آيا لاټري جواري ده ؟


لاټري د جواري يو قسم دى يا يو قسم جواري ده.

کوم شي ته چې لاټري ويل کيږي، هغه د جواري يو قسم دى. هغې ته معمولي خيال کول او د انساني ګټو په غرض او د دې له پاره انجمنونه جوړول صحيح کار نه دى. کوم خلک چې لاټري د دې قسم مقاصدو له پاره جائز ګرځوي، د هغوئ مثال داسې دى، لکه څنګه چې يو سړى د حرام ډانس (ګډا) او د حرامو ليکلو په ذريعه باندې د مذکوره مقاصدو له پاره پيسې جمع کوي؛ نو موږ داسې خلکو ته داسې وايو چې:
ان الله طيب لايقبل الا طيبا. [حديث] ژباړه: يقينا الله تعالى پاک دى او پاک شيان خوښه وي.
کوم خلک چې دا قسم طريقه اختياره وي، د هغوى خيال دا وي چې معاشره کې د خير او همدردۍ د محرکاتو خاتمه شوې ده او د نيکۍ حقيقت باقي نه دى پاتې شوى؛ نو د دې وجې څخه د مال جمع کولو له پاره د دې څخه سوا بل هېڅ يو صورت نه دى پاتې شوى چې جواري او ممنوع قسم لوبې د تماشې په ذريعه جوړې شي. اسلام د معاشرې له پاره داسې قسم طريقې نه تجويز کوي، بلکې د انسان په معامله کې هغه د خير طريقه اختياره وي او د پاک مقصد ياني (Noble Cause) له پاره هغه ذريعه هم پاکه اختياره وي، هغه ذريعه د نيکۍ، دعوت او انسانيت طرفته ترغيب او په الله تعالى او اخرت باندې د ايمان راوړلو لارې دي.

ليکنه: د-کتور يوسف القرضاوي
ترتيبوونکى: مرستيال- کندهار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب