خپله میرمن په طلاق تهدیدول … یوه لویه بی انصافی!!

طلاق د يوې وسلې په توګه:

د کورنۍ د تباه کېدلو يو له لوى اسبابو دا دى کله چې خاوند په هره کوچنی او لویه خبره ښځې ته د طلاق اخطار ورکوي. که ماشوم وژاړي هم طلاق  که د ډودی په تيارولو کې څه لږ ځنډ وشي هم طلاق. لنډه دا چې په هره خبره کې ښځې ته د طلاق اخطار ورکوي او تهديدوي يې، ډیری کورنۍ له همدی امله ورانې او له مینځه تللی کله چې خاوند د دې الفاظو په تکرارولو کې له ډیری بیړی څخه کار اخلي، او ډېر خاوندان ان داسې وي چې له ښځې سره په حرامه اوسیږي ځکه چې هغه يې څو څو ځله طلاق کړې وي، نو يا دا چې د طلاق په احکامو نه پوهیږي او يا کوم جاهل ملا ورته فتوای ورکړې چې طلاق نه دى واقع شوى نو کوم سړى چې خپله ښځه په طلاق ويروي په حقيقت کې هغه يو بد اخلاقه خاوند دى ځکه چې کوم شرعي حق چې الله پاک هغې ته ورکړى هغې ورڅخه د وېرولو او تهديولو يوه وسله او ذريعه جوړه کړې.
الله تعالى طلاق د يو حکمت لپاره جايز کړى او بيا طلاق اولنى حل خو ندی کنه ځکه د هغې نه مخکې بايد وعظ نصيحت، هجر يعنې هغې څخه جداوالى او بيا وهل چې د دې هر څه باوجود هم اصلاح نشي او د ښځې او خاوند ژوند مشکل شي نو ورسته له هغه بايد طلاق ته رجوع وشي.
الله تعالى فرمايي: (و ان خفتم شقاق بينهما فابعثوا حکماً من اهله و حکماً من اهلها ان يريدا اصلاحاً يوفق الله بينهما) النساء ٣٥. ژباړه: او که چیرې د دواړو له مخالفت څخه وېرېدئ نو يو حکم يا فيصله کوونکى د سړي له طرفه او يو د ښځې له طرفه مقرر کړئ ترڅو د دواړو منځ کې صلح راولي که چیرته وغواړي نو الله به ورته توفيق ورکړي. او که چیرته دا وسيله کاميابه نشوه او صلح منځ ته رانغله نو له هغې وروسته طلاق ته رجوع وکړئ.

د میرمن ویرول:

لدی معلومه شوه چه سړي ته هیڅکله په کار نه دى چې تل خپله میرمن په ویره او خوف کې وساتي؛ ځکه چه دا د يو کمزوري سړي نښه ده چې غواړي خپله خبره او نظر په خپله میرمن د زور له لاری ومني همدا ده چه تل یی په طلاق تهديدوي او ښځه هم کله په امن او اطمينان سره ژوند نشي کولاى ځکه خو هغه هره لحظه او هره ګړی له دې ويرېږي چې هغی ته به طلاق وکړ شی. ځکه نو په کار نه دي چې له طلاق څخه لوبه جوړه شي او د تهديد وسيله او کله چې طلاق واقع شي نو بيا پښیمانه وى او د افسوس لاسونه مروړی او ځان ته لارې چارې ګوري چې بیرته خپلې میرمنی ته رجوع وکړي او له هر چاڅخه پوښتنه کوي ترڅو داسې فتوا پيدا کړي چې ښځه ورته حلاله شي.  انسان ولې دومره کمزورى شي چې غصه په ځان دومره غالبه کړي چې خپل ځان يې هم له اختيار څخه ووځي؟ ولې په اطمينان او خوشالۍ په کور کې نه اوسیږي؟  څو د کورنی هر غړی خوشحاله او هوسا وي، ولې له الله تعالى څخه نه وېرېږي ، ولې شيطان ته په ځان غلبه ورکوي، او د الله ورکړى حق ناسم استعمالوي، ولې د خپلې ښځې او کورنۍ په هکله د الله تعالى څخه نه ویرېږي؟

یو حکایت

په دې هکله يو حکايت راغلى چې وايي: يو کس خليفه هارون الرشيد ته وويل چې فلاني سړى په يوه ورځ کې پينځه ښځې طلاقې کړې. رشيد ورته وويل: دا څنګه ممکنه ده؟ ځکه په يو وخت کې خو صرف څلور ښځې جايزې دي نو پينمځه يې څنګه طلاقې کړې؟ هغه سړي ورته کيسه په لاندې توګه تشريح کړه:
د يو سړي څلور ښځې وې. دا سړى يو بد چلنده او بد اخلاقه سړى و.  يوه ورځ کورته راغى ويې ليدل چې ښځې يې خپلو کې سره شخړه لري،  ويې ويل: ترڅو پورې به دا جګړې دوام لری بيا يې يوې ته وويل ته تر ټولو ډېره بده ښځه يې زه ولاړه شه ته طلاقه يې، بلې ښځې يې چې دا وليدل ويې ويل: تا په طلاق کې ډیره عجله وکړه ، که اول دې تاديب کړى وى دا به ښه وه. دې سړي هغې ته هم وويل ځه ته هم ورپسې طلاقه يې، درېيمې وويل: اى قبيحه انسانه دې دواړو تاسره څومره نيکي کړې وه، سړي ورته وويل: اى د هغې طرفدارې ورکه شه ته هم طلاقه شوې، څلورمې چې ډیره صابره وه وويل: دومره دې زړه تنګ شو چې له طلاق پرته دې بله لار ونه موندله ؟ سړي ورته وويل: چې ته هم طلاقه يې. په دې وخت کې يوه ګاونډۍ چې دا هر څه يې اوریدل په دیوال سر را پورته کړ او سړي ته يې وويل: تا غوندې بد بخته انسان ما هیڅکله نه دى ليدلى چې په يو ساعت کې دې ټولې ښځې طلاقې کړې، ته ډیر کمزورى انسان يې.  سړي ورته وويل ځه ورکه شه که د خاوند اجازه دې وي ته هم طلاقه يې ، کله چې د ګاونډي سړی دا خبرې واوریدې ويې ويل: هو زما خوښه ده او اجازه مې ده، نو په دې ډول يې په يو ساعت کې پينځه ښځې طلاقې کړې.

نو اى خاونده

خپله ژبه له ډېرو طلاقونو څخه وساته او دا ګومان مه کوه چې په طلاق باندې تهديدول د تاديب ښه طريقه ده او يا دا د هغې د سرکشۍ علاج دى، نه هیڅکله نه!! بلکې دا د سوء معاشرت دليل دى، حتی که د ټوکو په انداز کې هم وي، ځکه جمهور فقهاء په دې نظر دي چې د ټوکې کوونکي طلاق واقع کیږي لکه په حديث شريف کې چې راغلي: د ابو هريره رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: ثلاث جدهن جد و هزلهن جد: النکاح و الطلاق والرجعة. ژباړه: درې شيان دي چې د هغې رښتيا هم رښتيا دي او ټوکې يې هم رښتيا دي: نکاح، طلاق او رجوع. معنا دا چې که څوک چاته په جدي انداز کې ووايي نو واقع کیږي او که د ټوکو په انداز کې يې ووايي نو هم واقع کیږي.

د پای خبره

نومسلمان خاوند هغه دى چې له خپل رب څخه ویریږي او نرم زړه لري او د هر کار او خبرې کولو نه مخکې د هغې پایلی ته ګوري. د طلاق احکام په تفصيل سره د فقهې په کتابونو کې ذکر شوي هغې ته دې رجوع وشي.
ساجده عبد الباقی
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب