خپل کمپيوټر ته تېزوالی وبخښئ
کمپيوټر کي بعضي انسټال سوي وینډوزونه له لږ وخت وروسته یوڅه پڅ سي ،او هرفایل یا مېنو چي راخلاصوئ باید ورته صبر وکړئ.
ددې لپاره چي مېنو ګاني ، فایلونه ، پروګرامونه او … یوڅه ژر راخلاص سي ، دغه لاندي کار ترسره کړئ :
۱- My Computer ښي لاس کلیک کړئ .
۲:- له ښکاره سوي مېنو څخه د Properties کمانډ انتخاب کړئ .
۳:- د System Properties کړکۍ څخه د Advanced ټوب انتخاب کړئ .
۴:- د Performance څخه د Settings تڼۍ کښېکاږئ او له ښکاره سوي کړکۍ څخه دغه لاندي کمانډونو څخه د ټیکمارک علامه لیري کړئ .
Fade or slide menus into view
Fade or slide ToolTips into view
Fade out menu items after clicking
Show Shadows under menus
Slide open combo boxes
Slide taskbar buttons
Use a background image for each folder type
Use common tasks in folders
کله چي پورتني کمانډونو څخه ټیک مارک ایسته کړل سو ، د Ok او بیا داصلي کړکۍ څخه د Apply او وروسته ئې دok تنۍ دموس په ذریعه کلیک کړئ .