خوشې خبرې

انسان په خپل وس او توان پورې تړلی دې چې څه کولی شي او څه نه شي کولی او د کوم څه کولو لپاره یې تر هغه وخت پورې خپلې هڅې او هلې ځلې نه بس کوي تر څو پورې یې چې وروستۍ نتیجه د “هو” یا “نه” تر لاسه کړې نه وي دا کار شاید په ټوله نړۍ کې معمول وي چې یو څوک یې د ځان لپاره کوي او یو څوک یې د هغو خلکو لپاره کوي چې د یو کار د سرته رسولو لپاره یې ژمنې ورسره کړې وي.

که له یوې خوا وګورو زموږ ټولنه او وطن په اقتصادي، سیاسي او علمي کچه د نورو هیوادونو څخه په وروستي صف کې قرار لري او موجوده روانه جګړه یې هم ور په غاړه ده چې د خلکو د پرمختګ او ترقۍ مخه یې ډب کړې ده او له بله اړخه داسې مشران او چارواکي د ولس استازیتوب کوي چې ولس ته د ماشومانو خطاب کوي او تل یې د ولس په دوکا کولو پسې را اخیستې ده دا خبره شاید تاسو راسره ونه منۍ خو زه په دې باوري یم چې مشرانو او چارواکو خولې هسې په خوشو خبرو عادت شوې دي او په دغو خوشو خبرو او بې وخته ژمنو کولو سره یې عام ولس زیات ګیلامن کړی دې حال دا چې پرې بې باوره شوي هم دي چې دا عادي خبره هم نه ده بلکې په ملي کچه د ولس او حکومت تر منځ د همکارۍ او همغږۍ واټن زیاتوي چې پایله به یې ډیره ترخه وي.

تاسو د یو ولس په توګه د وطن اوسنۍ وضعیت درک کړی دې او ښه پوهیږۍ چې نا امني هم په زیاتیدو ده او ډیرې نورې ستونزې هم شته چې په وخت او زمان سره به حل کیږي خو تاسو تل د مشرانو او چارواکیو او د هغوی د کارونو څخه ناراضه یاستۍ

ولې ناراضه یاستۍ؟

ځکه چې همدغه مشران تل په خوږو الفاظو او موسکا سره له تاسو سره د سولې او امنیت په راوستلو، د هیواد د اقتصاد پیاوړي کولو، د لویو صنعتي او مسلکي پروژو رامنځته کولو، خلکو ته د کار پیدا کولو او په اساسي توګه د بیا رغونې چارې او داسې نورې ژمنې او وعدې یې کړې دي خو د توقع خلاف یوازې او یوازې یې ولس په انتظار کې بوخت ساتلی.

 موږ دا وایو چې دا هر څه اسانه نه دي او سخت هم نه دي او بیا دا ډول ستونزې خو هسې زموږ د ژوند یوه برخه ګرځیدلې ده چې ورسره عادت شوي یو خو یو څه چې د ولس او دولت تر منځ واټن کم کوي هغه سپینې، ریښتیا خبرې او سپیڅلۍ باور دې چې ولس او دولت په بشپړ ډول سره نږدې کوي او دا ریښتینوالي او باور د دواړو لپاره دومره مهم دې چې د ډیرو کارونو، موخو او هدفونو ته لاره ډیر ژر خلاصولی شي او که یوازې ولس ته د خوشیو او عبس خبرو او د ژمنو ورکول وي نو د وخت ضایع کولو څخه به بله کومه مانا ونه لري ، ښه دا ده چې لږ کار د وشي او یا د هیڅ هم ونه شي خو چې د ولس او دولت تر منځ روغ او سلامت پُل تړلی وي دا له هر څه څخه لویه خبره ده ځکه چې ولس کمزورۍ لښکر دې چې ټول واک او صلاحیت یې حکومت ته ورکړی دې او د واک او صلاحیت څخه نا سمه استفاده همدارنګه د قانون د پولو ماتولو لپاره بیا ولس تر هر ځواک قوي لښکر دې چې داسې نظام له منځه یوسي.

نو راځۍ! د داسې خبرو څخه تیر شو چې ورپسې عمل نه وي لږ ویل به وکړو ډیر به عمل وکړو، وخت به په هغه هره ورځ ناستو، جرګو او مرکو نه ضایع کوو کومو ته چې سمدستي ور شا کوو ، مهم راته هغه څه دي چې کوم مو لاس کې وي او په وس او توان مو پوره وي چې په دې سره به نه ولس ګیلامن وي او نه دولت؛

له بلې خوا به د ټولو کارونو د اجرا لپاره منظم پلان او همغږي موجوده وي چې ددې ښه ګټه د فساد له منځه وړل دي

نو په دې هیله چې په وطن کې مو الهي سوله راشي او ټول د یوې عقیدې لاندې د اسلام د سپیڅلي دین او ویجاړ وطن لپاره خدمت وکړو.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب