بل ځای کی الله(جل جلاله) ددعوت خبره تر ټولو خبرو غوره او بهتره ښودلی او فرمایی چه:ومن احسن قولا ممن دعا الی الله و عمل صالحا وقال اننی من المسلمین(حم السجده ایت ۳۳)
ژباړه: او څوک ډیر ښایسته دی په وینا کولو کی دهغه چا څخه چه دعوت کوی الله(جل جلاله) ته او عمل کوی نیک (په اخلاص او دسنتو سره برابر)او وایی چې یقینا زه د مسلمانانو د ډلی څخه یم.
دلته الله(جل جلاله) څلورو ټکو ته واضحه اشاره کړی .
الف:ددعوتی خبری غوره والی اوبهتری.
ب: بلنه باید د الله(جل جلاله) دحکمونو خواته وی.
ج: دعوت کوونکی (بلونکی) باید دنیک عمل خاوند وی یعنی هغه څه ته چې خلک ورته را بلی په هغه باید خپله هم عامل وی او قدوه اوسی او په اخلاص سره وي او دسنتو موافق وی.
د: دخپل دعوت انګیزه هم بیان کړی چه زه مسلمان یم یعنی زما مسلماني ما هڅوی چه دعوت وکړم او اجوره یی الله(جل جلاله) څخه غواړم .
همدارنګه الله(جل جلاله) هغه چاته چې ددعوت کار مخ ته بیایی دفلاح (بریالیتوب) نسبت کړی چه فرمایی :ولتکن منکم امة یدعون الی الخیر ویأمرون باالمعروف وینهون عن المنکر وأولئک هم المفلحون (ال عمران ۱۰۴ایت)
ژباړه:او وي دې له تاسې نه یوه ډله چه دعوت کوی خیر طرف ته او حکم کوی دنیکۍ او منع کوی دبدۍ څخه او دغه کسان خاص دوی فلاح موندونکی دی.
ددی ایت پسې دڅو معترضو جملو څخه وروسته بیا د همدی سورت په (۱۱۰)ایت کی ددې امت دغوره والی سبب او لامل دعوت ګڼی او فرمایی چې:
کنتم خیر امة اخرجت للناس تأمرون باالمعروف و تنهون عن المنکر وتؤمنون با لله الایة (ال عمران ایت ۱۱۰ )
ژباړه: وی تاسو (همیشه به یی)غوره امت راویستلی شوی یی دخلکو لپاره امر به کوی په نیکۍ او منع به کوئ له بدۍ او ایمان به لرئ په الله (جل جلاله).
همدارنګه نبوی احادیث او لارښوونی هم ددعوت په اهمیت باندی ټینګار کوی یوه ورځ نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) حضرت علی کرم الله وجهه ته وویل (لأن یهدیک الله بک رجلا واحدا خیر لک من حمر النعم )
ژباړه: که يوه کس ته الله (جل جلاله)د تا په ذریعه هدایت وکړی (داکار)تاته دسرو اوښانو څخه غوره دی .
په بل ځای کی نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) دعوت کوونکی ته دعا کړی ده چې دحدیث مفهوم داسی دی:
الله (جل جلاله) دی تر او تازه لری هغه سړی چه زما خبره واوری او بیایی هماغسی بل ته ورسوی .
حضرت علی رض ته نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) ددعوت په ذریعه دیوه تن هدایت د سرو اوښانو څخه چې هغه وخت دعربو لپاره له ډیر قیمتی څیزونو څخه شمیرل کیدل ډیر ارزښتناک وګاڼه .
په همدی ډول درسول الله (صلی الله علیه وسلم) دعاء ددعوت کوونکی لپاره ددعوت ارزښت او اهمیت په ډاګه کوی.
لنډه دا چه مونږه ددعوت په ذریعه نیک او غوره امت ګڼل شوی یو او ددعوت خبره ترټولو نورو خبرو ښایسته ده او ددعوت په واسطه دیو چا هدایت موندل د دنیا د قیمتی مالونو څخه غوره ګڼل شوی .
نو بیا په داسی حال کی چه دانبیاؤ علیهم السلام سلسله ختمه شوی او دغه مسؤولیت دامت په غاړه پریوتی او له بلی خوا په اوسنی وخت کی د جني او انسي شیطانانو باطل دعوتونه خلک له ګړنګونو غورځوی او دفحشاؤ او نفسې خواهشاتو بازار یی ګرم کړی چې پدی وخت کی دعوت ته وخت نه ورکوو نو کوم وخت ته انتظار باسو؟
شکر الله فدایي